د پاکستان د پوځ په جوړښت او وده کې د برتانیې ونډه او اغېز:
د هند تر وېش مخکې د برتانیې پوځي مشرتابه عموماً ځايي عسکرو ته لوړو پوځي رتبو ته د رسېدو بشپړ فرصت نه ورکاوه، له همدې امله د پاکستان پوځ په لومړیو کلونو کې د افسرانو له سخت کمښت سره مخ شو. د شاوخوا یو نیم لک عسکرو د قوماندې لپاره یوازې نږدې دوه نیم زره افسران موجود وو، حال دا چې اړتیا تر څلورو زرو افسرانو پورې رسېده. دا تشه د برتانیې، هنګري او پولنډ له افسرانو ډکه شوه، چې ځینې یې تر ۱۹۵۰مې لسیزې پورې هم په خپلو دندو پاتې شول. بلخوا، د پاکستان د ځمکنۍ پوځ عالي مشرۍ هم د لومړیو پنځو کلونو لپاره د برتانوي افسرانو په لاس کې وه.
د پاکستان د پوځ لومړی مشر جنرال فرانک میسروي (Frank Messervy) و، چې د ۱۹۴۷م د اګست څخه تر ۱۹۴۸م د فبرورۍ پورې په دې دنده پاتې شو. له هغه وروسته دوهم مشر جنرال ډګلس ډیوډ ګریسي (Douglas David Gracey) و، چې د ۱۹۴۸م له فبرورۍ څخه تر ۱۹۵۱م د جنورۍ پورې د پوځ مشري وکړه. (پاکستان آرمي، تاریخ و تنظیم، از سټیفن پی کوهن، ص ۳)
په همدې ډول د پاکستان د پوځ ډېر مهم ځانګړي برخې، لکه ایس ایس جي (SSG) یا کمانډو ځواکونه، په ۱۹۵۰م کال کې د کویټې په “Close Quarter Battle School” کې د برتانوي افسر کرنل ګرانټ ټیلر له خوا پیل شوې. همدارنګه د عسکرو د روزنې لپاره هغه پوځي اداره چې د انګریزي دورې له “Royal Indian Army Service Corps School, Kakul” څخه پاتې وه، دوام یې وکړ، یوازې نوم یې بدل شو او “پاکستان ملټري اکاډمي کاکول” وبلل شوه.
د لوړپوړو افسرانو روزنه هم د برتانوي نظامي تعلیمي ادارې “کیمبرلي” په طرز جوړ شوي “سټاف کالج کویټه” کې روانه وه. دا کالج د هند له وېش مخکې د لارډ کیچنر له خوا جوړ شوی و او له وېش وروسته تر ۱۹۵۴م پورې یې مشرۍ هم د برتانوي افسرانو په لاس کې وه. همدارنګه د توپخانې د روزنې لپاره په نوښار کې جوړ شوی “آرټیلري سکول” کې د استادانو روزنه تر ۱۹۵۲م پورې په برتانیه کې ترسره کېده، او له هغه وروسته هغوی د روزنې لپاره د امریکا پوځي مرکزونو (Fort Sill, Oklahoma) ته تلو. (پاکستان آرمي، تاریخ و تنظیم، از سټیفن پی کوهن، ص ۷۷–۸۸)
دلته دا خبره هم د پام وړ ده چې د لومړیو دوو برتانوي پوځي مشرانو له تګ وروسته چې چا د پاکستان د پوځ مشري په لاس کې واخیسته، هغوی هم له هماغې طبقې او نسل سره تړاو درلود، کوم چې په مستقیم ډول د انګریز افسرانو له خوا په هماغو پوځي اکاډمیو کې روزل شوي وو، او د بېلابېلو جګړو پر مهال یې د انګریزانو سره د وفادارۍ عملي ثبوت هم وړاندې کړی و. له همدې امله، د جنرال ګریسي وروسته د پوځ مشري لومړی پاکستانی جرنیل فیلډ مارشال ایوب خان و، چې له عليګړ څخه یې زده کړې کړې وې، د پوځي زده کړو او روزنې لپاره د برتانیې په مشهور نظامي اکاډمۍ “رائل ملټري کالج سینډ هرسټ” (Royal Military College Sandhurst) کې داخل شو.
