د فیلیپین لپاره د خوارجو مسؤل او د هغه مرستیال وژل شوي

د فیلیپين رسنۍ وايي چې د دې هیواد لپاره د داعشي خوارجو مسؤل او د هغه مرستیال په عملیاتو کې وژل شوي دي.

رسنیو د پوځ له قوله لیکلي چې د فیلیپین لپاره د خوارجو مسؤل عبدالره سفل او د هغه مرستیال ناصر جنید صفت الله د تیرې جمعې په ورځ له خپلو نهو جنګیالیو سره یوځای وژل شوي دي.

د فیلیپین یو ځایي شنونکی وايي چې سفل پخپله د داعشي خوارجو له حسن ډلې سره تړاو درلود او ناصر جنید د طریفي ډلې د مشري ترڅنګ د نوموړي د مرستیال په حیث وظیفه اجرا کوله.

هېره دې نه وي چې په فیلیپین کې داعشي خوارج بېلابېل ګروپونه لري خو ترمنځ یې نسبي همغږي موجوده ده او د خوارجو مشرتابه هم د بالقوه ټکر د مخنیوي لپاره هڅه کوي چې ټولې ډلې په یوه نه یوه ډول په رهبري کې راولي او ترمنځ یې واک تقسیم کړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version