د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سپيڅلى سيرت/ لومړۍ برخه

محمد الله عباس

د عربي هېواد موقيعت او قومونه
د  ليکنې په پيل کې د عربي سيمې یو څه يادونه د دې لپاره ضروري ده چي رسوالله صلی الله علیه وسلم د عربو په مشهور ښار مکه مکرمه کي پيدا شوى او دوهم مشهور ښار يې مدينه منوره ده چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته هجرت کړى وو او همدغه ځاى دلومړني اسلامي حکومت  مرکز ټاکل شوى وو عربي هېواد هماغه ملک دئ چي د رسوالله صلی الله علیه وسلم  په مبارک ژوند کې یې ټول وګړي مسلمانان شوي وو او همدا هېواد د اسلامي پرتم د رڼا لومړنۍ مرکز وو د همدې عربي هېواد په ژبه مکمله وحې او اخرنى اسماني کتاب قرانکريم نازل شو چي د ټولو هېوادونو ،ټولو قومونو او تر قيامت پورې د ټولو ژبو لپاره مکمل هدايت دئ دهمدې عربي هېواد څلورو خواو ته د اسلام رڼا خپره او په همدې عربي هېواد کي د کعبي شريفې خونه راځي او د عرفات په ميدان کي  ټول يو ځاى د الله تعالى په حمد او ثناء او مناجات سره ليدل کيږي چېرې چي بادشاه او غريب ټول په يو حالت کي وي او د ځمکو او اسمانونو د خالق کبريايې په زړونو کي خپله رڼا خپروي همدا عربي هېواد چې پر ټوله نړۍ غالب شو او د ګردې نړۍ لپاره د ليارې مشال او د هدايت څراغ وګرځيدو .

١_ د عربو دهېواد موقيعت
العرب په لغت کي دښتو ، ډاګونو او هغو وچو زمکو ته وايي چي نه پکې اوبه وي او نه بوټي، عربي جزيره او د دې سيمې اوسيدونکي له ډيرې پخوا زمانې راهېسې پدې نامه ياديږي څلور خواووې يې دادي.
لويديځ ته يې سره بحيره او د سينا ټاپو وزمه ، ختيځ ته ئې د فارس خليج او د عمان سمندرګى ، جنوب ته یې عربي بحيره يا دهند سمندر او شمال خواته ئې شام( سوريه )  او عراق پراته دي مساحت ئې ديو ميليون متر مربع او يو ميلون او درې لکه ميل مربع ترمينځ اټکل شوي دئ دا جزيره دطبيعې جغرافيايې موقيعت له پلوه ډيره ارزښتناکه ده چي شا او خوا ئې داسې ارتې او پراخه دښتې اوريګستانونه دي چي دې جزيرې ته ئې د يوې داسې پخې کلا بڼه ورکړي ده چي پردي ورباندې په اسانۍ سره تسلط او قبضه نشي کولى او همدا وجه ده چي د دې سيمې خلک له ډيرې پخوا زمانې راهيسې  په خپل ژوند او کارونو کي خپلواکه دي ،که دا دښتې نه وى نو بيا عربو نشو کولاى چي له خپلو پولو اخوا ته پرتو دوو سترو امپراطوريو ( فارس او روم ) حملې او يرغلونه په شا تمبولي وو او ياد هغوى له تسلط نه ازاد پاته شوى وى .

٢_ عربي قومونه
تاريخ پوهانو عربي قومونه داصل او نسل پر بنسټ په دريو برخو ويشلي دي بايده عرب ، عاربه عرب او مستعربه عرب ځينو بيا عاربه او مستعربه عرب يو ډول ګڼلي او پر بايده عربو او باقيه عربو ئې ويشلي دي له بايده عربونه هغه قومونه مراد دي چې د ډيرې پخوا زمانې څخه دعربو په هېواد کي اباد وو او هغوى ټول له يوې مخې هلاک شوي دي.

له باقيه عربو نه مراد هغه قومونه دي چي دعربو په هېواد کي ليدل کيږي دوى هم دوه طبقې دي چي د عاربه او مستعربه په نومونو ياد شوي دي. ځينو نورو بيا عرب پر څلورو قومونو ويشلې دي ١-  بايده يا عاربه عرب ٢- مستعربه عرب ٣- تابعه عرب او ۴- مستعجمه عرب .

البايدۀ عرب : دا هغه پخواني عربان دي چي په هکله ئې پوره تاريخي معلومات په لاس نه دي راغلي په البايده عربو کي  لاندې قومونه شامل دي:

عاد، ثمود ، طسم ، جديس ، عملاق ، عبيل ، اميم ، حضرموت ، عبدضخم جرهم او نور ….

د عاد قبيلې ته حضرت هود ع چي له همدې قوم نه وو د الله تعالى له لورى دپيغمبر په حيث ليږل شوى د هغه قوم دنافرمانى لاره غوره کړه او هلاک شول دغه بادونه په قرانکريم کې په تفصيل سره شوې ده تر عاد وروسته دعبيل ، عمالقه ، ثمود ، عبدضخم او نورو قبايلو حکومتونه تېر شوي دي تر دې چې  یعرب بن قحطان د هغوى حکومتونه پاى ته ورسول او بل دوران پيل شو د ثمود قبيلې ته حضرت صالح ع دنبي په توګه ليږل شوي وو د ثمود قوم په حجر نومې ځاى کي اوسيدو د طسم او جديس دواړو قبيلو هستوګن ځاى يمامه وو او دعمالقه قبيلې داوسيدو ځاى تهامه او دجرهم قبيلې داوسيدلو ځاى يمن وو.

عاربه عرب : دغه طبقه دقحطان اولاده ګڼل کيږي ترقحطان دمخه تر نوح ع بورې دقحطان په لويانو کي دچا ژبه عربي نه  وه د قحطان اولادې عربي ژبه دود کړه او دغه ژبه ئې له بايده عربو نه زده کړه قحطاني قبيلې په دوه برخو ويشل شويدي يوې ته يمینیه او بلې ته ته بسانيه وايي .

