طالبانو زابل کې له داعش سره د جګړې په اړه وضاحت خپور کړ

طالبانو په زابل ولایت کې د هغو جګړو په اړه وضاحت خپور کړی چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې پېښې شوې وې.

د طالبانو له لوري نن ټکی آسیا ته په یوې را لیږل شوې خبرپاڼه کې هغه راپورونه ناسم بلل شوي چې دا جګړه د طالبانو خپلمنځي نزاع وه او یا له هغه چا سره جګړه وه چې ځانونه په دوی کې جلا فریق ګڼي. د طالبانو اعلامیه زیاتوي چې جګړه له هغو کسانو سره وه چې ځانونه یې د داعش وسلوال بلل.

طالبان وايي چې له پخوانیو تجربو څخه په استفادې غواړي هیواد د نوییمو کلونو تنظیمي جګړو له وضعیته وژغوري او په باور یې د دیني علماوو له فتوی سره سم د دغسې فتنو په نطفه کې خنثی کول خپل دیني مکلفیت بولي.

د طالبانو اعلامیه کاږي چې په جګړه کې د دوه اړخیزو تلفاتو کچه تر هغه په مراتبو کمه ده چې په رسنیو کې خپریږي او په خبره یې جګړه په هماغې لومړۍ شپه پای ته رسېدلی او دا مهال ټوله سیمه د دوی په لاس کې ده.

هېره دې نه وي چې طالبانو په په تیرو څو ورځو کې د زابل ولایت څخه د هغو ازبکستاني اختطاف ګرو ځاله هم له مینځه یووړه چې د دغه ولایت په خاک افغان او ارغنداب ولسوالیو کې یې ولسي افغانان برمته کول او د هغوی پر سر یې د پیسو غوښتنه کوله.

طالبانو وروسته له هغه د یادو اختطاف ګرو په خلاف پراخ عملیات پیل کړل چې هغوی د ملا بخت (منصور دادالله) تر قوماندې لاندې له اوو هزاره توکمو مسافرو سرونه پرې کړل. طالبانو اته تنه هزاره مسافرین د اختطاف چیانو له منګولو ازاد کړل او هغه کسان چې له خلکو یې سرونه پرې کړي وو، د سیمې اوسیدونکو په ملاتړ په دار وځړول.

د زابل جګړې په اړه د طالبانو له اړخه نن ټکی آسیا ته را لیږل شوې وضاحت پاڼه په لاندې ډول ده:

په زابل کې له داعش سره د جګړې په اړه داسلامي امارت وضاحت

څلور ورځې وړاندې د زابل ولایت په شمالي سیمو کې د اسلامي امارت د مجاهدینو او داعش وسلوالو ترمنځ جګړه ونښته چې تر یو ه شواروز جریان وروسته پای ته ورسېده، اسلامي امارت د دغې حادثې په اړه په مختصره توګه لاندې وضاحتونه وړاندې کوي.

لومړی : د رسنیو د تبلیغ او تعبیر خلاف دا جګړه د اسلامي امارت یا طالبانو کومه خپل منځي نزاع نه وه او نه هم په سیمه کې د امارت د کومو محلي مخالفینو په خلاف وه، بلکې جګړه له هغو کسانو سره وه چې ځانونه د داعش وسلوال بولي، په اسلامي امارت د بغاوت، ګوډاګیتوب او نور بدالزامات لګوي، د اسلامي‌امارت مجاهدین مرتدین بولي او تردې وړاندې یې په ننګرهار کې هم د اسلامي امارت په خلاف بغاوت کړی و، او مجاهدینو او ولسي خلکو ته یې ډیر زیانونه رسولي وو.

