د کرمان د برید تر شا د چا لاس دی؟ CIA ،ISIS او که موساد؟

فایز افغان

تېره ورځ له غرمې وروسته د ایران کرمان ښار د دوو سترو ویروونکو درنو چاودنو شاهد وو، چې له امله یې د لومړنیو راپورونو له مخې په دې جنایت کې ۹۵ تنه ووژل شول او ۲۸۴ تنه نور ټپیان شول.
پېښه هغه وخت را منځته شوه؛ چې یو زیات شمیر ولسي خلک د ایران اسلامي انقلاب د قدس ځواکونو قومندان قاسم سلیماني د څلورم تلین لمانځ غونډې مراسمو ته را ټول شوي وو.
د پېښې له را منځته کېدو څو ساعته وروسته د اسرائیلو د اطلاعاتو او ځانګړو عملیاتو سازمان (موساد) په یوه ټویټ کې ولیکل: د امریکا استخبارات په ایران کې د بریدونو تر شا د داعش لاس ګڼي، چې د راپورونو له مخې ۲۰۰ کسان پکې ووژل شول.
د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د دې پېښې اړوند په خپل تُند غبرګون کې وویل: (امریکا مجرمه ده او په ټولو هغو جنایتونو کې چې په فلسطین او غزه کې ترسره شوي دي، مستقیم رول لوبولی دی.
زه صهیونیسټ رژیم ته خبرداری ورکوم چې د دغه جنایت او د نورو جنایتونو بیه به تاسې داسې پرې کړئ چې له امله به یې سخت پیښمانه شئ.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتو میلر وویل: امریکا د ایران په چاودنو کې هیڅ رول نه درلود او هیڅ دلیل هم نه ویني، چې اسرائیل دې په دغو چاودنو کې لاس ولري. دا ډول تورونه غیر مسؤلانه دي او امریکا د چاودنو د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي.

د ایران او اسرائیلو روابطو ته لنډه کتنه:
د ایران او اسرائیلو ترمنځ اړیکو د تاریخ په مختلفو پړاوونو کې رنګ بدل کړی دی، له ۱۳۲۶ هجري لمریز کاله را نیولې بیا تر ۱۳۵۷ کال پورې چې په ایران کې د پهلوي د سلطنت دور و، د ایران او اسرائیلو ترمنځ اړیکې دوستانه وې خو په ایران کې له ۱۳۵۷ کال وروسته چې کله په دغه هېواد کې د ایران اسلامي انقلاب بري ته ورسېد، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې او آن تر دُښمنۍ تر کچې ورسېدې.

د ایران او اسرائیلو ترمنځ د کړکیچ د مختلفو عواملو ترڅنګ ځینې مهم عوامل دا دي: په ایران کې د اټومي پروګرام پراختیا، د حزب الله، اسلامي جهاد، حماس او د یمن انصار الله په څېر ډلو څخه د ایران ملاتړ او د اسرائیلو پر سفارت د برید په ګډون په ترهګریزو بریدونو کې د ایران د لاس لرلو تورونه دي، اخوا ته بیا ایران د مجاهدین خلق او جندالله په څېر ډلو ملاتړ او همدارنګه په ایران کې د پټو عملیاتو ګوته اسرائیلو ته نیسي.
ایران د امریکا، اسرائیلو او داعش په څېر د بهرنیو دُښمنانو ترڅنګ یو شمېر کورني دُښمنان هم لري، لکه مجاهدین خلق، جندالله، د اهواز بیلتون غوښتونکی غورځنګ، د بلوڅانو او کردانو مختلفې ډلې چې دا هر یو یې د بهرنیو ډونرانو له مرستې پرته متحرک بالاراده نه دي او د ایران بهرني دُښمنان هم له دوی څخه د ایران پر ضد ابزاري ګټه اخلي.
که څه هم د ایران ولسمشر ښاغلي رئیسي په ډاګه امریکا او اسرائیلو ته ګوت څنډنه وکړه او دوی یې په دې جنایت کې ښکېل بللي دي، خو لا زیات تحقیقات به ثابته کړي، چې دا جنایت د ایران د کورنیو دُښمنانو لخوا او که د بهرنیو دُښمنانو له لوري تر سره شوی دی.
خو زما شپږم حس هم دا وایي: چي سي آی اې، موساد او داعش د یوې پروژې لوبغاړي دي.
افغان حکومت د داعش پر خلاف سخته مبارزه وکړه او د دې مبارزې په پایله کې یې دا تکفیري ډله په افغانستان کې انقراض ته نږدې کړي ده، همدا راز ترکیه کې هم د داعش پر خلاف عملیات روان دي، ورځ تر بلې پر دوی ساحه تنګیږي، ممکن دوی وغواړي چې دا ځل ایران د خپل مرکز په توګه غوره کړي، که څه هم افغان دولت د سیمې له هېوادونو سره چې ایران هم پکې شامل دی، د داعش اړوند معلومات شریک کړي. که چیرته د ایران په ګډون د سیمې هېوادونه د افغان دولت معلومات بابیزه وګڼي او د خپلې توجه له محراق څخه یې وباسي نو کیدای شي د کرمان په څېر د سترو-سترو بشري ضد جنایاتو شاهدان و اوسي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version