دقحطان دقبايلو اصلي او پخوانى هستوګن ځاى يمن ګڼل کيږي په هغوي کي حميري او ازدي قبايل ډېر مشهور او نوميالي ګنل کيدل په ازدي قبايلو کي دسبا ښار او جنوبي عربو حکومتونه تير شوي وو دې قبايلو ديمن په ابادی او ښيرازۍ کې زيات کوښښونه کړى وو . په همدې قبايلو کي ملکه بلقيس تيره  شوي ده چي دسليمان ع  معاصره وه په همدوى کي  شاهان تيرشوي دي پر يمن او حضرموت

واکمن وو دازاد له قبايلو نه يوه قبيله دمدينې په لور لاړه او  هلته ئې هستوګنه غوره کړه او خپل حکومت ئې قايم کړو خزايمه قبيله د مکې په لور لاړه دجرهم قبيله چي دمخه په مکه کي مشت وه هغې ته ئې ماته ورکړه  دازد زوى نصر دتهامه په سيمه کي ميشت شو دخزايمه يو زوى عمران  دعمان په لور ولاړ او هلته ميشت شو د ده اولاده د ازد عمان په نوم ونومول شو . بل غسان دشام په پلو کي ميشت شو او سرحدي قبايل ئې ترخپلې سلطې لاندې راوستل او خپل حکومت ئې جوړ کړ . په يمن کي د قحطايي شاهانو حکومت تر اومې عيسوي پيړۍ پورې قايم وو دغسان قحطاني حکومت چي د روم له سلطنت سره ئې سرحدونه يوځاى شوى وو او دحيره قحطاني رياست دفارس له سلطنت سره ګاونډى وو.د اسلام دظهور پر وخت قحطاني قبايل ښه ځواکمن او پر ټول عربي هېواد واکوال وو.

مستعربه عرب : دعربو له دې طبقې نه مراد بنو عدنان يا د اسماعيل (علیه سلم) اولاده ده .دغه وکړي دعربو  دهېواد له بهر نه دغلته ميشت شول له همدې امله دوی ته دمستعربه (مخلوط) عربو خطاب وکړى شو. دحضرت ابراهيم (علیه سلم)  مورنۍ ژبه عجمي يا فارسي ژبه وه حضرت ابراهيم(علیه سلم ) چي کله خپل زوی حضرت اسماعيل (علیه سلم ) له خپلې مور سره د حجاز په  مکه معظمه کي پرېښود، نو هغوى دقحطان له جرهم قبيلې نه عربي ژبه زده کړه او بيا په راتلونکي کي همدا عربي ژبه د بني اسماعيلو ژبه وګرځيده دحضرت اسماعيل عمر پنځلس کاله وو چي د هغه مور حضرت هاجره وفات شوه ،دمور له وفات نه وروسته حضرت اسماعيل (علیه سلم )اراده وکړه چي له مکې نه دشام په لور ولاړ شي او هلته هستوګنه غوره کړي ،خو د جرهم قبيلې په خپل مينځ کي مشوره وکړه او حضرت اسماعيل (علیه سلم) ئې له دې ارادې نه منع کړو او د هغه نکاح ئې له (عماره بنت سعيد بن اسامه بن اکيل)  سره په ( عمالقه ) کورنۍ کي وکړه خو څو ورځې وروسته حضرت ابراهيم (علیه سلم )دې لوري ته تشريف راوړ او د هغه په اشاره او مشوره حضرت اسماعيل (علیه سلم )دې بي بي( عماره بنت سعيد )ته طلاق ورکړ او د جرهم په قبيله کي ئې له (سيده بنت مضاض بن عمرو) سره نکاح وکړه له دې پېښې وروسته له الهي لارښوونې سره سم حضرت ابراهيم (علیه وسلم) او حضرت اسماعيل (علیه سلم) دحضرت ادم (علیه سلم) دزمانې پر بنیادونو  دکعبې دخونې دابادولو کار داسې پيل کړ چي حضرت ابراهيم (علیه سلم) به د ډبرو لگولو کارکاوو او زوی ئې  حضرت اسماعيل (علیه سلم) به ورته ډبرې  راچلولې او دواړو لويانو به دادعا ويله: ربنا تقبل منا انک انت السميع العليم (( اې زموږ ربه! له موږ نه دا خدمت قبول کړه ته د هر څه اوريدونکى او په ټولو شيانو پوهيدونکى يي )) کله چي ديوال يو څه لوړ شو او د ودانۍ په کار کي يو څه مشکلات پېښ شول ،نو حضرت ابراهيم( علیه سلم ) به په يوه ډبره ودريدو او کار به ئې کاوو دا هماغه ځاى دئ چي (مقام ابراهيم)  ورته ويل کيږي. دکعبې شريفې خونه چي کله مکمل کيدو ته نيږدې شوه نو حضرت ابراهيم (علیه سلم ) خپل زوی حضرت اسماعيل (علیه سلم ) ته وويل چي د ډبرې يوه ښه ټوټه راوړه چي د رکن په مقام ئې کيږدم تر څو په خلکو کي ئې غوره والۍ پاته شي، په دې ډول حضرت اسماعيل (علیه سلم)  دحضرت جبرائيل (علیه سلم ) په لارښوونه دبوقيس له غره نه حجرالاسود راوړه او حضرت ابراهيم (علیه سلم ) او حضرت اسماعیل (علیه سلم )دا ډبره (حجرالاسود )د رکن په مقام کېښوده .

دا هماغه حجرالاسود ده چي د طواف پر وخت ښکلول کيږي دکعبې خونې له  ودانۍ وروسته حضرت ابرهيم (علیه سلم) او حضرت اسماعيل (علیه وسلم) هغه وگړي چي پر هغوی ئې ايمان  راوړى وو له ځان سره کړل او د مينا او عرفات په لور ولاړل ،قرباني او د کعبې شريفې طواف ئې وکړ، وروسته له هغه  حضرت ابراهيم (علیه سلم ) دشام په لور ولاړ او د ژوند تر اخره به هرکال دکعبې خونې د زيارت او حج لپاره ر اتلو ، د کعبې شريفې له ودانولو وروسته حضرت ابراهيم (علیه سلم) ته د زوى دحلالولو حکم وشو .

