غدار ګاونډيان

#image_title

طاهر احرار

 

د څو لسيزو راهيسې ګران هېواد افغانستان د اور په ګرداب کې وو، پایله يې د لکونو خلکو شهادت، معلولیت، معيوبيت او مهاجرت شو.

 

دغه ټولې جګړې افغانانو د خپل هېواد د آزادي (خپلواکۍ) لپاره وکړې خو له اوله تر آخره مو ګاونډيانو ښه نیت (هوډ) نه درلود، زموږ د جهاد پر نوم يې له نړيوالو پوره مرستې واخیستې، خپل ويجاړ اقتصادونه يې بيا ورغول، هغوى له افغانانو سره نه هېريدونکي ظُلمونه وکړل.

 

د دې ټولو ناخوالو وروسته افغانستان او افغانان خداى جل جلاله په يو سپيڅلي نظام ونازول؛ داسې نظام چې له دې هېواده د جګړې او غم د ټغر د تل لپاره د ټولېدو هوډ لري او د وطن په هر زخم پسې يې د جوړېدو پټۍ راخيستې ده.

 

دغه نظام غواړي د يتيمانو، کونډو، بورو او بې وزلو کفيل وګرځي او دغه مظلوميت ته د پاى ټکى کېږدي.

 

ګاونډيانو مو فکر درلود چې افغانستان به يو ځل بيا د اور په غېږ کې پريوزي او د دوى تجارت به پراختیا وکړي خو دغه خوب يې په حقیقت بدل نشو. اوس يې بيا هوډ کړى تر څو په افغانستان کې يوه بله جګړه پرمخ يوسي؛ د داعش په نوم يې د قاتلينو، غلو، فسادګرو ډله راپورته کړې او د شر و فساد لپاره ترې ملاتړ کوي.

 

د افغانستان خارجه وزير امير خان متقي پرون همدغه خيانت چې پاکستان او تاجکستان يې کوي ياد کړ، دوى د سي اى اې په ملاتړ دغه پروژه روانه کړې او غواړي يو ځل بيا د نړيوالو فکر خپلې خواته واوړوي او خپل ناکام سياست پلي کړي.

 

افغانانو اوس امارت پيژندلی او پوهېږي چې د هېواد يوازیني ساتونکې قوه ده او هېڅ افغان د داعش منلو ته تيار ندی؛ ځکه داعش په عقيدوي او فکري لحاظ د افغانانو سره جوړښت نلري.

 

د افغانستان اسلامي امارت خپل ګاونډیو هېوادونو ته د ميني او الفت په ژبه خبر ورکړ چې نور افغانستان له هغه حالته وتلی چې په اړه يې نور څوک پرېکړې وکړي، په افغانستان کې اوس يو مستقل خپلواک نظام حاکم دى.

 

خداى نا خواسته که هر ګاوندي د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي، کومه ګټه به ورته ونلري.

هرماس الافغاني
Exit mobile version