د ستر يهودي دولت د جوړولو پلان

لومړۍ برخه
طاهر احرار

فلسطین:
خاوره يې اشغال شوه، له خپلو جونګړو وشړل شول، خپل شخصي ملکيتونه ترې په زور ونېول شول، تجارتي کارخانې او کاروبارونه ترې واخېستل شول، قبله ترې ونيول شوه، بيت المقدس ته د لمونځ کولو لپاره اجازت نه ورکول کېده، په بازارونو کې مَسخرې پرې کېدې آن تر دې چې په لاره کې به لاړې ور تو کېدې، د دوى وژل ډېر آسان وو، په ډېره معمولي خبره به ډزې پرې وشوې او شهيدان به شول، زنانه وو ته به په عام بازار کې لاس وراچول کېده او توهين ورته کېده، د ځوانانو ځواني ټوله په زندانونو کې تېرېده، په لسګونو نور بې درکه وو.
بالآخر فلسطیینان مجبور شول چې خپل ځانونه اور ته واچوي او د طوفان الاقصىٰ په نوم يې عمليات پېل کړل!
يو څو جانثارانو په اسرائیلو فدايي عمليات ترسره کړل، ترڅو د خپلو کړنو غچ ترې واخلي. اسرائیلو له همدې موقع په استفادې د فلسطين په غير مسلح خلکو هوايي بريدونه شروع کړل؛ داسې بې رحمه بريدونه چې د نړۍ په تاريخ کې سارى نلري.
غزه يې ۹۰فیصده ړنګه کړه، هلته د موجود اوسېدونکو کورونه يې په مکمل ډول ونړول، په کې موجود ښځې، ماشومان په اور وسوځېدل او تر خاورو لاندې شول، د خلکو ټوله سرمايه د اور د لمبو ښکار شوه، هلته مسجدونه ړنګ شول او د بمباريو څخه د ژغورنې لپاره موجود خلک پکې ووژل شول.
مکتبونه په سپين فاسفورس بمونو بمبار شول، ټول زده کونکي او يا پناه غوښتونکي پکې شهيدان شول، د خلکو علاج، زخم پټۍ لپاره روغتونونه هم له بريدونو بچ پاتې نه شول، هغه هم وران ويجاړ شول، د ماشومانو روغتون چې د سلګونو ماشومانو د حفظ مراقبت ځاى وو، په بې رحمۍ بمبار شو، هلته پکې موجود ټول ماشومان په شهادت ورسېدل.
د ژونديو ماشومانو لپاره د څښاک اوبه ختمې شوې، ځوانان او پيغلې د يوې ډوډۍ د اخیستلو لپاره په قطار قطار ودرېدل، د شهيدانو جَسدونه بغير له قبره په لارو کې پراته خراب شول، د ځينو خو يوه ټوټه هم په قسمت نه وه چې پټ شي، په سلګونو نورو د خاورو لاندې د خلاصون لپاره ډېر فريادونه وکړل، خو داسې اسباب نه وو چې ژغورل شوي وى او نه دومره څوک وو چې غږ يې واوري، ځکه د اسرائیلي طيارو غږونو چاته د څه اورېدلو اجازت نه ورکاوه.
(ولا يحسبن الله غافلا عما يعمل الظالمون).

نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version