حضرت اسماعيل (علیه سلم) تر اخره پورې په مکه معظمه کي اوسيدو ،د جرهم قبيلې به هغه ته دوهم جرهم وايه، په مکه معظمه او شاوخوا کي ئې د عمالقه قبیله اوسيده دا هغه عمالقه نه دي چي په بايده عربو کي شامل وو ذ همدې قبيلو يو شمير وګړو په حضرت اسماعيل(علیه سلم) ايمان راوړى وو يو شمير نور ئې په خپل کفر او لحاد ولاړ پاته وو .

حضرت  اسماعيل(علیه سلم) يو سل اوه ديرش(١٣٧) کلن وو چي وفات شو د هغه له وفات وروسته ئې دولس زامن پاته وو چي اولاده ئې دومره زياته شوه چي په مکه مکرمه کي نه ځايدل او دحجاز په ټول ايالت کي خپاره شول دکعبې سرپرستي او دمکې معظمي سرداري په بني  اسماعيلو پورې مربوطه وه د حضرت اسماعيل(علیه سلم) په اولاده کي د هغه زوى قيدار په اولاده کي يو سړى دعدنان په نوم پيداشو د عدنان په اولاده کي دبني اسماعيلو ټول مشهور قبايل شامل دي ،له همدې امله مستعربه بني اسماعيلو ته عدناني يا ال عدنان وايي  دعدنان د روی نوم معد او دلمسي نوم ئې نزار وو او د نزارڅلور زامن وو چي ټول عدناني قباييل ترې غځيدلي، له همدې امله عدناني قباييلو ته ( معدي) نزاري قبائیل هم وايي

عدناني قبايل : په عدناني قبايلو کي اياد ، ربيعه او مضرډېر مشهور دي  او په دوی کي بيا مضر او ربيعه ډېر نوميالي وو، په عزت او شرافت کي دا دواړه قبايل يو تر بل سيالان وو د مضر قبايلو په مشهوره قبيله کنانه کي فهر بن مالک چي قريش هم ورته ويل کيږي شامل وو، د قريش په اولاده کي ډېر قبايل پيدا شول چي بني سهم، بيني مخزوم ، بني جمح ، بني تميم ، بني عدي ، بني عبدالدار ، بني زهره او بني عبدمناف ئې ډېرې مشهورې قبيلې دي ،د عبد مناف څلور زامن وو چي نومونه ئې دادي:

عبدالشمس ، نوفل ، مطلب او هاشم او دهاشم په اولاده کي محمذ بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم د دې نړۍ په مخ سترګې پرانستې چي ټول مسلمانان ئې امتيان دي او د اخرې زمانې نبي او خاتم النبين دئ او د عبدالشمس زوى اميه نوميدو چي اولادې ته ئې بنى اميه وايي، عدناني قبايل چي په کومه  زمانه کي دخزاعه  قبيلې له لوري وټکول شول او د مکې مکرمې پرېښودلو ته اړ شول، نو په بيلا بيلو ځايونو کي خپاره شول بني بکر په بحرين کي ، بني حنيفه په يمامه کي ، بني تغلب دفرات سيند پر غاړه ، بني تميم په الجزيره کي ، بني سلم دمدينې منورې په شاوخوا کي ، بني ثقيف په طايف کي ، بني اذر د کوفې لويديزې خواته او بني کنانه په تهامه نومې سيمه کي هستوګنه غوره کړه دمکې معظمې په شاوخوا سيمو کي له عدناني قبايلو يوازې قريش پاته شول خو د هغوي هم په خپل مينځ کي نظم او يووالي نه وو، ټول خواره واره وو، قصى بن کلاب ټول قريش په يو اتفاق کړل قصي بن کلاب په قريشي قبايلو کې ديووالي پيدا کولو له امله نه يوازې په مکې  معظمې  بلکې په ټول حجاز ئې واکمني ترلاسه کړه او د خپل ځان لپاره ئې يوه ماڼۍ جوړه کړه چي (دارالندوه)  ئې ورته وويل او په دې دارالندوه کي به د قريشو ترمينځ جرګې او مشورې کيدې ، قصې بن کلاب به په دارالندوه کي ناست وو او دحکومت چارې به ئې سرته رسولې او د قريشو سرداران به دمشورې لپاره راټوليدل، قصي دا مشوره هم وکړه چي د حج په شپو ورځو کي دې تر درې ورځو پورې حاجيانو ته خواړه ورکړل شي او ټول قريش دې د دې لپاره په چندې  سره مصارف راټولوي .په ٤٨٠ عيسوي کال کي  قصي مړ شو او د هغه زوی عبدالدار دخپل پلار په ځاى دمکې معظمې حاکم وټاکل شو د عبدالدار تر وفات وروسته د هغه د لمسيانو او ورور عبدمناف د زامنو ترمينځ په مکې د حکومت کولو لپاره جګړې رامينځته شوې خو د مکې اغيزمنو خلکو د هغوی ترمينځ په دې ډول پريکړه وکړه چي دعبدمناف زوى عبدالشمس ته دې حاجيانو ته د اوبو ورکولو ، چندې راټولو او حاجيانو ته دميلمستيا ورکولو کار او د عبدالدار لمسيانو ته دې پوځي چارې ، دکعبې دخونې حفاظت او د دارلندوه کار وسپارل شي، څو ورځې وروسته د عبدمناف زوى عبدالشمس خپل کشر ورور هاشم ته دخپلو ټولو چارو واک ورکړ.

