روسیه کې د داعشیانو د برید پلان شنډ شوی

#image_title

د روسیې دولتي رسنیو پرون جمعه خبر ورکړی چې په مسکو کې د داعشیانو د یوه برید پلان شنډ شوی دی.

ټاس خبري اژانس د امنیتي ادارو له قوله لیکلي چې د منځنۍ اسیا د هیوادونو اتباعو، چې له داعشیانو سره یې تړاو درلود، غوښتل چې په مسکو کې دننه د کورنیو چارو وزارت اړوند یو دفتر په نښه کړي، خو کشف شول او په عملیاتو کې له منځه یووړل شول.

راپورونه وايي چې دې کسانو یو موټر اخیستی و، ګاز ډبې یې پکې ځای پرځای کړې وې او ترڅنګ یې د بم جوړولو کار هم روان کړی و.

روسي چارواکو د له منځه وړل شویو اتباعو دقیق هویت نه دی ښکاره کړی، خو په روسیه او نوره نړۍ کې له تاجکستاني ځوانانو د داعشیانو د استفادې مخکنیو قضیو ته په کتلو غالب ګومان دا دی چې دا کسان دې هم د تاجکستان اتباع وي.

هېره دې نه وي چې د روسیې او غربي نړۍ ترڅنګ، په افغانستان او د سیمې په نورو هیوادونو کې په ترسره کېدونکو بریدونو کې ښکېل زیاتره داعشیان تاجکستاني اتباع دي. سرچینې وايي چې په دې وروستیو کې تاجکستاني اتباع د ترکیې له لارې لومړی پاکستان ته راځي او هلته تر روزنې لیدو وروسته افغانستان او نورو ګاونډیو هیوادونو ته لېږل کیږي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version