په سینډ هرسټ پوځي اکاډمۍ کې د یو هندي لپاره داخله اخیستل هیڅ اسانه کار نه و. سټیفن کوهن هم همدې ټکي ته اشاره کوي او لیکي: “انګریزانو به هغه کسان چې سینډ هرسټ ته به یې لېږل، په ډېر احتیاط سره ټاکل. هغوی به تر ټولو وفادار، معزز او له لوېدیځ کلتور څخه تر ټولو زیات اغېزمن شوي هندي کورنۍ غوره کولې. بیا به یې له همدې کورنیو څخه، په ځانګړي ډول د مسلمانانو له منځه، د هغو وایسرای کمیشنډ افسرانو (VCOs) زامن غوره کول، چې په خپلو دندو کې یې ښه او ځلانده خدمات کړي وې.” (پاکستان آرمي، تاریخ و تنظیم، سټیفن پي کوهن، ص ۵۷)
د شاهي هندي پوځ کې له شاملېدو وروسته ایوب خان د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال هم خپلې وړتیاوې وښودلې او د برما (میانمار) په سیمه کې یې دنده ترسره کوله. د ایوب خان وروسته جنرال موسیٰ خان د پوځ مشري په لاس کې واخیسته. د موسیٰ پلار افغان و، چې د پرمختګ په لړ کې د لوړ رتبه VCO درجې ته ورسېد. د پلار د وفادارۍ او خدمتونو په بدل کې موسیٰ ته هم د برتانیې په مشهور پوځي مرکز “رائل ملټري کالج سینډ هرسټ” کې د شاملېدو لپاره غوره کړل شو، خو وروسته د ځینو ستونزو له امله هلته نه شو تللی او پر ځای یې د شمالي هند په یو بل برتانوي پوځي ادارې “انډین ملټري اکاډمي دهره دون” کې نظامي روزنه ترلاسه کړه.
په ۱۹۳۶م کال کې موسیٰ د کپتان په توګه په وزیرستان کې د مجاهدینو پر ضد په پوځي عملیاتو کې برخه واخیسته.
نن هم د شمالي وزیرستان د ‘بویا’ په غرنیو سیمو کې د یوې پوځي پوستې ترڅنګ د موسیٰ خان نوم په روښانه لیکدود کې لیکل شوی لیدل کېږي. د موسیٰ له دورې وروسته، له ۱۹۶۶م څخه تر ۱۹۷۱م پورې، جنرال یحییٰ خان د پوځ مشري په لاس کې واخیسته. هغه هم د هند له مشهور پوځي مرکز “انډین ملټري اکاډمي دهره دون” څخه روزنه ترلاسه کړې وه او د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال یې په ایټالیا او منځني ختیځ کې دنده ترسره کړې وه.
وروسته جنرال ضیاء الحق، چې له ۱۹۷۶م څخه تر ۱۹۸۸م پورې د هېواد په سیاسي او نظامي چارو واکمن و، هم په مستقیم ډول د برتانوي افسرانو له روزنې څخه برخمن و. ضیاء الحق خپله لومړنۍ پوځي روزنه له دهره دون څخه ترلاسه کړه او د دوهمې نړیوالې جګړې په وروستیو کې یې د جنوب ختیځې اسیا په سیمه کې د برتانوي قوماندې تر چتر لاندې خپلې وړتیاوې وښودلې.
وروسته یې د لوړې پوځي روزنې لپاره د امریکا “کمانډ اینډ جنرل سټاف کالج، فورټ لیوین وورث، کنساس” ته مخه کړه. د ۱۹۶۰مې لسیزې په وروستیو کې ضیاء الحق د اردني پوځ د روزنې مسؤلیت هم پر غاړه واخیست. په ۱۹۷۰م کال کې، کله چې اردني پوځ په اردن کې د پناه اخیستلو فلسطیني کډوالو پر ضد پوځي عملیات پیل کړل، همدغه ضیاء الحق و چې د برګېډیر په توګه یې د اردن د دوهمې پوځي فرقې مشري په لاس کې لرله.