هاشم دخپل تجارت ، دولت او سخاوت له امله د مکې په خلکو کي ډېر محبوبيت او شهرت پيدا کړ او هغه (هاشم )قريش د تجارت لورې ته متوجه کړل او د تجارتي وسيلو په پيدا کولو ئې ورته زيات خدمتونه ترسره کړل

د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) نسب او کورنۍ:

د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د نسب سلسله په دې ډول ده: محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدمناف بن قصى  بن کلاب بن مره بن کعب بن لوئ بن غالب بن فهر ( چي لقب ئې قريش وو او د قريشو قبيله همده ته د انتساب له امله قريش بلل کيږي ) بن مالک بن النضربن کنانه بن خزيمه بن مدرکه بن الياس بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان .

نبوي کورنۍ : دا چي د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) کورنۍ په بنى هاشم شهرت درلودو ،نو بې ځايه به نه وي که د هاشم او له ده نه وروسته حالاتو باندې لږه  رڼا واچوو .

(١) هاشم : لکه مخکې مو چي وويل هغه وخت چي بنو عبد مناف او بنو عبدالدار دسولې په نتيجه کي منصبونه سره وويشل نور د سقائې ،او رفادې مسئوليت دبني عبدمناف  کورنۍ عبدالشمس نومى سړى په غاړه واخيست خو څو ورځې وروسته عبدالشمس خپل کشر ورور هاشم ته دخپلو چارو ټول واک ورکړ

هاشم يو مالدار او معزز سړى وو او هغه لومړنۍ شخص وو چي په مکه کي ئې حاجيانو ته شوربا او ډودۍ ورکړي ده ،د ده اصلى نوم عمرو  وو ،خو څرنګه ئې چې ډودۍ په شوربا کې ميده کوله نو په هاشم مشهور شو ځکه چې هاشم ميده کوونکي ته وايي د قريشو دواړه سفرونه دژمي سفر او اوړي سفر هم د لومړى ځل لپاره ده رواج کړي وو . د هاشم د ژوند يوه پېښه داده چي هغه يوځل شام ته د سوداګرۍ لپاره روان شو ،خو کله چي مدينې ته ورسيدو هلته ئې د بني عدي بن النجار کورنۍ له سلمى بنت عمرو سره واده وکړ، هملته څه موده ورسره پاته شو ،وروسته بيا  شام ته و خوځیدو . دغه وخت کي ئې ښځه حامله شوې وه .هاشم په دې سفر کي د فلسطين په غزه نومې کي وفات شو او په( ٤٩٧) ميلادي  کال کي ئې زوى (عبدالمطلب) وزيږيدو .سلمى همدلته په يثرب کي د خپل زوى پالنه کوله او په مکه کي د هاشم له کورنۍ نه هيڅوک پرې خبر نه وو .هاشم څلور زامن( اسد ، ابوصيفى ، نغله او عبدالمطلب) او پنځه لوڼه ( شفاء ، خالده ، ضعيفه ، رقيه او جنه ) درلودل ياده دې وي چې د عبدالمطلب اصلى نوم شيبه وو دا چې ولى ئې په عبدالمطلب شهرت وموندو دا به په لاندې کرښو کي ولولئ.

٢- عبدالمطلب : تر هاشم وروسته حاجيانو ته اوبه ورکول  او د هغوى کوربتوب او خواړه ورکول ئې د ورور مطلب بن عبدمناف په غاړه وو .مطلب هم يو شريف او په خپل قوم کي د عزت او اعتبار څښتن وو خلکو به ئې درناوى کاوو او خبرې به ئې منلې او د زيات سخاوت له امله به قريشو فياض باله

شيبه چي کله لس کلن شو ،نو تره ئې مطلب  ترې خبر شو مدينې ته ور پسې ورغى چي خپل وراره مکې معظمې ته له ځان سره راولي مطلب چي کله شيبه وليدو له سترګو ئې اوښکې روانې شوې په غيږ کي ئې کلک ونيوه او په خپله سپرلۍ ئې سپور کړو چي مکې ته ئې له ځان سره بوځي، خو شيبه ورته وويل: زه تر هغه درسره نه ځم ترڅو مې چي مور اجازه نه وي راکړي،نو مطلب د شيبه (عبدالمطلب) مور ته وويلل: چي وراره مې راسره پريږده چي مکې ته ئې بوځم، خو مور ئې دا خبره ونه منله ده ورته وويل اجازه ورکړه هغه د خپل پلار وطن او د الله «ج» حرم ته ځي په دې خبرې سره ئې مور خپل زوى شيبه ته اجازه ورکړه چي له خپل تره سره مکې ته لاړ شي،نو په دې ترتيب مطلب هغه له ځان سره په اوښ سپور کړ او مکې ته ئې راووست د مکې خلکو چي شيبه له مطلب سره وليدو،نو په غلطې سره ئې دا وګڼله چي دا زلمى د مطلب غلام دئ مطلب چي کله د خلکو په دې غلطې وپوهيدو نو خلکو ته ئې وويل دا زلمى زما وراره او د هاشم زوى دئ، خو خلکو بيا هم هغه د مطلب د غلام ( عبدالمطلب )په نوم يادوو.

عبدالمطلب همدلته په مکه معظمه کي د خپل تره مطلب تر روزنې لاندې لوى شو نو ،کله چي مطلب د يمن په ردمان نومې سيمه کي وفات شو، نو نوموړى مسئوليت عبدالمطلب ته وسپارل شو ده هم خپل قوم ته ټول هغه خدمتونه ترسره کړل کوم چي د ده پلرونو او نیکونو به کول بالاخره عبدالمطلب په خپل قوم کي د دومره عزت او شرف څښتن شو چي پلرونه او نيکونه ئې هم هغې مرتبې ته نه وو رسيدلى خلکو ورسره ډېره مينه لرله او ډېر درناوې ئې کاوو.

