رابرټ کينيډې: داعش د امریکا پروژه ده

د امریکا د ۲۰۲۴م ميلادي کال ولسمشریزو ټاکنو ته د ديموکراتانو نوماند رابرټ کينيډې په يوه تازه وينا کې ويلي دي، چې داعش د امریکا پروژه ده او د امریکا له لوري رامنځته شوې ده
کينيډې زياتوي چې امریکا د دي تر څنګ ۲ ميليونه کسان اروپا ته اړ کړل تر څو کډوال شي، چې په دې سره یې د يو بسته نسل ديموکراسې بي ثباته کړه، تر څو نوى مهاجر نسل ته په ديموکراسۍ کې روزنه ورکړي.
نوموړي په خپله وينا کې امریکا ته په اشاره وویل: «امریکا غواړي چې د نظامي ځواک له لارې نړۍ ته خپل قدرت وښيي، خو دا سياست د حالاتو سره په ټکر کې روان دى، موږ ۸ ټريليونه ډالر مصرف کړل تر څو د داعش پديده ورباندي پيدا کړو، جګړه رامنځ ته کړو، انسانان ووژنو، پلونه وران کړو، روغتونونه ونړوو او سړکونه خراب کړو بل پلو بيا چين زموږ سره په سيالۍ کې ۸ ټريليونه ډالر مصرف کړل تر څو پلونه، روغتونونه او سرړکونه جوړ کړي»
د ده په وینا له همدې امله چين اوس د امریکا ځاى نيولى دى او د ګڼ شمیر هيوادونو تجارتي شريک بلل کيږي، حتی تر دې چې برازیل هيواد اوس د ډالرو پر ځاى د چينايي (يووان) پولي واحد څخه کار اخلي
همدا رنګه به وینا یې سعودي عربستان هم د امریکا پر وړاندې خپل سياست ته تغیر ورکړى دى.
کينيډې وایي، دا ټول زموږ د امریکا د واکدارانو تيروتنې دي چې اوس يي ثمره وينو
هيره دي نه وي چي رابرټ کينيډې د امریکا د پخواني وژل شوي جمهور رئیس جان اف کينيډې وراره دى

ابو حمزه موحد

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version