زمونږ اختر او د دښمنانو د غم ټغر

#image_title

ماهر بلال

 

کلونه وړاندې چې به هر کله اختر راغی او افغانانو به د اختر خوښیو لپاره تیاری نیوه، نو د وخت اسلام دښمنه عناصرو کوشش به دا وو، چې د مسلمانانو خوښۍ په غم بدلې کړي، امریکایي کفارو او غلامانو به خامخا د اختر په خوښیو کې په افغانانو یو نه یو ډول وحشتونه کول؛ زما یاد دي زمونږ د کلي یو ساده د مدرسې طالب العلم و، د کمکي اختر په اوله ورځ امریکایي غلامانو ظالمو اربکو او وحشي اردو په ډیر وحشت سره په شهادت ورساوه، د اختر خوښۍ یې په کورنۍ د غم په سهار واړوله.

له دې هم زیات واقعیتونه شته چې دلته لیکل به یې وخت ونیسي، خو لله الحمد دا دی ددې اختر سره څه کم درې کاله پوره کیږي، چې افغانانو له تېرو بدبختیو خلاصون موندلی، له وحشي چاپو، ړندو بمباریو، د داعشي خوارجو په شمول د بدرنګه وحشي غلامانو له دهشت څخه خلاص شوي او هره ورځ یې اختر شوی، ځکه افغانان ۴۵ کاله د امنیت په ارمان وو، نن امنیت د اسلامي امارت په برکت راغلی او د افغانانو هرو ساده ورځو ته یې د اختر رنګینۍ ورکړي.

 

زما او د نورو افغانانو د اختر خوښۍ خو هله دوه چنده شوې، چې کله مو د اسلامي امارت د زړورو مجاهدینو له لوري د داعشي خوارجو د وژل کېدو خبر واورېد.(داعشي خوارج هغه جهنمي سپي دي، چې د مؤمنانو هیڅ رنګ خوشحالۍ نشي زغملی، ځکه خو یې په دې اختر کې هم هڅه کوله چې د مؤمنانو اختریزې خوشحالۍ کم رنګه کړي، خو خبر نه وو چې اسلامي امارت به د الله تعالی د ځانګړي رحمت په برکت د خپلو هیوادوالو د اختر خوښۍ دوه چنده او د کفر غلامانو/زمونږ په دښمنانو به اختر د غم ټغر وګرځوي) په دې عملیاتو کې دوه تنه غلام صفته خوارج د اسلامي امارت د استخباراتي ځواکونو په لاس هغه وخت ووژل شول، چې غوښتل یې د افغانانو د خوښیو اختر د غم اختر کړي او کم رنګه یې کړي، خو مخکې له دې چې دا حشرې خپل مرام ته ورسي، اسلامي امارت یې څټونه ورتاؤ کړل او مخونه یې ورته د جهنم په خوا واړول؛ په لاسو مو برکت ویاړلو ځوانانو!

 

د اختر ورځې شپې تردې مهاله په خوښیو کې د تیریدو راز بل څه ندی، یواځینی چې زه یې وینم هغه د اسلامي احکاماتو جریان او د عدل کول دي، ځکه چې ځمکه هغه وخت امن کیږي کله چې عدل او د اسلامي احکامو پلي کیدل جریان پیدا کړي. الحمدلله د اسلامي امارت له حاکمیت راوروسته اسلامي نظام په ټوله معنی د تطبیق وړ ګرځیدلی او د شریعت هر اصل په نظر کې نیول شوی چې په برکت یې بغاة او خوارج نیست و نابود شوي او د امن وزرې خپرې شوي.

همدا شان د اسلامي امارت لوړرتبه مسؤلینو له لوري په اختریزو پیغامونو کې هم دوست او دښمن ته په یو جادویي شکل پیغام ورکړل شوی وو، چې تاسې اسلام ضد او ستاسې د بادارانو شوم پلانونه نور دلته نشي پلي کیدای، همدې جادویي غږونو د دښمن زړه کې ډار پیدا کړ، چې بیا د ډیرو هڅو باوجود هم خپلو شوم پلانونو کې پاتې راغلل.

زه خپله د اختر لمانځلو لپاره د وطن درو ته رامخه شوم، که څه هم تیر اخترونه زما په خپل وطن وو خو داسې خوښۍ او د افغانانو بې غمۍ ما هیڅکله نه وې لیدلې، هر افغان سره به چې کیناستې اول به د ښکلي نعمت امن شکران وو بیا به نورې خبرې ځکه یو خوا دا اختر تر ډیره حده بلکې کاملا امن وو، دوهم د افغانانو اقتصاد له نورو کلونو ښه شوی وو، دریم د منظرو لپاره موسم ښه برابر وو؛ هماغه وو چې له جنوب څخه شمال ته او له شمال جنوب او مشرق ته خلک په منظرو ولاړل او له اختر یې خوندونه واخیستل.

الله عزوجل دې د نړۍ په ټولو مسلمانانو داسې بې غمه او بې دښمنه اخترونه روالي او رب العزت دې د اسلام دښمنانو د خوارجو په ګډون ټولو باندې د غم ورځې زیاتې کړي. الله آمین

هرماس الافغاني
Exit mobile version