کله چي مطلب وفات شو نو نوفل د عبدالمطلب په ځينو عبادتخانو او يو څه جايداد باندې قبضه ولګوله يا داچي دينې مشر تابه ئې ورنه غضب کړه .عبدالمطلب د خپل تره نوفل په مقابل کي له قريشو مرسته وغوښتنه خو قريشو انکار وکړ او وئې ويل موږ ستا او ستا د تره ترم ه (صلی الله علیه وسلم ) سپیځلی سیرتينځ مداخله نه کوو بيا عبدالمطلب خپلو ماما خيلو ( بني البخار) ته يو څو شعرونه واستول چي د مرستې غوښتنه ئې پکې کوله نو مامائې ابو سعد بن عدې له اتياوو سپرو سره د مکې په لور روان شو ،کله چي ابو سعد بن عدي مکې ته له خپلو سپرو سره را ورسيدو، نو د مکې په ابطح کي ئې واړول عبدالمطلب ورغى او ورته ئې وويل راشئ کور ته ماما ئې وويل نه تر څو مې چي نوفل نه وي ليدلى کورته به درسره لاړنه شم ،بيا نوفل ورغى هغه په حطيم کي د قريشو له مشرانو سره ناست وو ابو سعد خپله توره له تيکي راويسته او ورته ئې وويل د دې کوټې د رب په نوم قسم يادوم که چيرته زما خوريى ته د هغه حق او يا مشري بيرته ورنکړې نو په دې توره به دې وهم نوفل وويل صحيح ده ما د هغه حق بيرته ورکړ د قريشو مشران ورباندې شاهدان شول،بيا ابوسعد د عبدالمطلب کورته لاړو درې ورځې ورسره ميلمه وو عمره ئې وکړه او بيرته مدينې ته ستون شو.

له دې وروسته مناف د بني هاشم په خلاف له بنى عبدالشمس بن عبدمناف سره تړون وکړ،کله چي خزاعه وو وليدل چي بني النجار د عبدالمطلب ملاتړ وکړ او وئې ويل هغه عبدالمطلب لکه څرنګه چي ستاسې له اولادې نه دئ، همدا ډول زموږ له اولادې نه هم دئ او په موږ هم حق لري چي مرسته ورسره وکړو او دا ځکه چي د عبد المناف مور له خزاعۍ کورنۍ څخه وه نو هماغه وو چې د خزاعې کورنۍ خلکو په دارالندوه کي د نوفل او بنى عبدالشمس په ضد له بنى هاشم سره تړون وکړ او همدا تړون وو چي بيا وروسته د مکې دفتحې سبب شو .

د بيت الله شريف په چارو کي عبدالمطلب له دوو او مهمو پېښو سره مخ شوى وو چې يوه د زمزم د کوهي کيندل او بله د فيل پېښه وه چي تفصيلات ئې په لاندې ډول بيانيږي .

دزمزم کوهى کيندل : د زمزمزم د کوهي اصل نسبت د حضرت اسماعيل (علیه السلام) سره دئ،چي کله هغه او مور ئې بي بي هاجره (رض الله عنها) د مکې په وچه بيديا کي له تندې ناتوانه شوه، نو د الله تعالى «ج »په امر هلته دا بوه چينه را څرګنده شوه ،حضرت هاجرې( رضی الله عنها) د دې اوبو څلورو خواو ته د شګو اوخاورو موړې جوړې کړې چي د يوه کوهي شکل ئې غوره کړ تر يوې مودې پورې دا کوهي په همدې حالت پاته وو خو بيا وروسته دا چينه له خاورو او شګو ډکه شوه او بالاخره ئې خلکو ځاى هم هير کړ ،د زمزم د کوهي يوازې يادښت د خلکو په ذهنونو کي پاته وو کله چي عبدالمطلب ته د سقايه الحجاج (حاجيانو ته د ابو ورکولو دنده) وسپارل شوه ،نو هغه د زمزم دکوهي د د اصلي ځاى پيدا کولو پسې لټون پيل کړ تر ډېرو ورځو پورې عبدالمطلب او د هغه مشر زوى حارث د زمزم کوهي په لټولو پسې سرګردانه وو ،خو د زمزم د کوهي پته ئې ونه موندى شوه .

له قريشو نه هيچا د هغوى په دې کار کي مرسته ونه کړه بلکې دپلار  او زوى پورې به ئې ټوکې کولى يوه ورځ عبدالمطلب په خوب کي د زمزم د چينې نښه وليده او د هغه ځاى کيندل ئې پيل کړ دا هغه ځاى وو چې ( اساف )او (تاتله) دوه بتان پکې ايښودل شوى وو، قريشو عبدالمطلب او د هغه زوى حارث له دې کار منع کاوو آن تر دې چي جنګ جګړى ته سره تيار شول دوى يوازې دوه تنه پلار او زوى وو څوک مرستيال او مرستندوي ئې نه وو، خو بيا هم دوى غالب شول او د کوهي کيندلو په کار کې بوخت شول .

عبدالمطلب لس زامن درلودل چي نومونه ئې دادي :
حارث ، زبير ، ابو طالب ، عبدالله ، حمزه (رضی الله عته) ، ابو لهب ، غيلاق ، مقوم ، صفار او عباس (رض الله عنه)

عبدالله : لکه څرنګه مو چي مخکې وويل: عبدالمطلب نذر منلى وو او ويلى ئې وو که الله تعالى ماته لس زامن راکړل او د زمزم چينه هم پيدا شوه نو زه به له خپلو لسو زامنو څخه يو تن د الله ج په نوم قرباني کړم .

