د قربانۍ اختر؛ د الهي تقوا، تسلیمۍ او ایثار مدرسه!

احسان

لوی اختر د اسلام له سترو او پرتمینو شعائرو څخه دی؛ چې پکې د بندګۍ، اخلاص، ایثار او د الهي فرمان پر وړاندې د تسلیمۍ روحیه په خورا ښکلي ډول راڅرګندېږي. دا مبارکه ورځ یوازې یو عبادي مناسبت یا ټولنیز دود نه دی، بلکې د توحید د تاریخ د یوې سترې ازموینې تلپاتې یادونه ده؛ هغه ازموینه چې پکې حضرت ابراهیم علیه‌السلام او د هغه ګران زوی حضرت اسماعیل علیه‌السلام د الله تعالی جل‌جلاله د حکم پر وړاندې د اطاعت او تسلیمۍ لوړه بېلګه وړاندې کړه. له همدې امله، قرباني په اسلام کې یوازې د یوه حیوان ذبح کول نه دي، بلکې د نفساني غوښتنو قرباني کول، له دنیوي تړاوونو څخه ځان خلاصول او الله تعالی جل‌جلاله ته د نږدېوالي وسیله هم ده.

الله سبحانه وتعالی په قرآن عظیم‌الشان کې قرباني د خپلو الهي شعائرو له ډلې شمېرلې او فرمایلي یې دي چې د الله تعالی جل‌جلاله د شعائرو درناوی د زړونو د تقوا نښه ده. دا تعبیر څرګندوي چې قرباني یو لوړ معنوي مقام لري او یوازې ظاهري عمل او تشریفات نه دي. په حقیقت کې، د قربانۍ ارزښت د انسان په پاک نیت، اخلاص او د عبودیت په روحیه پورې تړلی دی. اسلام غواړي مسلمان د قربانۍ د اختر په ورځ زده کړي؛ لکه څنګه چې د الله تعالی جل‌جلاله په لار کې حیوان قرباني کوي، همداسې باید غرور، ځان‌غوښتنه، حرص، بخل او ګناهونه هم قرباني کړي، څو یې روح پاک او خپل پالونکي ته نږدې شي.

د قربانۍ ریښه او اصلي فلسفه د حضرت ابراهیم علیه‌السلام هغې تاریخي او برخلیک ټاکونکې پېښې ته ورګرځي؛ هغه ستر پیغمبر چې خپل ټول عمر یې د توحید د دعوت او له شرک سره د مبارزې په لار کې تېر کړ او څو ځله د الهي امتحان په ډګر کې وازمایل شو. خو تر ټولو سخت او ستر امتحان یې هغه مهال و چې الله تعالی جل‌جلاله په خوب کې ورته امر وکړ څو خپل ګران زوی حضرت اسماعیل علیه‌السلام قرباني کړي.

ابراهیم علیه‌السلام کلونه د اولاد په تمه و او د عمر په وروستیو کې الله تعالی جل‌جلاله اسماعیل علیه‌السلام ورکړ. طبیعي خبره وه چې د دغه زوی مینه به د پلار په زړه کې ژوره وي، خو کله چې الهي فرمان صادر شو، ابراهیم علیه‌السلام د زوی د مینې او د الله تعالی جل‌جلاله د اطاعت ترمنځ، د الله تعالی جل‌جلاله اطاعت غوره کړ او ثابته یې کړه چې الهي مینه تر هرې بلې مینې لوړه ده.

د دې سترې پېښې تر ټولو ښکلی اړخ د حضرت اسماعیل علیه‌السلام د ایمان او تسلیمۍ روحیه ده. کله چې یې پلار موضوع ورسره شریکه کړه، اسماعیل علیه‌السلام نه یوازې مخالفت ونه کړ، بلکې په پوره ادب، ایمان او استقامت یې وویل: «ای پلاره! هغه څه ترسره کړه چې تا ته پرې امر شوی؛ ان‌شاءالله ما به له صابرانو څخه ومومې.» دا ځواب د ایمان، یقین او توحیدي روزنې لوړه بېلګه ده. په دې صحنه کې پلار د خپل ژوند تر ټولو ګران امانت د الله تعالی جل‌جلاله په لار کې قرباني کولو ته چمتو دی او زوی هم د الله تعالی جل‌جلاله د رضا لپاره ځان فدا کولو ته اماده دی؛ همدا روحیه ده چې دا پېښه یې د بشریت د تاریخ له تلپاتې درسونو څخه ګرځولې ده.

