روسیه: افغانستان کې د داعشیانو ملاتړ بهرنۍ استخباراتي ادارې کوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې د داعشي خوارجو ملاتړ بهرنۍ استخباراتي ادارې کوي.

دا څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د تیرې پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې کړې دي.

نوموړې ویلي چې داعشي خوارج افغانستان ناامنه کول غواړي، او د دې کار تر شا د بهرنیو قوتونو ملاتړ ورسره دی.

د روسیې دې ډيپلوماټې زیاته کړې چې د داعشي خوارجو غړو پخپله اعتراف کړی چې بهرنۍ استخباراتي کړۍ یې ملاتړ کوي او په لیکو کې یې بهرنیان شته.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم روسي چارواکو په وار وار ویلي و چې په افغانستان کې د داعشي خوارجو تر شا د بهرنیو استخباراتي کړیو لاس دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version