خو هر کله چي الله پاک د ده دغه هيله ترسره کړه، نو دی له خپلو لسو زامنو سره کعبې ته راغى او د کعبې مجاور ته ئې وويل چي زما د دې لسو زامنو په منځ کي پچه واچوه چي د چا په نوم راخيژي :؟ اتفاقاً د قربانۍ پچه د عبدالله په نوم راوخته نو ده عبدالله له لاسه ونيوه او د قربانۍ ځاى ته روان شو .د عبدالله اوه خويندې وې دوى چي دغه منظره وليده نو په چيغو او ساندو سرتورې او په ژړا شوې او له پلار څخه ئې وغوښتل چي د ده د قربانۍ په بدل کې لس اوښان قرباني کړه او دی خوشي کړه ،عبدالمطلب مجاور ته ويل چي ته د عبدالله او لسو اوښانو ترمنځ پچه واچوه ناڅاپه دا پچه د عبدالله په نامه راووتله عبدالمطلب د دغو لسو اوښانو په ځاى شل اوښان کړل ترڅو چي وار په وار د د اوښانو شمير سلو ته ورسيدو دا ځل پچه د سلو اوښانو په نامه راوختله، عبدالمطلب سل اوښان قرباني کړل او په دې ترتيب عبدالله له قربانۍ څخه خلاص شو، له دې پېښې نه مخکې په عربو او قريشو کي د ديت بيه لس اوښان وو ،خو له دې وروسته سل اوښان شول اسلام هم همدا سل اوښان تائيد کړل .

هر کله چي عبدالله له قربانۍ کيدو څخه خلاص شو ،نو عبدالمطلب سره د ده د واده سودا پيدا شوه دغه وخت په زهره نومې قبيله کي د (وهب بن عبدالمناف) لور چې ( آمنه) نوميده او د قريشو په ټولو کورنيو کي ډيره وتلې پېغله وه او د خپل تره وهب کره اوسيدله ، نو عبدالمطلب د وهب کره ورغى او هغه ئې د عبدالله لپاره وغوښتله .

وهب د عبدالمطلب غوښتنه ومنله او آمنه ئې عبدالله ته نکاح کړه په عربو کي دا دود وو چي نوى زوم به له واده نه وروسته تر دريو ورځو پورې د خسر کره اوسيده د دې دود او رواج له مخې عبدالله هم درې ورځې د خسر کره پاته شو او وروسته خپل کور ته لاړ په دې وخت کي د عبدالله عمر ١٧ کاله وو بيا عبدالله د سوداګرۍ لپاره شام ته ولاړ له شام نه د بيرته راتګ په وخت کي په مدينه منوره کي ناروغ شو او هملته پاته شو هرکله چي عبدالمطلب د عبدالله له ناروغتيا خبر شو نو سمدستي ئې خپل مشر زوى ( حارث ) مدينې منوى ته ورپسې وروليږو چي د عبدالله پوره حال معلوم کړي او خبر ئې راوړي . حارث چي مدينې ته ورسيدو نو عبدالله وفات شوى وو .

حضرت عبدالله په خپله کورنۍ کي ټولو ته ډېر ګران وو د ده په مړينه ټول ډېر غمجن او خفه شول بايد ووايم چي د عبدالله د مړينې په وخت کي رسول الله صلى الله عليه وسلم نه ؤ زېږېدلی که څه هم څینې روایتونه وايي چي عبدالله د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له زېږېدو نه دوه مياشتې وروسته وفات شوى دئ ،خو زياتره مورخين لومړنۍ نظر تائيدوي .

له عبدالله ټول ميراث پنځه اوښان ، يوه رمه ( يو شمير ميږې) او يوه حبشي وينځه وه چي نوم ئې برکه او کنيه نوم ئې (ام ايمن) وه او دا هماغه ام ايمن ده چي رسول الله( صلی الله علیه وسلم) به ئې په غيږ کي ګرځاوو او پالنه به ئې کوله.

په همدې وخت کې عبدالمطلب د يوازيوالي احساس وکړ او دا نذرئې ومانه چي که الله تعالى ماته لس زامن راکړل او د زمزم چينه هم راووته نو زه به له خپلو زامنو څخه يو تن د الله تعالی په نوم قرباني کړم، څو ورځې وروسته چينه را پيدا شوه او عبدالمطلب ته الله تعالى لس زامن هم ورکړل . د زمزم دکوهي په پيدا کيدو سره په قريشو کي د عبدالمطلب پرتم کيناستو او ټول ئې سردارۍ او مشرۍ ته قايل شول .

دفيل پېښه : د دې قيصې لنډيز داسې دئ : د يمن يو عيسوى مذهبه حاکم چي ابرهه الصباح حبشي نوميدو په صنعاء کي د القليس په نوم يوه ستره او مجلله کليسا جوړه کړه او د روم  امپراطور ته ئې وليکل چي ډېر ژر به د ټولو عربو مخ له بيت الله شريف څخه  دې کليسا ته راواړوي او د حج لپاره به همدلته راځي او په دې ذريعه به ابرهيمي طريقې ته بدلون ورکړي عيسايانو تل دا هڅه کړى  چي د بيت الله د کعبې په ځاى بله داسې کعبه رامينځ ته کړي چي د صليب بيرغ پرې رپيږي او د ذ ذ د کعبې د ورانولو او تسلط فرصت او توان ترلاسه  کړي.

ابرهه د عيسويانو دا هيله او تمنا پټه ونه ساتله او په ډاګه ئې اعلان وکړ چي د کعبې د ورانولو اراده لري د مناسب وخت او بهانې په لټه کې وو ،په همدې وخت کي يوه داسې پېښه رامنځ ته شوه چي له يوې خوا ئې د عيسويانو احساسات راوپارول او له بلې خوا ئې ابرهه ته د مکې د نيولو ښه بهانه په لاس ورکړه ځينې وايي چي د القليس د کليسا سپکاوى وشو څه کثافات او ګنده شيان په عبادت ځاى کي واچول  شول  او ځينې نور بيا وايي چي د کليسا يوې برخې ته اور واچول شو ځينې داد ابرهه د اعلان په وړاندې دقريشي ځوانانو غبرګون ګڼي او ځينې نور ئې دابرهه توطئه شميري چي غوښتل يې د عيسويانو احساسات راوپاروي ترڅو په مکه بريد وکړي.

له دې پېښې وروسته ابرهه د ٦٠٠٠٠ شپيته زره فوځ او ٩ يا ١٣ فيلانو سره د مکې معظمې په لور وخوځيدو په دې فيلانو کې يو ډير غټ او قوى فيل وو چي د محمود په نامه به ئې يادوو دې لښکرو د مکې په سيمو کې څه لوټماري هم وکړه او د قريشو ډېرڅاروي او اوښان ئې يوړل په دغو وړل شويو اوښانو کي دوه سوه اوښان د مکې دستر او نوميالى مشر عبدالمطلب هم وو .

