د غرب سره د تاجکستان نوې ملګرتيا

اویس احمد

پرمختللي هېوادونه په نړۍ کې خپلې تجارتي او سیاسي پروژې تطبيقوي. هغه هېوادونه چې د دغه دسیسو په مراکزو بدل شوي، ځيني يې د اوکراين په شان د اور ښکار کېږي او ځيني يې کله د پاکستان په څېر ترې لنډ مهاله عارضي ګټه پورته کوي، خو پای د دواړو يو شان وي.
دا ځل تاجکستان را مخته شوى، تر څو د امريکا پروژې پر مخ يوسي، هغه هم په نړۍ کې يوه تر ټولو بدنامه رد شوې د داعش پروژې په توسط.
څو ورځې وړاندې د افغانستان د دفاع وزير پخپلو خبرو کې وویل، داعش په افغانستان کې تاجکستاني وګړي کاروي، ځکه ټول هغه داعشیان چې نیول شوي، هلته ټرينينګ شوي، مسلح شوي او بيا د تاجکستان په لار راغلي.
د تاجکستان هېواد اوس خارجي اتباعو او پخپله ځیني تاجک اتباعو ته د افغانستان جعلي هویت ورکوي. بريد ګر چې د کوم ولايت د خلکو سره ورته والى ولري د هغه ولايت معرفي کیږي، مثلا: غزني، باميان، ننګرهار او داسې نور، تر څو بريدګر افغانان ثابت کړي او بيا داعش خُراسان ډله چې مرکز يې تاجکستان دى، بريدګر افغانان معرفي کوي.
د ایران د وروستۍ حملې پړه داعش ومنله، د خپرو شویو اسنادو او راپورونو څخه په ډاګه کیږي چې په یاد برید کې تاجکستاني اتباع ښکېل دي، چې د هغې ورځې په ماښام د ايران د اطلاعاتو وزارت په يو بيان کې وويل: یو بريدګر تاجک و.
اوس نو تاجکستان په مکمل ډول د داعش په مرکز بدل شوی او په سيمه کې بريدونه په تاجکستان کې پلان او بيا تطبيقيږي. دا داسې اور دى، چې په خپله تاجکان به يې ډېر ژر ښکار شي، د دوى ضعيف اقتصاد به ونه شي کولی چې دغه هېواد بيا له دې بد حالت څخه راوباسي. د دغه ناکام سياست له وجې به يوازې او يوازې د تاجکستان عوام متضرر کیږي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version