د منافقت جهبې د مشر حقیقت ــ له داعشه تر اسرائیلو

فایز افغان

 

د نفاق جبهې مشر احمد مسعود د افغانستان له اسلامي امارت سره په جګړه کې له اسرائیلو څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

احمد مسعود وايي: موږ د اسراییلو په ګډون د هر هغه چا مرستې ته اړتیا لرو چې زموږ ملاتړ کوي.

د مقاومت د جبهې مشر د سه شنبې په ورځ له اورشلم پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل چې دغه جبهه د طالبانو په خلاف د مقاومت د یوې مهمې ډلې په توګه له اسرائیلو سره د سیمه ایزې سولې په پلان کښې همکارۍ ته چمتو ده او همدا راز د طالبانو پر خلاف د یهودي دولت مرسته او ملاتړ مني.

د تاریخي شواهدو له مخې نه یوازې دا چې احمد شاه مسعود او د ده کورنۍ د افغانستان د مظلوم ملت لپاره د ملي هویت او ارزښتناکو خدمتونو کوم ثبوت نه دی لرلی، بلکې هره ورځ، میاشت او کال چې تېرېږي، د دوی د غیر ملي کړنو په اړه نوي اسناد او شواهد را بر سیره کیږي. له نیواکګر شوروي سره د جګړې په ډګر کې پروتوکولونه، د کورنۍ جګړې پر مهال کابل کې د بشریت پر ضد جنایتونه، له غربي اشغالګرانو سره د افغانستان د اشغال په برخه کې مرسته، د هیواد د تجزیې او ټوټه کولو شومي هڅې او د افغان کړیدلي ولس پر ضد د بشریت دښمن (اسرایلو ) ته د سوال لاس اوږدول د دې کورنۍ ملي ضد څېره بربنډوي.

آخوا ته داسې راپورونه هم شته چې د منافقت جبهې په افغانستان کې له داعش خوارجو سره تفاهم ته رسیدلي چې مصارف به موږ درکوو، خو بشری قوه به تاسو جوړوئ.

همدا رنګه د ابو حنظله ظریف جوانمرد په نوم د خراساني خوارجو د یو پلوي کس چې ځان دعوتګر بولي، یو تقریر به مو اوریدلی وي، چې په ډاګه د مقاومت جبهې په نوم د باغیانو په ملاتړ غږیږي او د اسلامي امارت پر وړاندې د دې جنګي ډلګۍ جګړه ستايي.

په تقریر کې جوانمرد پر باغي ډلې ”افرین“ او ”نوش جان“ وايي، خپل ”وروڼه“ یې بولي او وايي د دې باغیانو جنګ که څه هم د ”غیر الله او فرانسې لپاره“ دی، خو بیا هم په لمانځه کې دعاوې ورته کوم.

د تش په نامه مقاومتي جبهې د مشر له ملي ضد هڅو څخه نتیجه اخلو چې دی غواړي په هر قیمت وي، په افغانستان کې د سولې او ثبات مخه ونیسي، خو دې کم عقله رهبر او د ده ړوندو ملاتړو ته په زغرده وایو چي په افغانستان کې ستاسو بریا خوب دی، خیال دی او جنون.

عاقبت گرگ زاده گرگ شود

گرچه با آدمی بزرگ شود

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version