عبدالمطلب له ابرهه نه دخپلو اوښانو دبيرته اخيستو په موخه د هغه مخې ته ورغى او له ابرهه سره ئې لاندې سوال ځواب وکړ . ابرهه : ته څنګه راغلى ئې او څه غواړي اې د منطقې مشره ؟

عبدالمطلب : زه غواړم چي زما دوه سوه اوښان بيرته راوسپارى .

ابرهه : زما خيال  وو چي ته به ډېرلوى سړى يې چي يوازې د خپلې عبادتګاه د نجات سوال وکړى خو اوس راته څرګنده شوه چي ته ډير وړوکى سړى يې چي يوازې د خپلو اوښانو د ژغورنې په غم کي بوخت يې عبدالمطلب وويل زه د اوښانو خاوند يم او بيت الله خپل خاوند لري هغه به ورته ستاد له ورانولو خلاصون ورکړي ته پوهيږى چې دبيت الله خاوند الله دى له دې وروسته ابرهه د بيت الله پرلوري حرکت وکړغټ فيل (محمود) ئې وهڅاوو چي په دغه لور حرکت وکړي دغه فيل هرې خواته حرکت کولو لپاره چمتو وو خو د بيت الله لوري ته دحرکت څخه ئې ډډه وکړه  وهلواوټکولو ورباندې هيڅ اثر ونه کړ  لښکريان د بيت الله په لوري دحرکت په هڅو کې وو چي د درياب له لوري سيلونه ،سيلونه مرغان راوچت شول اود همدوى دپاسه ئې د تيږو باران جوړکړ او ټول ئې تاورو مار کړل ،که څوک غواړي چي د دې پېښې په  اړه تقصيلي معلومات ترلاسه کړي نو د تفسيرکتابونو ته دې مرجعه وکړي

د عربو اخلاقي حالت:
د عربو زيات شمېر وګړي د کوچيتوب په حالت کي اوسيدل او ډېرلږ وګړي داسې وو چي په کليو او بانډو کي په مستقله توګه اوسيدل ،عربو د خپل نسب د سلسلې له يادولو سره زياته مينه درلوده د پلرونو او نيکونو پرکارنامو به ئې فخر کاوو او په دې وسيله به په کې د جنګونو جوش او ولوله راپايدله ،د عربو د هېواد د آب وهوا آغيز يا د نسب پوهنې مينه وه، چي د عربو د حافظې قوت ډير زيات وو، د څو څو سوه بيتونو قصيدې يوځل اوريدل او يادول او بيا په ډېر صحيح توګه اورول د هغوی لپاره معمولي خبره وه د فصاحت او شاعرۍ عامې مينې د هغوی ژبه دومره پرمختللې کړې وه، چي داخبره ئې پر ځاى وه چي غير عرب يا نورو قومونو ته ئې عجم( ګونګيان) ويل که د کومې قبيلې کوم سړي به د بلې قبيلې له خوا ووژل شو . نو چي ترڅو به د هغه ټولې قبيلې له قاتلې قبيلې غچ اوکسات نه وو اخيستى په قرار به نه کيناستل ،بدله نه اخيستل او غلي کيناستل د هغوی پر وړاندې ډېر د بې عزتۍ او بې غيرتۍ خبره ګڼل کيده، د بيت الله شريف حج او د کعبې دخونې درناوى په ټولو عربي قومونو په هره زمانه کي دود وو ،له مظلوم سره مرسته کول او له ظالم سره جګړه کول په هغوی کي يو ښه والى ګنل کيدو او بې زړه توب او بخيلي په هغوی کې ډېر ستر عيب ګنل کيدو .

د امن مياشتې : عربو په کال کي يوه ،يا څو مياشتې داسې هم ټاکلې وې چي جنګ او جګړې پکې ناروا ګنل کيدې، د دغه امن او امان په موده کي به ټول جنګونه ځنډيدل د امن دا مياشتې عبارت دې له :

١- محرم الحرام ٢- رجب المرجب ٣- ذى القعده ٤- ذوالحجه .

په دې ورځو کي به د بيت الله حج او زيارت ته تلل، په دې ورځو کې به لويې لويې ميلې کيدې او مشاعرې به جوړيدې، په دې ورځو کي به د سوداګرۍ د چارو لپاره هم اسانتياوې برابرې دي له پورته کرښو نه د عربو د ښه والي او د هغوی د نيکو اخلاقو اټکل کيداى شي، بس همدومره ښه صفتونه په هغوی کي موجود وو ،چې پورته وليکل شول ،اوس بايد د هغوى پرناوړه او منفي اړخونو هم رڼا واچول شي چي په لاندې ډول بيانيږي:

دين او مذهب : له اسلام نه مخکې د عربو د دين او مذهب دا حال وو ،چي ځينې قبايل نه د خالق قايل وو او نه دجزا او سزا ،ځينو خپل خالق مانه خو دسزا او جزا او له قيامت نه منکر وو ،زيات شمير وګړي ئې بت پرست وو او د ستورو عبادت ئې هم کاوو ،په ځينو قبايلو کي د اور لمانځنه هم دود وه، د کعبې له خونې نه د بت پرستۍ مرکز جوړ کړي وو ،درى سوه شپيته بتان ئې په کعبه کې ايښې وو ،له شام نه راغلي د مديني په شاوخوا کې يو شمير يهودان هم ميشت وو، او د يهودانو دغه ابادي د حضرت موسى (علیه السلام) له وفات نه څه موده وروسته شوې وه ،په دغو يهودانو کې بني قريظه،بني نضير، بني قنقاع او نور مشهور قبايل شامل وو ،يو شمېر عيسويان هم د عربو په هېواد کي ميشت وو، چي په غسان او نجران کي اوسيدل .

