عراق کې لا هم د داعشیانو نیونې دوام لري

عراقي رسنۍ وايي چې حکومتي ځواکونو په بغداد، انبار او صلاح الدین ولایتونو کې ۷ داعشیان نیولي دي.

د راپورونو له مخې، دا داعشیان د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په جلا جلا عملیاتو کې نیول شوي او قضايي مراجعو ته سپارل شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې په عراق کې د داعشي خوارجو نیونې زیاتې شوې دي او څارونکې په دې اند دي چې په دې هیواد کې هم د سوریې په څېر د خوارجو لیکې له جاسوسانو ډکې شوې دي او د یو بل جاسوسي کوي.

 

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version