د پاکستان پوځي رژیم نه باید خپلې کورنۍ ستونزې په نورو وتپي!

سلمان سلیم

په سیمه‌ییزه کړکېچنه سیاسي فضا کې، د پاکستاني رژیم د پرله‌پسې ادعاوو چې د بلوچستان مبارزه له افغانستانه رهبري کېږي، نه یوازې بې‌بنسټه ده، بلکې د ژورو واقعیتونو پرده هم له ځانه سره لري. یو کورنی کړکېچ چې د مرکزي پاکستاني رژیم له پالیسیو سره تړاو لري. دغه تورونه، چې ډېری وختونه په پاکستاني رسنیو کې خپرېږي، د حقایقو پر اساس تحلیل نه کوي او یوازې د بل د ملامتۍ لپاره پلمې وړاندې کوي.

د ادعاوو برعکس، د بلوچ غورځنګونو مشرتابه او مرکزي هسته په خپله بلوچستان کې مېشت دي. دوی له خپلو خلکو راپورته شوي او لاریونونه یې د سیمې د روانو شرایطو مستقیم غبرګون دی. د افغانستان د نوم بیا بیا یادول، د بهرني لاسوهنې نښه نه ده، د یوې داسې مسلې د بهرني کولو هیله په ګوته کوي چې په بشپړ ډول داخلي طبیعت لري. دا سیاسي او تبلیغاتي کارول پرته له دې چې په ګاونډي فشار راوړي او د تاوتریخوالي له اصلي لاملونو څخه د خلکو پام واړوي بل هدف نه لري.

د دې اوږدې شخړې محرک عوامل باید د پاکستاني رژیم په داخلي پالیسیو کې وپلټل شي. د بلوڅانو د مشروع غوښتنو له پامه غورځول، سیستماتیک تبعیض، له سیاسي مشارکته محرومیت او د طبیعي سرچینو غیر عادلانه ویش د ژورې نارضایتۍ بنسټ رامنځته کړی دی. د بشري حقونو د سازمانونو لخوا مستند راپورونه په بلوچستان کې “جبري ورکېدل” او پراخ نظامي عملیات په ګوته کوي؛ هغه اقدامات چې د تاوتریخوالي کمولو پرځای یې د خلکو د غوسې اور ته تېل اچول دي.

افغانستان په پرله‌پسې ډول د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د مداخلې نه شتون اصل ته ټینګار کړی دی. د بلوچ مشرتابه د افغانستان په خاوره کې د شتون ادعا هېڅ معتبر او خپلواک شواهد نه لري او د افغان حکومت د څرګنده اعلامیو سره په ټکر کې ده. لکه څنګه چې د بلوچستان په زړه کې د بلوچ آزادۍ پوځ مشر د وروستیو بریدونو وروسته په خپله سیمه کې وو، د افغانستان په خاوره کې د پټ ځای انګېرنه له خاورو سره خاورې کړه. د بلوچستان کړکېچ د امنیتي ناکامۍ یا بهرنۍ توطئې محصول نه دی، بلکې د څو لسیزو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ناکامیو نتیجه ده.

د دې شخړې حقیقي حل په ګاونډي تور لګولو کې نه دی، بلکې په زړورتیا سره په خپل ځان کې موندل کېږي. پاکستاني رژیم باید د عدالت، په واک کې د شریکوالي او د سرچینو او پرمختګ په عادلانه وېش کې د بلوچانو تاریخي غوښتنې ومني. روان مقاومت باید د تیرو سیاستونو د بیاکتنې او د پراخې خبرې پیل لپاره د خبرداري زنګ وګرځول شي.

سیمه‌ییز او نړیوال عامه افکار باید پوه شي چې تر څو د دې نارضایتۍ ریښې حل نشي، د نورو ملامتول به یوازې جګړه اوږده او د ملکي خلکو کړاو زیات کړي. د بلوچستان کړکېچ یو داخلي معادله ده، چې حل یې په کورني اقداماتو، د اصلاحاتو لپاره سیاسي زړورتیا او د خلکو د ځان ټاکنې حق منلو کې دی. د انکار او ځپلو پالیسي او د «نورو ملامتولو» لوبې په دوام، یوازې کړکېچ نور هم زیاتوي. وخت رارسېدلی چې پاکستاني رژیم په کور دننه د بلوچانو غږ واوري، پرځای د پولې هاخوا مجرمین ولټوي.

Exit mobile version