بت لمانځنه : په څرګنده او ښکاره ډول په ټولو عربو کي د بتانو عبادت کيدو ،د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له زمانې نه څلور سوه کاله دمخه د فارس د شاپور بادشاه په زمانه کي دخزاعه قبيلې مشر عمرو بن لمحي را پيدا شو ،نوموړى په ديانت ،خيرات ورکولو او نيکۍ سره مشهور وو ،خلکو ورته ډېر احترام درلودو اود يوه ستر عالم په سترګه ئې ورته کتل، يو وخت هغه شام ته سفر وکړ،که ګوري  چې هلته (شام) کي خلک د بتانو عبادت کوي ،د هغوى دا کار ئې خوښ شو او داسې ګومان ئې وکړ: څرنګه چي دا د رسولانو او اسماني کتابونو د نازليدو وطن دئ، نو دا بت پرستي به هم حق وي او د همدې ګومان پر بنسټ ئې له ځان سره يو بت چي« هبل »نوميدو راوړ او د کعبې شريفې په منځ کي ئې ودراوو او نور د مکې خلک ئې هم دې شرک او بت پرستۍ ته راوبلل، هغوى د ده دا بلنه ومنله لږه موده وروسته د حجاز خلکو هم د شرکت او بت پرستۍ لار خپله کړه او د کعبې له مشرانو سره په بت پرستۍ کي شريک شول ،د عربو د مشهورو بتانو نومونه په دې ډول دي ؛

لات ، عزى ، منات ، ود ، سواع ، يفوث ، يعوق ، نسر نايله ، تاتله ، اساف او نور ډير شمير بتان وو . چي د قباييلو ترمنځ ويشل شوي وو، يعنې د هرې قبیلې خپل جلاجلا بت لاره د ود بت دنرپه شکل وو، ،نايله او سواع د ښځې په شکل وو ، د يغوث شکل د زمري په څير وو او يعوق د اس په شکل وو او نسر د خره په شکل ٶ.

پردې برسيره لکه څرنګه چې مو پورته وويل : په مدينه منوره کي د يهودو يو شمير قبايل هم اباد وو او يهوديانو يهوديت هم په رياکارۍ او استبداد بدل کړى وو، د هغوى مذهبي مشران لکه خدايان داسې ګرځيدلي وو ،په خلکو به ئې د خپلې خوښې حکمونه چلول، تردې چي د هغوى د پټو خيالاتو او د شونډو د ښوريدو او خوځيدو حساب به ئې هم ورسره کاوو ،د قدرت او پېسو په غم کي ډوب وو هرڅه ئې د همدې په خاطر وو ، دين او ديني احکام ئې د پيسو او قدرت په مقابل کي هيڅ بلل، دا مادى هدف به ئې چي پوره کيدو نور نو د څه شي غم نه ؤ ورسره دا فکر به هم نه ؤ ورسره چي الحاد او کفر خپور شو او د هغه دين احکامات تر پښو لاندې کيږي چي د کوم په اړه چي الله تعالى امر کوي چي هرڅوک بايد د هغه احترام او پيروي وکړي .

له نصرانيت نه هم داسې يو دين جوړ شوى وو چي پوهيدل ورباندې ګران وو، دې دين د انسان او الله تعالى ترمنيځ يو عجيب غوندې ترکيب ورکړې وو او په دې سره دا دين هم يو باطل او مشرکانه دين ګرځيدلى وو .

قرباني : دغه بت نمانځونکي به چي کله حج ته تلل نو ،د قربانۍ لپاره به ئې اوښان هم له ځان سره راوستل چي د بتانو په نامه به ئې قرباني کول ،د دغو اوښانو په غاړو کې به ئې څپلۍ راځوړند کړې وې، کوپان به ئې ورته زخمي کړى وو ،دا د دې خبرې نښه وه چي دا اوښ د قربانۍ لپاره دئ، بيا به هيچا له هغه اوښ سره هيڅ کار نه لرلو . د اوښانو بچي (جونګی) او نور څاروي به هم د بتانو په نامه قرباني کيدل، ځينو قبايلو به د دغو بتانو په نامه انسانان هم قرباني کول .

د ځينو تاريخ پوهانو وينا ده چې د عرب بت پرستان د توحيد قايل وو او الله تعالى ئې يومانه ،خو د دغو بتانو نمانځنه هغوى په دې خاطر کوله چي دغه بتان په الهي دربار کې د هغوى سفارشيان دي ،په هغوى کي د ځينو قبايلو عقيده داوه ،چي دکوم سړى پر قبر اوښه قرباني کيږي هغه به د قيامت په ورځ پر همدغه اوښه سپور راپورته کيږي ،دا عقيده د دې خبرې دليل دئ چي هغوى د حشر او سزا وجزا د ورځې قايل وو .

دستورو نمانځنه : د عربي جاهليت پر وخت په هغوى کي د ستورو نمانځنه ښه دود وه، له تاريخ پوهانو سره د دې خبرې لپاره هيڅ دليل موجود نه دئ، چي په عربو ، مصر ، يونان ، ايران، (دې څلورو هېوادو کې) کوم يو هېواد د ستورو د نمانځنې استاد او نور درې هېوادونه د هغوی شاګردان وو او هم دا چي د دې خبرې اثبات ګران دئ چي عربو ته د ستورو نمانځنه له بهر نه راغلې وه دحمير قبيلې د لمر ،کنانه قبيلې د سپوږمۍ، تميم قبيلې د دهران ، لخم او جذام قبيلو د مشتري ، طى قبيلې د سهيل ، قيس قبيلى دشعرالعبور او ا سد قبيلې د عطارد نمانځنه کوله ،د زياترو قبيلو بتان د ستورو په نامه نومول شوى وو ،د ډبرو بتان او مشهور ستوري په ګډه توګه په عربي قبيلو کي نمانځل کيدل د دستورو راختو او پريوتو پورې به ئې ستر ستر کارونه اړوند ګڼل.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version