دغه وسلوال چې له تیرو څو میاشتو راهیسې یې په زغرده د داعش شعار پورته کاوو او تر همدې شعار لاندې یې د محل په خلکو او مجاهدینو جابرانه واکمني چلوله، د پیسو او نورو مقاصدو لپاره یې بې ګناه او بې دفاع ولسي خلک تښتول،د کورونو او مالونو ضبطول ، بې محاکمې قتلونه، د مسلمانو ښځو او ماشومانو تښتول او بیا ښځی د مینځو په حیث استخدامول او دغسې نور ډیر غیرشرعي او زیانباره اعمال یې کول تردی چی له شریعت څخه په ښکاره تخلف سربیره یې د سیمې اولسونه د خطرناک مذهبی او قومی جنګ له خطر سره مخامخ کړي وو او په عیني حال کې یې ددغو کړنو د مخنیوي په اړوند د اسلامي امارت او محلي علماء او مخورو هیڅ مشوره او عریضه هم نه اوریده، تردې چې د تفاهم لپاره داسلامي امارت ور استول شویو هیئتونو ته یې یواځینی ځواب دا وو چې تاسو داعش نه منئ باغیان یاست او موږ مو خبرو ته التفات نه کوو، چې بالاخره همدې کړنو خبره تر مسلح برخورد پورې ورسوله .

دوهم : اسلامي امارت د سیمې دعلماء‌کرامو او مخورو سره په ګډه له ډيرې مودې راهیسې ددغې موضوع دحل لپاره په هڅو بوخت و خو په وروستیو دوه نیمو میاشتو کې یې د یوه ځانګړي او باصلاحیته هیئت په تعین سره چې په تشکیل کې یې علماء کرام،جهادي قومندانان او د امارت څو تنه لوړ رتبه مسؤلین هم وو په ډیر جدیت سره یې په دې موضوع کار وکړ،دغه راز د زابل ولایت علماء کرامو او محلي‌مشرانو او متنفذینو هم ډیرکوښښونه وکړل تر څو دغه وسلوال له ناروا او ظالمانه کړنو راوګرځوي او د اسلامي امارت یا په ټوله کې د اسلام اوامرو او لارښوونو ته یې تابع کړي، خو دغو کسانو چې ځانونه یې د داعش تحت الامر بلل دتفاهم او خیرخواهۍ ټولې هڅې یې په ډیره بي باکۍ او کبر سره رد کړې.

دریم : د زابل جګړه له هغو کسانو سره نه وه چې ځانونه په امارت کې جلا فریق بولي، په دې سیمه کې له منصور داد الله پرته داسې څوک نشته چې د جلا امارت دعوه دار وي،یواځې منصور دادالله همداسې کس و چې د خپلې تقویې لپاره یې له داعش سره اتحاد کړی و،اسلامي امارت چې کله د داعشیانو له پوهولو څخه مایوسه شو په مشخص ډول یې د منصور داد الله په رابطه هم ډیرې هلې ځلې وکړې ترڅو یې له داعش څخه جلا کړي،خو له بیا بیا مذاکراتو او تعهدماتولو وروسته نوموړی تنها له داعش سره پاته شواو د اسلامي امارت دښمنې ته یې ملا وتړله دا په داسې حال کې چې اسلامي امارت له تیرو څو کلونو راهیسې ددوی د کورنۍ مالي اکمال او هرډول خدمت کوي‌او شخصا ده ته یې‌هم د اخلاص له پراخې غیږې سره په مراتبو مالي مرستي کړي او د خدمت کولو مشخص مسئولیتونه یې ورته وړاندي کړي خوده رد کړي دي .

څلورم : د اسلامي امارت د قیام او تاسیس مقصد او فلسفه له ظلم، تجاوز،ډلبازۍ،فساد او فتنو څخه د دې مظلوم ولس خلاصون او د الله تعالی د حکم په اساس د قاتلانو،غلو،انسان تښتونکو او ظالمانو د جنایاتو مخنیوی دی.

زموږ مرحوم قائد امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد څه باندې شل کاله پخوا د اسلامي امارت بنسټ دهمدې مقصد لپاره ایښی و، چې له مظلوم څخه د ظالم لاس ونیسي،د فساد،فتنو، ذات البیني جنګونو،هرج او مرج او هرډول ګډوډۍ او غیرشرعي اعمالو مخه ونیسي او عام مؤمن اولس ته د هوسا ژوند زمینه برابره کړي،اسلامي امارت د یوه شرعي نظام په حیث همدې دیني مکلفیتونو ته ځان ژمن بولي او پرته له استثناء به د هر هغه چا په خلاف و دریږي چې د خدای د بندګانو حقوق او شرعي مقررات تر پښو لاندې کوي.

