د عراق سرحدي سيمو کې د داعشیانو د انتقالاتو مسؤل وژل شوی  

#image_title

عراق کې د داعشي خوارجو د انتقالاتو یو مهم مسؤل وژل شوی دی.

د عراقي حکومت امنيتي مسؤلینو پرون د مارچ په ۲۸تمه خبر ورکړی چې له سوریې سره پر پوله یې په ځانګړو عملیاتو کې د سمیر خضر شریف شیحان النمراوي په نوم یو مهم داعشی وژلی دی.

د خبرپاڼې له مخې، سمیر نمراوي د عراق او سوریې ترمنځ د جنګیالیو، وسلو او چاودېدونکو توکو د انتقال مسؤلیت درلود. یوې بلې رسنۍ د عراقي سرچینو په حواله ويلي چې نوموړی تر دې مخکې په رقه کې د داعشیانو مالي مسؤل هم پاتې شوی و.

د یادونې وړ ده چې د عراق حکومت تېره اوونۍ په صلاح الدين او کرکوک ولايتونو کې د پاتې داعشیانو د له منځه وړلو په هدف د عملیاتو درېم پړاو اعلان کړ.

عراق یو وخت د داعشي خوارجو تر ټولو قوي مرکز و، خو د دوی د مزعوم خلافت تر سقوط وروسته اوس د داخلي جاسوسانو له امله عراقي داعشیان له ډېر سخت حالت سره مخ دي او زياتره وختونه د ځان ساتلو لپاره د هغو عملیاتو مسؤلیت هم پر غاړه نه اخلي چې دوی ترسره‌ کړي وي

هرماس الافغاني
Exit mobile version