سوریه، د ایران او قطر د ګازو په لمبو کې وسوځېده

رحمت الله فیضان

په امریکا کې ډیری خلک سیاسي نه دي، دا چې په نړۍ کې څه پېښیږي ډېره پروا یې نه کوي، خو دا قاعده یوه ستره استثنا لري، هغه دا چې کله د خپل هېواد په اړه د احتمالي خطر احساس وکړي، په دې وخت کې یې احساسات را پاریږي، کوڅې او واټونه له خلکو ډکېږي، ټول خلک له ملي غرور څخه ډک وي او د خپل هېواد لپاره قربانۍ ته آماده کېږي، د امریکایانو لپاره د دیپلوماسي ترڅنګ اقتصادي ګټې تر هر څه لومړیتوب لري.
متحده ایالات په ډېرو هېوادونو په خاص ډول د منځني ختیځ په هېوادونو کې ګڼ شمېر فوځي اډې لري، چې یوه له دغو اډو څخه د سوریې د تنف اډه ده، دا اډه په یوه ستره دښته د یوې تجارتي لارې پر سر جوړه شوي ده.
د حیرانتیا خبره دا ده، چې امریکایانو ولې د تجارتي لارې پر سر د تنف اډه جوړه کړه او د دوو کلنو په اوږدو کې یې ورته پراختیا ورکړه؟.
د تنف په آډه کې د لوېدیځې آسیا لپاره د امریکایي ځواکونو مشر جنرال فرانک مکینزي د سي بي ایس خبري ډلې ته په خپله مرکه کې وایې:
موږ دلته د دمشق، بغداد پر لویه لار ولاړ یو، زموږ دنده د داعش پر وړاندې له خپلو ځواکونو څخه ملاتړ دی.
د تنف په اډه کې یوازې امریکایي ځواکونه نه، بلکې د سوریې د دولت مُخالفین هم دلته ته تګ را تګ کوي، د دوی دنده د سوریې د حکومت خلاف د جګړې ترڅنګ د تنف اډې ساتنه او د هغې لویې لارې څارل دي چې له تنف څخه تېریږي.
د تنف اډه د یوې داسې لارې پر سر جوړه شوې چې له کلونو راهسې یوه اقتصادي او سودا ګریزه لاره ده. امریکایانو اخطار ورکړی، که څوک د تنف اډې پنځوس کلیومتري ته نږدې شي، نو نابود به شي!.
دا هغه لار ده چې د سوریې شرقي هېوادونه، لکه ایران، افغانستان، پاکستان، هند او چین سره وصلوي، دا هغه لار ده چې له پیړیو راهیسې د لویدیځې نړۍ او په ځانګړې توګه له اروپا سره د سوداګرۍ کولو لپاره، چینایانو اروپا او افریقا ته د رسېدو لپاره له همدې لارې چې د ورېښمو پر لار هم مشهوره ده کار اخیست، دا لاره سوریې ته ځي او له هغه ځایه مدیترانې او تور سمندرګي ته غځېږي، په دې توګه د ختیځې نړۍ خلک کولی شي د سوداګرۍ لپاره د مدیترانې په سواحلو کې لسګونو اروپایي او افریقایي بندرونو ته تګ را تګ وکړي، امریکایانو دقیقا دا ستره تجارتي لار پرې کړه او خپله اډه یې پرې جوړه کړه.

د غمېزي عوامل او پيل:
امریکایي ځواکونه زرګونه کیلومتره له خپل هېواده لرې د تنف په پنډغالي کې څه کوي؟.
هغه کوم عوامل و چې په سوریه کې یې د جګړې تفکر رامنځته کړ؟.
راځئ دې پوښتنو ته په غربي منابعو کې ځواب پیدا کړو، په سر کې به د یو امریکایي فوځي چې ویسلي کلارک نومېږي، خبري را واخلو، هغه وایي:
زه د سپټمبر له ۱۱مې لس ورځې وروسته په پنټاګون کې د ډونالډ رمزفیلډ لېدو ته ورغلم، د ودانۍ لاندني پوړ ته ښکته شوم، د ګډو ځواکونو قوماندان زه خپلې کوټې ته ور وغوښتلم، هغه راته وویل: موږ غواړو پر عراق برید وکړو، ما وویل ولې؟
هغه وویل: زه هم نه پوهیږم
ما وویل: د سپټمبر د 11مې له امله؟
وويل: نه
هغه وویل: زه فکر کوم چې حکومت نه پوهېږي چې د ترهګرۍ په اړه څه وکړي، دوی فکر کوي چې دوی کولی شي په هېوادونو بریدونه وکړي او دوی غواړي خپل ځانونه پیاوړي وښیې.
