مالي مشکلاتو خوارج سوال ته اړ کړي

د داعشي خوارجو وروستیو نشراتو او رسمي اعلامیو ته په کتلو ښکاري چې دا ډله له سختو مالي ستونزو ځوریږي او کوښښ کوي چې له خپلو ملاتړو د خیرات او زکات په نامه پیسې راټولې کړي.

د پیسو راټولولو د یوې هڅې نمونه د خوارجو د مرکزي النباء اوونیزې هغه انفوګرافیک دی چې په هغه کې خوارجو د یتیم د کفالت ثوابونو ته نغوته کړې وه او اشارتًا ترې معلومېده چې له خپلو ملاتړو د هغو جنګیالیو د کورنیو د پاللو غوښتنه کوي چې په جګړو کې وژل شوي دي.

یو شمېر عربي رسنیو د داعشيانو د بندیانو چارو د ادارې ځینې هغه پیغامونه هم ترلاسه کړي چې په هغو کې د خوارجو له ملاتړو غوښتل شوي چې د سوریې او عراق په زندانونو کې له بندي داعشیانو او کورنیو سره مرسته وکړي.

في الحال د زرګونو نارینه بندیانو ترڅنګ، د سوریې په الهول او روج کمپونو کې زرګونه داعشي کورنۍ په سخت وضعیت کې شپې ورځې تېروي. په زندانونو کې د بندي داعشیانو له یوه پېغورآمیز او ستوغ رسنیز شوي لیک څخه ښکاري چې د خوارجو مرکزي اداره د خپلو بندیانو په ملاتړ او حمایه کې ناکام شوي او له پامه یې غورځولي دي.

هېره دې نه وي چې څه موده وړاندې د خراساني خوارجو په یوه رسمي مجله کې هم له خلکو غوښتل شوي و چې دوی ته پیسې ورولېږې. خراساني خوارج تر هغه وروسته له خلکو د خیرات غوښتنې ته اړ شول چې په افغانستان کې دننه یې مالي سرچینې تر ډېره د امنیتي ځواکونو په منظمو عملیاتو کې وچې شوې او بهرنی مالي ملاتړ ترې قطع شو.

 

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version