د کاﺫِب خلافت غير مسلم قوماندانان

اویس احمد

لومړۍ برخه:

دا به مو نو هېڅکله هم نه وي اوريدلي، چې د داعش قوماندانان دې غير مسلم وي.

خو تاسې به يې نن وګورئ او درته معلومه به شي، چې د کاﺫب خلافت ځیني قوماندانان حتی چې هېڅ مسلمانان نه وو.

بوسنیيايي اصله امريکايي تبعه (رامو پزارا) چې په داعش کې په ستر قوماندان عبدالله رامو پزارا باندې يې شهرت درلود، غیر مسلم وو. نوموړی د بوسنيا د عيسوي مذهب پيروان دی، او په بوسنيا کې يې د مسلمانانو پر خلاف سخت جنګي جنايات ترسره کړي، دا چې هغه په بوسنيا کې نور څه کړي، امريکا ته کله، ولې او څنګه ولاړ؟ نو له دې قیصې به مخکې لاړ شو او وبه ګورو چې له امريکا څخه سوريې ته څنګه راغی او بيا څنګه قوماندان شو؟

 

Pazara had fighting skills in Bosnia, but he was in prison in the United States on charges of theft and did not get citizenship.

The FBI took Pazarra into confidence and encouraged him to fight in Iraq and Syria in exchange for citizenship.

Shortly after becoming a US citizen. in May 2013, Pazara went to fight in Syria. He adopted a new name as part of the process of presenting himself as a Muslim, and officially became Abdullah Ramu Pazarah. And eleven days later, he traveled to Syria via Croatia, Bosnia and Istanbul

پزاره په بوسنيا کې د جنګ مهارتونه درلودل، خو په امريکا کې د غلا په تور په بندیخانه کې وو او لا يې تابعيت نه وو تر لاسه کړی، چې FBI په اعتماد کې واخېست او د تابعيت د اخیستلو په بدل کې يې هغه تشويق کړ، ترڅو د عراق او سوريې په جنګ کې برخه واخلي.

د ٢٠١٣ کال په مئ میاشت کې د امریکا د تابعیت تر لاسه کولو نه لږ وخت وروسته پزارا سوریې ته د جګړې لپاره لاړ. هغه ځان ته د مسلمان ښودلو پخاطر یو نوی نوم غوره کړ، او په رسمي توګه عبدالله رامو پزاره شو.۱ یوولس ورځې وروسته یې د کروشیا، بوسنیا او استانبول له لارې سوریې ته سفر وکړ.

پزاره په پیل کې د جیش المهاجرین والانصار په نوم د جهادي تنظیم غړی و. په دې ډله کې په لویه کچه د قفقاز، منځنۍ اسیا او بالکان هیوادونو مسافر شامل وو، چې د دې ډلې د جنګي ځواک لویه برخه یې جوړه کړې وه، د هغه کوچني ګروپ ډېر عمليات وکړل او د مشهورو ګروپونو په لېست کې شامل شو او د باغيانو د توجه مرکز وګرځېد، بيا د داعش لپاره تشويق شو او خپله ډله يې په داعش کې مدغم کړه.

په سوریه کې پزارا د داعش لپاره د ټانګونو او د نظامي موټرو د کنډک قوماندان وټاکل شو، چې د شاوخوا 600 څخه تر 700 کسانو پورې د یوې قطعې مشري يې کوله.

امريکايې استحباراتي مقاماتو د پزاره مرستيال (هودزیک) ته پیسې لیږلې، ترڅو په سوريه کې د خپلو ملګرو لپاره نظامي تجهیزات او اکمالات، د متحده ایالاتو نظامي یونیفورمونه، جنګي بوټان، پوځي اضافي توکي، تاکتیکي وسایل، جامې، د وسلو لوازم او د ټوپک سکوپونه واخلي. هغه ښه مضبوط شو، پريمانه مسلمانان يې شهيدان کړل او له بې شمېرو يې سرونه غوڅ کړل.

د 2014 په مئ کې، پزارا په خپل فیسبوک پاڼه د وژل شویو کرد جنګياليو عکسونه پورته کړل، چې د پزارا د کنډک په جګړه کې وژل شوي وو .

پزارا آنلاین اعلان وکړ چې د PKK د کردستان د کارګرانو ګوند غړي کافران دي، دا کافران د اسلامي دولت پر ضد د وروستي پوځي اقدام په ترڅ کې ووژل شول. دا څومره عجيبه ده چې يو کافر مسلمانان وژني او دليل دا وايي، چې دا کسان کافر وو؟!

نوموړی د ترکیې او سوریې پر پوله د روجاوا په سیمه کې د کردانو ډلې له سخت مقاومت سره مخ شو، د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په ۲۲مه پزاره د ۳۸ کلونو په عمر د کوباني په جګړه کې ووژل شو.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version