ویسلي کلارک وایي: زه په ډېر خپګان له هغه ځایه راووتم، وروسته له هغه موږ پر افغانستان برید وکړ، زه له دې امله خوشحاله وم چې موږ باید دا کار کړی وای، شپږ اونۍ وروسته بیرته پنټاګون ته راغلم او هماغه قوماندان مې ولید، ما وپوښتل: چې ولې مو پر عراق برید ونه کړ؟.
هغه وویل: موږ به پر عراق برید وکړو، تر دې بدتره لا دا ده چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به پر اوو هېوادونو هم برید وکړو، موږ به له عراق څخه پیل وکړو او بیا به سوریې، لبنان، لیبیا، سومالیا، سوډان او ایران ته لاړ شو.
ویسي کلارک یوازینی کس نه دی چې باور لري سوریې ته د جګړې د تګ پرېکړه ډېره پخوا پلان شوې وه، بلکې رابرت ایف کندي جونیر چې یو امریکایې لیکوال او شنونکی هم دی، په 2016 کې د لومړي ځل لپاره په پولیټیکو مجله او ویب پاڼه کې د (ولې عربان موږ په سوریه کې نه غواړي) تر سرلیک لاندې مقاله خپره کړه. نوموړی د خپلې مقالې په یوه برخه کې لیکي چې د عربانو په وینا د بشارالاسد پر ضد زموږ جګړه په ۲۰۱۱ کال کې د عرب پسرلي په نوم د خلکو له سوله ییزو اعتراضونو سره پیل شوه، خو په حقیقت کې دا جګړه په ۲۰۰۰ کال کې هغه مهال چې قطر د ۱۵۰۰ کیلومتره په اوږدوالي او د لس ملیارده ډالرو په ارزښت د ګازو د پايپ لین خبره را پورته کړه، د دې جګړې تصور هم پکې را پیدا شو، د قطر د ګازو پایپ لین د سعودي، اُردن، سوريې او ترکیې له لارې اروپا ته غځېږي.
د دې لپاره چې د موضوع عُمق ته سم ور داخل شو، راځئ بله موضوع را وسپړو او هغه دا چې روسیه په نړۍ کې د ګازو تر ټولو لوی تولیدونکی او صادرونکی هېواد دی او اروپا بیا د دې محصول تر ټولو لویه پیرودونکې ده، روسیه اروپا ته د تولید شوي ګاز 70٪ صادروي دا د روسیې لپاره د دوامداره عایداتي سرچني معنیٰ لري، په دې ټولو کلونو کې روسانو وکولای شول چې د گازو په وسيله پر اروپايانو فشار راوړي، اوس نو اروپايان غواړي چې د روسانو له فشار څخه ځان خلاص کړي او امريکا هم غواړي چې د سترو عوایدو دروازه د خپل سيال یعنې روسیې پر مخ وتړي، له همدې امله دوی په قطر او اذربایجان کې د ګازو سرچینو ته مخه وکړه.
حقیقت دا دی چې د اروپا د ګازو اړتیاوې د کښتۍ په واسطه نشي پوره کیدلی، نو اړینه ده چې د ګازو دغه مقدار باید د پایپ په واسطه تر منزل ورسېږي، په حقیقت کې د قطر د ګازو د پایپ لاین مفکوره له همدې ځایه را منځته شوه.
د دې پلان تطبیق یوه لویه ستونزه درلوده او هغه په سوریه کې د بشرالاسد حاکم نظام و، په ۲۰۰۹ کال کې د سوریې حکومت اعلان وکړ چې د قطر د ګازو د پایپ لاین تر بار لاندې به لاړ نشي او دوی د دې کار مخالفت کوي، دا ځکه چې له یوې خوا سوریه د روسیې پخوانۍ ملګرې ده، بل لور ته سوریه غواړي د روسانو په موافقه د ایران او عراق په مرسته د اسلامي ګاز پایپ لین په ګډه سره وغځوي.
