د مسکو د برید په اړه د غرب بېړنۍ ادعاوې

کله چې داعشیان په کوم هېواد کې برید پلان کړي، امریکایان یې ډېر ژر هغه هېواد ته په اړه معلومات ورکوي؛ خو دا معلومات عمومي معلومات وي او داسې معلومات نه وي چې د برید په خنثی کولو کې کومه ګټه ترې واخیستل شي. د مسکو د برید په اړه هم امریکایانو خپلو اتباعو ته خبرداری خپور کړی وو او روسیې ته یې هم په اړه عمومي معلومات ورکړي وو. مګر د برید سره سمدستي یې ادعا وکړه چې په افغانستان کې د داعشیانو یو ګروپ د داسې یو برید د تنظیم په هڅه کې وو. پوښتنه داده چې امریکایان دومره زیاته موده د مخه په داسې یو برید خبر وو، هماغه مهال یې دا معلومات له روسیې یا افغانستان سره ولې نه شریکول؟ بله دا چې د دې راز په څه کې دی چې امریکایان هر وخت د داعشیانو له بریدونو څخه خبر وي؟

د څېړونکو له نظره، د نړۍ ډېر استخباراتي سازمانونه په دې اند دي چې کله په افغانستان، عراق او نوره نړۍ کې جهادي ډلې له امریکا سره په سخت مقاومت بوختې وې او د ګلابي انقلابونو په ساحو کې هم نوو جهادي ډلو ظهور وکړ. غرب وارخطا شو او امریکایانو په دې جهادي ډلو د شا لخوا د ګوزار له تکتیک څخه کار واخیست او تکفیري فکر چې تل یې د اسلام د تاریخ په اوږدو کې په مسلمانانو د شا لخوا ګوزار کړی، په غیرمستقیمه توګه راپورته او د جهادي ډلو په خلاف یې وکاراوه. له همدې امله په اصطلاح اسلامي دولت یا (ISIS) را وړاندې او د زیاتو سیمو په ور پرېښودلو یې زمینه ورته برابره کړه چې ډراماتیکې سوبې ترلاسه کړي، ښارونه لاندې کړي او تر ۸۰ زره کیلومتره مربع پورې د تمکین ساحه خپله کړي او په دې سره یې زیات مطرح کړي.

په اصطلاح اسلامي دولت یا (ISIS) په واسطه یې د سوریې جهاد ناکام کړ. په لیبیا کې یې حفتر ته د برلاسی لاس ورکړ او په افریقا کې یې هم جهادي حرکتونه له سختو ستونزو او ننګونو سره مخ کړل. په افغانستان کې یې اسلامي امارت ته هم یو سرخوږی پیدا کړ. څرنګه چې داعشي پروژې په افغانستان کې د امریکا له خوښۍ سره سم نتیجه ورنکړه او امریکایان ونه توانېدل چې د اسلامي امارت د سوبو مخه ونیسي نو بالآخره مجبور شول چې افغانستان پرېږدي او ګوډاګی نظام یې ړنګ شو؛ اوس یې هڅه داده چې اسلامي امارت کمزوری وساتي او په منطقه کې یې له هغو هېوادونو سره چې له اسلامي امارت سره نسبتاً ښه تعامل لري، بې اعتمادي پیدا کړي او له ستونزو سره یې مخ کړي. همدا لامل وو چې د مسکو د برید په اړه یې ډېر ژر عجیبې او غریبې ادعاوې وکړې او ټولې غربي رسنۍ تر اوسه په همدې ادعاوو شخوند وهي. خو روسانو له هوښیارتیا څخه کار واخیست او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له بیانیې څخه څرګنده شوه چې روسان دې لومې ته متوجه دي او نه غواړي بیا ځل روسیه په سیمه کې ښکېل کړي.

د څېړونکو له انده اوس روسان په دې پوهېږي چې داعش خراسان څانګه په افغانستان کې ځپل شوې، مراکز یې ګاونډ ته انتقال شوي، د افرادي ځواک د تمویل او تولید نوی مرکز یې تاجکستان دی، مالي تمویل له اروپایي هېوادونو د کرېپټو کرېنسۍ په توسط ترسره کېږي، د بریدونو لپاره اهداف د غربي استخباراتي سازمانونو له لوري ورته په ګوته کېږي، لوژستیکي اکمالات یې په سیمه کې غرب پلوه استخباراتي شبکې ترسره کوي او غربي رسنۍ یې په غیرمستقیم ډول پړسوي او حمایه یې کوي. له دې څخه دا نتیجه اخلو چې نور به د داعش د پروژې شاته جهتونه هغه تمې چې له دې پروژې څخه یې درلودلې، په آسانه لاسته رانه وړي او سیمه ییزه ویښتیا به یې پر وړاندې کلک مقاومت وکړي.

 

هرماس الافغاني
Exit mobile version