اسلامي‌امارت د اسلام د تاریخ او خپل هیواد د اوسنیو او پخوانیو تجربو څخه په زده کړه په دې باور لري ‌چې که د دغسې فتنو او خپلسریو مخه په خپل وخت ونه نیول شي،نو هیواد به د نوییمو کلونواوتنظیمي ګډوډیو د سرتاسري ‌هرج او مرج وضعیت ته ستون شي او خدای مکړه زموږ د اولس د جهاد، هجرت او د اسلامي‌نظام لپاره د ټولو تیرو کړیو تکالیفو ثمره به له منځه لاړ شي‌اسلامي‌امارت د محمدي‌غراء ‌شریعت په رڼا کي دعلماء کرامو له فتوی سره سم ددغسي فتنو په نطفه کې خنثی کول خپل دیني‌ مکلفیت بولي.

پنځم :اسلامي‌امارت دهیواد دجیدو علماء کراموله له مستندي، مدللي او قوي فتوا سره سم د دغې فتنې ددفع لپاره د وروستي‌حل په توګه نظامي‌عملیات په ډیر دقت سره طراحي کړل خپل تر ټولو ورزیده او تجربه کار مجاهدین یې د عملیاتو د عملي‌کولو لپاره سیمي ته واستول ترڅو دا پیچلي‌قضیه په لږو تلفاتو او سمه توګه انجام شي په دې عملیاتو کې یوازې د اسلامی امارت مجاهدین برخوال و او د نورو جهتونو د اشتراک خبره قطعا دروغ ده.

شپږم : د زابل پیښه د جګړې د دوام او دوه اړخیزو تلفاتو له اړخه تر هغه ډیره وړه وه چې نړیوالې رسنۍ یې په اړه تبلیغات کوي،په جګړه کې د دواړو خواوو تلفات تر هغه په مراتبو کم دي چې له جګړې وړاندې یې تصور کېده،په جګړه کې د مقابل جانب اکثره جنګیالي له لږ مقاومت وروسته تسلیم شوي دي او اوس له خپلو کورنیو سره په محفوظو او تر مراقبت لاندې سیمو کې اوسیږي،فی الحال په سیمه کې وضعیت عادي دی او الله تعالی دغه حادثه په اسانی سره نهايي کړې او د فتنې ور تړل شوی دی. اوس هلته نه جګړه شته او نه هم دجګړي عوا مل پاته شوي .

اوم : له دا عشیانو سره چي دننګرهار ،غزني او نورو ولایتونوتجاران او عام کسان یرغمل وو هغه داسلامي امارت مجاهدینو تري ازاد کړي دکابل دغلامي ادارې استخبارت په درو غو دعوه کوي چي ګویا یر غمل دوی ازاد کړي دي کوم کار چې پوره یو کال دوی نشوای کولای.

اتم :دا چي ځینورسنیو راپورونه خپاره کړل چي دزابل په ولایت کې داسلامي امارت په والي ،دقطعي په مسئول او نورو مجاهدینو فدایې بریدونه شوي اوزیان یې اړولي دا خبري هم حقیقت نه لري نه داسي پیښه رامنځ ته شوي او نه هم په ټوله جګړه کې دامارت کوم مسئول ته زیان او ښتی .

نهم :ځیني مغرضي کړۍ په داسي حال کې دجګړي ددوام راپورونه خپروي چي جګړه په اوله شپه او ورځ کې پای ته رسید لي اوسیمه ټوله د اسلامي امارت د مجاهدینو تر کنترول لاندې را غلې او تلفات یې هم تر هغه ډیر کم دي چي دښمنان یې یادوي لهذا مخلص مسلمانان دي نور د دښمنانو او شریرو کړیو په تبلیغاتو نه مایوسه کیږي .

لسم : داسلامي امارت ټول مسئو لین ،علماء کرام ،د قلم او نظرخاوندان دي کوښښ وکړي چي د دا ډول موضوعاتو په اړه وضاحت او حقایق ترعامو مسلمانانو ورسوي د هغوۍ ذهن سازي وکړي اوپه دي حساس وخت کې د دښمنانو له ورستیو دسیسو اوشومو پلانونونه عام ولس باخبره اومتحدوساتي .

والسلام

دافغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۷/۱/۲۷هـ ق

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version