عراق: ۱۱ داعشیان اعدام شوي او د دیالي لپاره د خوارجو ”والي“ وژل شوی

عراقي رسنۍ وايي چې روانه اوونۍ په عراق کې ۱۱ کسان له داعش سره د تړاو په جرم اعدام شوي دي.

رسنیو د دوو عراقي چارواکو له قوله لیکلي چې دا کسان تېره دوشنبه د ناصریه ښار په الحوت زندان کې اعدام شول او جسدونه یې ځايي شفاخانې ته سپارل شوي دي.

دا خبر داسې مهال خپریږي چې تازه یو شمېر عراقي رسنیو ادعا کړې چې تېره دوشنبه د دیالي ولایت په حمرین دره کې په بمبار کې د دیالي لپاره د خوارجو والي ابو لیلی العراقي د داعشیانو له یوه جراح طبیب سره یوځای وژل شوی دی.

د یادونې وړ ده، عراق د داعشي خوارجو د مزعوم خلافت تر ټولو مهم مرکز و، خو په ۲۰۱۷ز کال کې تر ماتې خوړلو وروسته په دې هیواد کې موجود داعشیان ګاونډیو هیوادونو ته وتښتېدل او یا هم پټ شول. د عراقي داعشیانو لیکو ته د جاسوسانو د نفوذ له امله نږدې هره میاشت لسګونه داعشیان په عملیاتو کې نیول کیږي او یا هم له منځه وړل کیږي؛ په سیمه کې د خپلو جنګیالیو د ساتلو لپاره داعشي خوارج رسمًا د ځینو هغو عملیاتو پړه هم پر غاړه نه اخلي چې دوی ترسره کړي وي.

ابو جلال
Exit mobile version