له برېتانیا افغانستان ته د ”جهاد“ لپاره راتلونکي داعشیان په لس او اته کاله بند محکوم شول

هغه دوه داعشي وروڼه چې غوښتل یې له برېتانیا افغانستان ته د ”جهاد“ لپاره راشي یوې برېتانوۍ محکمې په بند محکوم کړي دي.

د برېتانوي رسنیو د راپورونو له مخې، دا دواړه کسان وروڼه دي، د یوه نوم محمد عبدالحلیم حیدر خان دی، چې ۲۱ کاله عمر لري او بل یې کشر ورور اتلس کلن محمد حمزه حیدر خان دی.

پرون جمعه د برېتانیا یوې محکمې محمد عبدالحلیم په لس کاله او ورور یې محمد حمزه په اته کاله بند محکوم کړل.

دې دواړو وروڼو په تېره جولای میاشت کې اعتراف کړی و چې غوښتل یې افغانستان ته ولاړ شي او له خراساني خوارجو سره یوځای شي.

د یادونې وړ ده، دا دواړه کسان د تېر ۲۰۲۲ز کال په نومبر میاشت کې په داسې حال کې نیول شوي وو چې افغانستان ته د راتګ لپاره یې خپله بشپړه تیاري نیولې وه. داعشي خوارجو ته د کمې مودې د بند سزا په ورکړه سره دا امکان شته چې دا کسان تر خوشي کېدو وروسته د متبوع هیواد د استخباراتو په اشاره یو ځل بیا له خوارجو سره یوځای شي او هغوی پرې خپلې موخې ترلاسه کړي.

هېره دې نه وي د خارجي فکر درلودونکي ځینې کسان چې پخپله په کفري هیوادونو یا هغو هیوادونو کې رالوی شوي او روزل شوي وي چې حاکمان یې د کافرانو لاسپوڅي وي، غواړي چې د خپلې منشا د هیوادونو پرځای افغانستان ته راشي او دلته له خراساني خوارجو سره یوځای د اسلامي امارت پر ضد وجنګیږي. دوی په دې ډول د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د هغه حدیث مصداق ګرځي چې یوه برخه یې د خوارجو د صفاتو په اړه وايي: يَقْتُلُونَ أَهْلَ الإسْلَامِ ويَدَعُونَ أَهْلَ الأوْثَانِ (یعني مسلمانان وژني او بت پرستان [کافران] پرېږدي.)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version