د پاکستان ملت د خپل حکومت په لومو کې

مهالنۍ تبصره

 

د ربیع الاول میاشتې په دوولسمه، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مبارک میلاد په ورځ، په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې دوو خونړیو بریدونو تر ۶۰ زیات کسان شهیدان او لسګونه نور ټپیان کړل.

د دواړو چاودنو هدف دیني مرکزونه او مراسم وو. یو برید په مستونګ کې مسجد ته څېرمه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د میلاد په مناسبت پر جوړو شویو مراسمو باندې وشو او بله چاودنه د هنګو ښار په یوه جومات کې ترسره شوه.

المرصاد ته رسېدلي معلومات او د داسې مخکنیو پېښو تجزیه او تحلیل ښيي چې د دې جنایت تر شا د داعشي خوارجو لاس دی. داعشي خوارج د نوې پالیسۍ له مخې تر ډېره هغه بریدونه نه مني چې د دوی لخوا پر مذهبي مرکزونو او مراسمو ترسره کیږي، ځکه چې ځیني عناصر یې په دې اند دي چې دا کار (که څه هم د خوارجو منهج هېڅ ستونزه ورسره نه لري) د عوامو په منځ کې د داعشي تنظیم په تړاو منفي ذهنیت لا تقویه کوي.

په دې کې شک نشته چې دا جنایت د داعشي خوارجو په توسط ترسره شوی، خو دا خبره هم له پامه غورځول نه دي پکار چې د پاکستان رژیم هم دې پېښو ته په لار برابرولو کې له مسؤلیته نشي خلاصېدای. تراوسه پورې چې په پاکستان کې څومره جنایتونه ترسره شوي، پاکستاني حکومت په دې خپله اوږه سپکه کړې چې افغانستان ته د پړې ګوته ونیسي. د مستونګ او هنګو تر چاودنو وړاندې، په باجوړ کې د دیني عالمانو په یوه غونډه کې چاودنې درانه تلفات واړول، هلته هم پاکستان افغانستان ملامت کړ.

د باجوړ تر برید وروسته افغانستان ته د ملامتیا ګوته نیول یقیناً بې انصافي، له مسؤلیته تېښته او د اسلامي امارت په تړاو د پاکستاني ولس د ذهنیت خرابولو یوه ناکامه هڅه وه؛ ځکه چې پاکستاني رژیم د افغانستان د معلوماتو پر بنسټ پر دیني مراکزو او علماوو د داعشیانو د پلان یو عمده تطبیقوونکی تر برید وړاندې نیولی و خو وروسته یې بېرته خوشی کړ او په دې تړاو یې د اسلامي امارت خبرداری نادیده و ناشنیده ونیو.

د مستونګ او هنګو بریدونه هم د داعشي خوارجو د همدې پلان برخه بللای شو چې اسلامي امارت یې ډېر وړاندې لا د بیګناه خلکو د ژوند ژغورلو په موخه له پاکستان سره په هکله معلومات شریک کړي وو.

دې وروستیو ناوړه پېښو وښوده چې داعشي خوارج هیڅ اسلامي او انساني ارزښت ته ژمن نه دي او له ځان پرته په نړۍ کې بل مسلمان نه ویني، هر هغه څوک د دوی هدف دی چې د دوی په فتنه‌ګر صف کې ولاړ نه وي.

د سیمې هیوادونه باید وپوهیږي چې د داعشي خوارجو پروژه د سیمې د ناامنۍ په هدف فعاله ده او په مخنیوي کې یې هر هیواد باید خپل رول ادا کړي. ځینې باید هغه اسلام ضد کړنې ودروي چې ځوانان یې د مخنیوي لپاره خوارجو ته پناه وړي، ځینې دې خپل سرحدونه کنټرول کړي او یو شمېر نور هیوادونه دې خپلو استخباراتي اهدافو ته د رسېدو لپاره له دې ناوړه پروژې مستقیم او غیرمستقیم ملاتړ ودروي. له مسؤلیته تېښته او د خپل بام واورې پر بل ورغورځول د حل لاره نه ده.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version