د ډيموکراسۍ او اسلام، فکري او عقيدوي تقابل!

یوسف بدري

ډيموکراسي د معاصرې نړۍ له هغو مفاهيمو څخه ده، چې تر ټولو ډېره تبليغ شوې، ستايل شوې او د بشر د نجات په نامه نړيوالو ته وړاندې شوې. دا داسې یو نظام دی، چې د “خلکو د واک” شعار يې پورته کړی، خو تر شا يې د کفر، استکبار، استثمار او د الهي نظام سره د ښکاره دښمنۍ تورې ارادې پټې دي.

ډيموکراسي نه یوازې دا چې د الهي احکامو څخه سرچینه نه لري، بلکې بشپړ بشري تولید دی، چې د بشري عقل د غلطو تجربو له تسلسل څخه راولاړ شوی، په دې نظام کې د حق او باطل معیار د الله حکم نه، بلکې د اکثریت رأیه ده، که اکثريت شرک ته رأیه ورکړي، نو هغه د قانون شکل اخلي؛ که فحشاء ته رأیه ورکړي نو د ازادۍ تر نامه لاندې قانوني کېږي، دا هغه خطرناک اصل دی، چې د الهي توحید، عدل او شریعت سره ښکاره ټکر لري.

د ډیموکراسۍ نظام تل د بشري ازادۍ شعار ورکوي، خو د همدې شعار تر سیوري لاندې یې تر ټولو زیات ظلم، یرغلونه او استثمار ترسره کړی/کوي یې. نن د همدې نظام تر نامه لاندې مسلمان ملتونه تر بمبار، یرغل، اقتصادي بندیزونو، سیاسي فشارونو او استخباراتي توطیو لاندې ژوند کوي، هغه ملتونه چې غواړي خپل دیني، شرعي او خپلواک نظام ولري، د همدې ډیموکراسۍ تر نامه لاندې تر برید لاندې نیول کېږي.

خو اسلام بیا، برعکس، یو الهي نظام دی چې د الله تعالی د وحي پر بنسټ ولاړ دی. د واک اختیار یوازې الله تعالی ته وکړل سوی، نه انسان ته. شریعت د انسان د ژوند هر اړخ ته لارښوونه لري او د بشر د فطرت مطابق، د فساد، ظلم او ضلالت پر وړاندې یو الهی سپر دی. اسلام د عدل، قسط، مسئولیت، تقوی او مشورې پر بنسټ اداره جوړوي، نه د اکثریت په رایو باطل ته قانوني بڼه ورکوي.

مسلمانان باید هوښیار و اوسي، چې د ډيموکراسۍ غوړ شعارونه مو خطا نه کړي، دا یو فکري جال دی، چې د اسلامي ارزښتونو د ختمولو لپاره جوړ شوی. دا نظام نه د بشر ستونزې حل کړې، نه یې عدالت راووست، نه یې استعمار ختم کړ او نه یې د کمزورو لاسنیوی وکړ، بلکې د مستکبرینو لپاره د یو رسمي سیسټم په توګه کار کوي، چې پرې د نړۍ سرنوشت کنټرول کړي.

اوس هم وخت سته، چې مسلمانان خپل اصل ته راوګرځي، د الهي شریعت پر بنسټ سیاسي، اجتماعي او اقتصادي نظامونه جوړ کړي. دا زموږ مسؤلیت دی، چې د ډيموکراسۍ خیرن او مجرم نقاب لیرې کړو، ولس ته یې واقعي څېره ښکاره کړو، او اسلامي نظام ته دعوت ورکړو، ځکه یوازې همدا اسلامي نظام دی چې د انسان فطرت، عزت او فلاح تضمینولی سي.

Exit mobile version