کله چې ابراهیم علیه‌السلام په بشپړ اخلاص د الهي فرمان د عملي کولو لپاره اقدام وکړ، الله تعالی جل‌جلاله د هغه اخلاص او تسلیمي قبوله کړه او تر دې وړاندې چې اسماعیل علیه‌ السلام ذبحه شي، د هغه پر ځای یې یو لوی پسه راولېږه څو قرباني شي. په دې توګه د امتحان اصلي موخه څرګنده شوه؛ الله تعالی جل‌جلاله نه غوښتل چې د اسماعیل علیه‌السلام وینه تویې شي، بلکې غوښتل یې د ابراهیم او اسماعیل علیهما السلام د ایمان، تسلیمۍ او وفادارۍ کچه څرګنده شي. دې سترې پېښې ثابته کړه چې د الله تعالی جل‌جلاله رښتیني بندګان د الهي فرمان پر وړاندې هېڅ ډول سستي او تردید نه کوي او د خپل پالونکي رضا ته پر هر څه لومړیتوب ورکوي.

له همدې ځایه په اسلام کې د قربانۍ ژوره فلسفه را څرګندېږي. قرباني په حقیقت کې د انسان د روح د روزنې یوه مدرسه ده؛ هغه مدرسه چې مسلمان پکې زده کوي څنګه د الله تعالی جل‌جلاله د اوامرو پر وړاندې تسلیم واوسي، څنګه له دنیوي تړاوونو تېر شي او څنګه په خپل ژوند کې د ایثار او فداکارۍ روحیه ژوندۍ وساتي. هغه ټولنه چې د قربانۍ روحیه پکې ژوندۍ وي، هلته همدردي، تعاون، د بېوزلو لاسنیوی او اسلامي ورورولي پیاوړې کېږي.

نن اسلامي امت تر هر بل وخت زیات د قربانۍ د اختر د حقیقي پیغام درک کولو ته اړتیا لري. معاصرې نړۍ انسان د مادیت، ځان‌غوښتنې او له دنیا سره د زیاتې مینې پر لور بیولی، حال دا چې قرباني موږ ته را زده کوي چې د انسان حقیقي ارزښت د هغه په تقوا، اخلاص او فداکارۍ کې دی. ریښتینی مسلمان هغه څوک دی چې د ابراهیم علیه‌السلام په څېر د الله تعالی جل‌جلاله د فرمان پر وړاندې سر ټیټ کړي او د اسماعیل علیه‌السلام په څېر د اطاعت او صبر لپاره چمتو وي. که د قربانۍ روحیه د مسلمانانو په ژوند کې راژوندۍ شي، نو ډېر اختلافونه، ظلمونه، ځان‌محورۍ او ناسالم تړاوونه به له منځه ولاړ شي او اسلامي ټولنه به یو ځل بیا د وحدت، ایمان او عزت پر لور حرکت وکړي.

د قربانۍ اختر په حقیقت کې د نفساني غوښتنو پر وړاندې د ایمان د بریا، د دنیوي تړاوونو پر وړاندې د اطاعت د بریا او د شیطاني وسوسو پر وړاندې د اخلاص د بریا جشن دی. دا مبارکه ورځ مسلمانانو ته یادونه کوي چې الهي قرب ته رسېدل د فداکارۍ، صبر او خالصې بندګۍ له لارې ممکن دي. لکه څنګه چې ابراهیم او اسماعیل علیهماالسلام په الهي ازموینه کې بریالي او سرلوړي شول، مسلمانان هم باید د ژوند په بېلابېلو امتحانونو کې د الله تعالی جل‌جلاله رضا ته پر خپلو شخصي غوښتنو لومړیتوب ورکړي او د ایمان، تقوا او اخلاص په رڼا کې د بندګۍ لاره روانه وساتي.

Exit mobile version