د لویې یهودي امپراطورۍ جنګیالي

صلاح الدین (ثاني)
اوله برخه:

د سرور کاینات حضرت محمد مصطفی (صلی الله علیه وسلم) له ښکاره دعوت څخه وروسته د کفارو او مسلمانانو تر منځ مقابله روانه ده.
د مسلمانانو لپاره جهاد او د کفارو لپاره جګړه ده.
د مُسلمه اُمت د حکومتونو تر نسکورېدو وروسته مسلمانان د یوې ماتې شوې ښیښي په څېر شوي، چې بېرته جوړیدل یې د رب لایزال په وس پوره دي .
د پیړیو له تېرو شویو پېښو او د تاریخ پاڼو ته په کتو که فکر وشي، کفارو تل له چل او فریب څخه کار اخستی او د مُسلمه اُمت تر منځ یې د نفاق زړي کرلي دي.
د خپلو پیسو په زور یې مُسلمه اُمت کمزوری او حرصناکه مسلمانان یې خپل غلامان ګرځولي او د اسلام په ضد یې ترینه استفاده کړې ده.
اوس راځو اصلي موضوع ته:
( د لویې یهودي امپراطورۍ جنګیالي ) .
د لویې یهودي امپراطورۍ جنګیالي داعش دي، ځکه چې اسرائیل غواړي اُردن، لبنان، عراق، سوریه، فلسطین، د سعودی عربستان نیمه برخه او مصر، چې اوس هم د اسرائیلو دوهم کور شمېرل کیږي، سره یوړځای او یوه لویه یهودي امپراطورۍ رامنځته کړي، چې د دې خوب د رښتیا کولو لپاره یهودیانو شپه او ورځ یوه کړې او کم و ډېر ۱۰۰ کاله کیږي، چې دې ورځې ته په تمه دي، خو مشکل دا دی، چې د اسرائیلو شاو خوا اسلامي هېوادونه دي او په زړورتیا سره دا کار نشي کولی، نو د همدې لپاره یې د لويې یهودي امپراطورۍ لپاره داعش جنګیالي روزلي. ځکه چې داعش د اسرائیلو لپاره خُفیه جګړه په مخ وړي او هغه ځایونه په نښه کوي او جګړه کوي، چې اسرائیل ترینه خطر محسوسوي. او اسرائیل هم داعش ته په بدل کې وسلې او پیسې ورکوي.
څو ورځې د مخه په المرصاد کې یوه لیکنه نشر ته شوې وه، چې عنوان یې وو ( اسرائیل د داعش ملاتړ کوي ) زه له هغې لیکنې څخه یو څو مختصر ټکي د ثبوت په ډوا راخلم.
۱: د ټایم زاف مُجلې د نشر له مخې اسرائیل په سوریه کې داعشو ته وسلې د دي لپاره ورکوي، چې د بشارالاسد په وړاندې وجنګیږي او نسکور یې کړي، باید ووایم چې بشارالاسد هم طاغوت دی او د کُفر غلام دی او زموږ لپاره کوم ارزښت نه لري.

۲: اسرائیل په سوریه کې داعشو ته وسلې ورکوي، چې د درزو فرقه (قوم) څخه ساتنه وکړي، ځکه چې هغه قوم د اسماعیلي شعیه ګانو څخه جلا شوې ډله ده او له اسرائیلو سره کلکه رابطه لري.

۳: د اسرائیلو د دفاع وزیر یالون وویل: چې موږ د سوریې له یاغایانو سره یعني داعشو سره مرسته د دې لپاره کوله، چې د النصر له جبهي سره وجنګیږي او هغوی ته اجازه ورنکړي، چې د اسرائیلو پولې ته نږدې شي.

۴: په ۲۰۱۴ کې ټایمزآف مجلې راپور خپور کړ، چې د النصر جبهې د داعشو یو جګپوړی قومندان شریف الصفوري د سوریې او اسرائیل په پوله د قنطیره په سیمه کې ونیو او هغه په خپل تحقیقاتو کې اقرار وکړ،
چې اسرائیلو ورسره فوځي او طبي مرستې کړي دي.

۵: شریف الصفوري زیاتوي، چې د اسرائیلي افسرانو سره د لیدو کتو او مشورو لپاره پنځه ځله اسرائیلو ته تللی.

نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version