د افغانستان د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزیر نن پنجشنبه یوې غونډې ته په وینا کې ويلي چې افغانستان د داعشیانو له ځالو پاک دی خو درې ګاونډي هیوادونه د دې منحرفې ډلې لپاره د افرادو د جلب، ټرانزيټ، روزنې او پلان جوړونې په مراکزو بدل شوي دي.
مولوي امير خان متقي دا څرګندونې نن په کابل کې د افغان-قزاق نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې وکړې او ویې ویل، «په افغانستان کې الحمدلله د داعش ځالې نشته خو متاسفانه زموږ درې ګاونډي هیوادونه په نوبت سره… په یوه ګاونډي هیواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تياريږي، موږ ولیدل چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پیښې ترسره کړې؛ بل هیواد د هغې لارې پر سر پروت دی چې امن خرابوونکي افراد پرې راتيريږي؛ او بل هیواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزيت، تمويل، پلان جوړونې مراکز ورکړي دي.»
مولوي امير خان متقي وويل، «که دا درې هیوادونه خپل مسؤليت ادا کړي، په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.»
مولوي امير خان متقي دا هیوادونه مشخص نه کړل، خو په دې وروستيو کې دا رول لوبوونکي هیوادونه تر ډېره په نوبت سره تاجکستان، ایران/ترکیه او پاکستان بلل کيږي. تاجکستاني اتباعو د خراساني خوارجو لپاره د سون توکو حیثیت خپل کړی؛ د افغانستان په تقریبآ ټولو انتحاري بریدونو کې له همدې کسانو استفاده شوې او د افغانستان ترڅنګ په نوره نړۍ کې هم د خوارجو لخوا ګټه ترې اخيستل شوې ده. همداراز افغانستان ته له بهره راتلونکي داعشیان د ترکیې او ایران له لارې راځي. پاکستان هم تر هغه وروسته د داعشي خوارجو لپاره د پلان جوړونې او روزنې په مرکز بدل شو چې د خراساني خوارجو د رهبري بقاياوو په افغانستان کې د خپلې ډلې تر ځپل کېدو وروسته هلته پناه يووړه، اوس خپل جنګیالي پکې روزي او له هغه ځایه په افغانستان کې پر عامو خلکو، نظامي او ملکي اهدافو او مذهبي ځایونو د بریدونو اوامر صادروي.