د سوریې ولسمشر بشرالاسد وویل: اسلامي پایپ لین یوازې د سوریې او ایران لپاره نه، بلکې د ټولې سیمې او د لویدیځې آسیا د راتلونکي لپاره مهم دی.
دا پایپ لاین د ایران ګاز د عراق او سوریې له لارې مدیترانې ته رسوي او موخه یې د اروپا جنوب او جنوب لویدیځ ته د ګازو رسول دي.
د سوریې او ایران ترڅنګ د اسلامي پایپ لاین پروژې د عراقیانو لپاره هم ښه عاید درلود، له همدې امله ایران، عراق او سوریې د دې پایپ لین په اړه ټینګار درلودل.
اوس ستونزه دوه برابره شوې وه: له یوه پلوه له سوریې څخه د قطر د ګازو لېږد ممکن نه و او بل خوا ایرانیانو هم غوښتل د اروپا بازار ته خپلې پښې پرانیزي.
همدلته وو چې د امریکا له لوري تصمیم ونیول شو چې باید د سوریې حکومت ته تغیر ورکړل شي او په دې سره د قطر د ګازو د انتقال ستونزه حل شي، د امریکا ولسمشر اوباما له بشارالاسد سره اړیکه ونیوه او له هغه څخه یې وغوښتل، چې له قدرت څخه لري شي.

د سوریې د حکومت د مخالفینو او داعش تجهیز:
د سوریې په اړه د وېکېلکس آسناد افشا کوي چې د ولسمشر اوباما له اخطار وروسته چې اسد ته یې ورکړ، په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د اسرائیلو، عربستان او امریکا اطلاعاتي سازمانونو د سوریې د حکومت د مخالفینو په تجهیز لاس پورې کړ او دا په سوریه کې د اعتراضونو له پېل څخه دوه کاله مخکې وه.
وېکېلکس یو بل سند هم افشا کړ چې پکې راغلي ول؛ د 2014 په پیل کې، د میرمن کلنټن لخوا د هغې د کمپاین مدیر ته یو بریښنالیک واستول شو چې په ياد بریښنالیک کې لیکل شوي ول، داعش د عربستان او قطر لخوا تمویل کېږي، د دې ترڅنګ داسې شواهد هم شته چې دا ډله د کلینټن د بنسټ له لوري هم تمویل کېده.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال اوباما او کلنټن د داعش د را منځته کوونکو په توګه تورن کړل، هغه وویل: اوباما د داعش بنسټ ایښودونکی دی او زه وایم چې په دې تأسیس کې د هغه ملګری هیلري کلینټن وه.
د قطر پخواني لومړي وزیر حمد بن جاسم هم د یو امریکایي خبریال د دې پوښتني په ځواب کې چې قطر څومره پیسې په سوریه کې پر اسلامي ډلو لګولي دي وايي: ستاسو د هېواد (امریکا) په ګډون ټولو په سوریه کې تېروتنه وکړه، کله چې په سوريه کې جګړه او يا هم انقلاب را منځته شو، موږ ټولو د دوو خونو له لارې عمليات پيل کړل، یوه خونه په ترکیه او بله په اُردن کې وه، د فارس خلیج د همکارۍ شورا ځینیو هېوادونو لکه سعودی، امارات، قطر، امریکا او نورو متحدینو د سوریې د حکومت د مخالفینو ملاتړ کاو او د وخت په تېریدو سره ترکیې هم همدې کار ته لاس اوږد کړ.
دا هم باید په یاد ولرو، چې د قطر د ګازو د پایپ لاین د انتقال په پلان کې ترکانو او سعوديانو ته د ترانیزیت له لارې ونډه په نظر کې نیول شوې وه.
د سوریې د غمېزې داستان که هر څومره وپلټل شي، نو د دې غمیزې پل به د قطر او ایران د ګازو تر پایپ لاین پورې ورسېږي، چې تر شا یې پټ پلانونه د امریکا له لوري طراحي کېدل او دا غمیزه سړی دې ټکې ته هم متوجه کوي چې بشر د خپلو مادي ګټو په مقابل کې د خپلو هم ډوله پر وړاندې پرته له دې چې د دوی وینه، حیثیت، دین او مذهب په نظر کې ونیسي، څومره له وحشت او دهشت څخه ډک چلند کوي او خپلو مادي ګټو ته درسېدو په خاطر دیني مقدسات او ایدیولوژي استخداموي او ترې ګټه اخلي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version