روسي پوځ: امریکا پخپلو اډو کې داعشیان روزي

 روسي پوځ مشر وايي امریکا د سوريې په شمال کې پخپلو اډو کې داعشیانو ته روزنه ورکوي.

جنرال والري ګراسیموف وايي، امریکا د سوريې په جنوب کې د التنف اډې په منځ کې داعشي وسله والو ته روزنه ورکوي او لیبیا ته يې لېږي.

دغه روسي پوځي چارواکي په داسې حال کې دا څرګندونې کړې، چې تر دې وړاندې د روسيې ځانګړې استازي په افغانستان کې امریکا د داعش په ملاتړ تورنه کړه.

ضمیر کابولوف وویل، د افغانستان په شمال کې داعشي وسله وال پر غربي وسلو سمبال د دوی د هېواد لپاره یو لوی ګواښ دی.

تر دې وړاندې وړمه ورځ د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د سوريې پر مسایلو تلیفون خبرې هم درلودلې دي.

افغانستان کې هم ګڼ سیاسیون او حکومتي چارواکي اعتراف کوي چې دلته داعشي وسله وال هم د امریکا او حکومت له ملاتړه برخمن بولي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version