د ظالمانو واکمنۍ پای ته رسیږي

سلیم عمر

#image_title

مجازي نړۍ په دې ورځو کې د خوندورو او غمجنو خبرونو شاهده ده. له یوې خوا هغه ظلم او استبداد چې تل د غزې او شام اسمان توروي او له بلې خوا د بنګلادېش د خلکو انقلاب او د یوه ظالم واکمن د واک پای ته رسېدل په زړه کې د خوښۍ او آرامتیا ځای پیدا کوي.

 

نن نه یوازې د بنګلادېش خلک بلکې د نړۍ ټول مسلمانان له دغه ستر بدلون او انقلاب څخه خوند اخلي او دا لاسته راوړنه د بنګلادېش د ولس د اوسپنې عزم او بې شمېره قربانیو پایله وه.

 

په تاریخ کې چې کله هم ولسونو جدي هوډ او متحد پاڅون کړی، قربانۍ او سرښندنې ته یې ځان ورکړی نو د آزادۍ او حریت خوند یې تجربه کړی دی.

 

په حقیقت کې د موخو د لاسته راوړلو په لاره کې قوي هوډ او اراده کولای شي ملتونه د ظالمو حاکمانو او د شیطانانو له غلامۍ څخه خلاص کړي او د دې مثالونه په مسلمانو او غیر مسلمو ملتونو کې ثبت شوي دي؛ د ویتنامیانو له خوا د امریکايي یرغل او د هغې د ماتې په وړاندې د ویتنام د خلکو له کلک هوډ څخه نیولې بیا ترننه په تاریخ کې په لسګونه نورې پیښې ثبت شوي دي.

 

په همدې حال کې د افغانستان غیور او مېړني ولس هم د خپل تاریخ په پاڼو کې بېلابېلې تجربې ثبت کړي او د دوی قوي هوډ د دې لامل شوی چې د یوې پېړۍ په اوږدو کې درې ستر زبرځواکونه په ګونډو کړي.

 

زوړ انګلیسي استعمار، د روسانو سور پوځ او نړیوال ایتلاف “ناټو” د نړۍ هغه درې ستر زبرځواکونه وو چې د یوې پېړۍ په اوږدو کې په ګونډو شول.

 

د نړۍ درې واړه قوتونه چې په ډېر غرور، دعوو او له ټولو پرمختللو وسايلو سره چې د دوی په واک کې وو، د افغانستان د غيور ولس د پياوړي او فولادي عزم په وړاندې چوپه خوله پاتې شول او د افغانانو هوډ هم په تاريخ کې ځلانده شو.

 

د ظلم او استبداد د له منځه وړلو په وړاندې ټينګ هوډ، لوړې او ژورې هم لري چې په جدي عزم سره موخې ته د رسېدو لپاره ولس؛ قربانۍ، بندیانېدو او ژوبلېدو ته اړ کېږي، خو په پای کې سوله، خپلواکي او آرامتیا د دوی په برخه وي.

 

نو موږ دې پايلې ته رسېږو چې قوي هوډ او اراده کولای شي، ظالم او ستمګر حکومتونو ته دې پای ټکی کېږدي.

Exit mobile version