له تاجکستاني اتباعو د خوارجو استفاده اوج ته رسېدلې

 

د جنوري په درېمه د ایران په کرمان ښار کې دوو پرلپسې چاودنو تر ۲۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. نږدې ۴۸ ساعتونه وروسته داعشي خوارجو د چاودنو مسؤلیت پر غاړه واخیست او د دوو کسانو انځورونه یې خپاره کړل.

المرصاد د خوارجو د ادعا له خپرېدو سره سم د خپلو منابعو په حواله خبر ورکړ چې دواړه بریدګر د تاجکستان دي او د خوارجو لخوا د هغوی د څېرو پټېدل هم د تاجکستاني استخباراتو د هغې غوښتنې پر اساس دي چې تاجکستان د یوه المان مېشتي تاجکستاني تبعه په توسط له خوارجو کړې وه.

تازه ایراني چارواکو هم د المرصاد راپور تائید کړی او ویلي یې دي چې دواړه بریدګر د تاجکستان اوسېدونکي دي. تر دې برید وړاندې د ایران په شېراز ښار کې په دوو نورو بریدونو کې هم تاجکستاني اتباع استفاده شوي وو.

له تېرو څو کلونو راهیسې داعشي خوارجو په خپلو بریدونو او عملیاتو کې د تاجکستاني کم عمره ځوانانو استعمال او له هغوی استفاده زیاته کړې ده. تېره اوونۍ د افغانستان د اسلامي امارت دفاع وزیر په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د اشغالګرو تر وتلو وروسته په ټولو هغو بریدونو کې چې داعشیانو د واسکټ په وسیله په افغانستان کې ترسره کړي تاجکستانيان استفاده شوي دي.

د ایران او افغانستان ترڅنګ، په دې وروستیو کې په نوره نړۍ کې هم لیدل شوي چې د خوارجو لخوا په عملیاتو کې زیات استفاده کېدونکي کسان تاجکستاني وګړي دي. د ساري په ډول: د ۲۰۲۲ز کال په جولای میاشت کې ترکي پولیسو د حکومتوف په نوم یو تاجکستانی  خوارجو ته د مرستې راټولولو او جلب و جذب په جرم ونیو. همداراز د تېر ۲۰۲۲ز کال په جولای میاشت کې په المان او هالنډ کې نهه کسان له خوارجو سره د تړاو په جرم ونیول شول چې شپږ پکې د تاجکستان وو. تازه په تېره ډسمبر میاشت کې په اترېش او المان کې هم د تاجکستانیانو په شمول تر لس زیات کسان چې مشر یې هم یو تاجکستانی  و او د بریدونو پلان یې درلود نیول شوي دي.

د ایران، افغانستان او نورې نړۍ وروستۍ پېښه دا جوتوي چې د تاجکستان وګړي د خوارجو لپاره یو ښه ابزار دی او خوارجو هم په بریالي ډول استفاده ترې کړې او لا یې هم کوي.

هغه تاجکستاني ځوانان چې په خپل هیواد کې د مستبد او کمونست فکره رژیم د اسلام ضد بندیزونو او پالیسیو له لاسه یې دیني پوهه د نشت برابره وي په آسانۍ سره د خوارجو په مزخرفو خبرو تېر وځي او د یوه بې ګناه انسان د وژلو لپاره د ځان قتلولو ته هم چمتو کیږي.

وروستۍ ناوړه پيښې او په هغو کې د تاجکستاني اتباعو استعمالېدل دا ایجابوي چې د سیمې او نړۍ هیوادونه د تاجکستان مستبد او اسلام ضد نظام د هغو پالیسیو ترک ته وهڅوي چې نتیجه یې له ګمراه ډلو سره د کم عمره او احساساتي ناپوهو ځوانانو یوځای کېدل او ګاونډ او نړۍ ته د ناامنۍ صادرېدل دي.

 

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version