د فلسطیني سرچینو له مخې، د دې عملیاتو په ترڅ کې زرګونه بېګناه فلسطیني مسلمانان شهیدان شول. د برتانوي پوځي اکاډمیو له روزل شوې دې لړۍ وروستی لوړپوړی افسر جنرال آصف نواز جنجوعه و. جنرال آصف نواز له ۱۹۹۱م څخه تر ۱۹۹۳م پورې د پاکستان د ځمکنۍ پوځ مشري ترسره کړه. هغه خپلې لومړنۍ زده کړې په راولپنډۍ کې له “سینټ مېرې مشنري ښوونځي” څخه ترلاسه کړې وې، او په یوه موقع یې خپله هم ویلي وو چې د هغه په روزنه کې تر ټولو مهم رول د ښوونځي دوو اروپایي استادانو، پادري برنز او میډم مې فلینګن ادا کړی و.
آصف نواز خپلې لومړنۍ پوځي روزنه هم د برتانیې په سینډ هرسټ پوځي اکاډمۍ کې ترلاسه کړې وه. په دې توګه، له پنځو کلونو برتانوي افسرانو تر مستقیمې مشرتابه لاندې وروسته، نږدې ۴۲ کاله دا پوځ د هغو افسرانو په لاس کې پاتې شو چې د برتانیې له خوا ټاکل شوي او د هغوی له نظامي نظام څخه روزل شوي وو. نو هغه پوځي طبقه چې برېتانیا د هند مسلمانان پرې له یوې پېړۍ څخه زیات غلام ساتلي وو، او د همدې ځواک پر مټ په هند کې راټوکېدونکې هر جهادي تحرک ماتول کېدل، د “آزادۍ” وروسته هم هماغه بدبخته طبقه آزاده شوه، حال دا چې نور ټول مسلمانان، په ځانګړي ډول علماء او مجاهدین، د دغو خاینانو تر غلامۍ لاندې پاتې کېدو ته مجبور شول.
د مجاهدینو تحریک هغه سرښندونکي هم د پاکستان له جوړېدو وروسته “دښمنان” بلل کېدل او همدې پوځ د هغوی تعقیب هماغسې جاري وساته لکه څنګه چې د پاکستان له جوړېدو وړاندې یې کاوه. له یوې خوا په قبایلي سیمو کې د ایپي فقیر رحمه الله او نورو جهادي مشرانو تعقیب روان و او د هغوی پر غونډو بمبارۍ کېدې، او له بلې خوا د پاکستان په ښاري سیمو کې هم د دې تحریک پورې تړلو کسانو تعقیب او ځورونه دوام درلود.
ډاکټر صادق حسین د همدې ټکي د وضاحت په ترڅ کې لیکي: “هغه مجاهدین چې بېرته پاکستان ته راستانه شول، یا یې د تنګسیا ژوند تېر کړ، د جهاد د جذبې کیسې یې په خپلو زړونو کې پټې وساتلې او په همدې حال کې له دې فاني نړۍ څخه وکوچېدل؛ یا هم د پاکستان د حکومت د پولیسو تر څار لاندې یې د ژوند ورځې تېرولې. داسې ښکاري چې لامل یې دا و، چې هغوی له انګرېزي حکومت سره په جګړه بوخت وو، نو ځکه اوس هم د دښمن په سترګه ورته کتل کېدل.” (سیداحمد شہید اور ان کی تحریک مجاہدین، مخ: ۷۶۹)
نو ځکه، د پاکستان له جوړېدو وروسته هم د پوځ د روزنې نصاب بدل نه شو؛ له همدې امله په پوځ کې د “دوست” او “دښمن” تعریف هم په بنسټیز ډول هماغه پاتې شو، کوم چې برېتانیا له پاکستان د جوړېدو وړاندې ور زده کړی و.
