د اسلامي نظام د مزایاو په تداوم، نن د یاد نظام څو نورې مزایاوې هم ستاسو مخته ږدو:
۴:- د عدالت تطبیق:
د عدالت تطبیق د اسلامي نظام له لوړو اهدافو څخه دی، نور نظامونه هیڅکله دغه اصل نه مراعاتوي، په دوی کې لوړ ذاتي له هغو عقوباتو خلاص دي، کوم چې د ټیټ ذاتو لپاره ټاکل شوي دي، چې دا هېڅ عدالت نه ایجابوي، په اسلامي نظام کې د عدالت بېلګې بیخي زیاتې دي، یوه یې د نمونې په ډول دلته راوړو.
امام بخاري رحمه الله پخپل صحیح کې، له عروة بن الزبیر رضی الله عنه څخه په خپل سند باندې حدیث روایت کوي، چې ژباړه یې داده:
“د مکې په فتحه کې یوې ښځې غلا وکړه، نو د دې ښځې د قوم خلګ اسامه بن زید رضي الله عنه ته راغلل ترڅو د حد په اړه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره خبرې وکړي، او شفاعت یې وکړي، کله چې یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل، نو د هغه مبارک د مخ رنګ واوښت.
اسامه رضی الله عنه ته یې وویل: “ایا ته له ما سره د متعال رب په حدودو کې خبرې کوې؟” راوي زیاتوي: بیا ماښام جګ شو، خطبه یې پیل کړه او داسې یې وویل: “قسم په الله له تاسو مخکني خلګ ځکه هلاک شول چې که شریف سړي به پکې غلا وکړه پرېښود به یې، خو که ضعیف به پکې غلا وکړه، حد به یې پرې جاري کاوه، په الله قسم که چېرته فاطمه د محمد لور غلا وکړي، هم لاس به یې پرې کړم.
له دې حدیث نه د عدالت په برخه د اسلامي نظام کړنلاره او تاکید بیخي څرګند دی، چې جاهل خلګ به سترګې پرې پټوي.
د عدالت په باب د عمر بن عبد العزیز خلافت هم یو نوم لري، چې حتی مخالف یې لا له عدالته سترګې نه پټوي، د هغه عدالت دومره پراخ و چې مرغان لا پکې د عدالت له خوږو برخمن ول، په دار الاسلام کې حتی د زکات مستحق نه پیدا کېده، دا ځکه چې د اسلامي نظام منبع اسلام دی، او اسلام بیا بیا په عدالت ټینکار کوي.
متعال رب فرمایي:
اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ [سورة المائده ۸]
ژباړه: “عدالت وکړئ، دا (عدالت) تقوی ته ډېر نږدې عمل دی، له الله تعالی څخه ووېرېږئ، هر څه چي تاسي كوئ، الله تعالی پرې پوره خبر دى.”
همدارنګه فرمایي:
“و إذا حَکَمتُم بَین الناس أَن تَحکُموا بالعَدل
[سورة النساء ۵۸]
ژباړه: کله چې مو د خلګو ترمنځ پرېکړې کولې، نو په عدل یې کوئ!
د عدالت د تحقق په پار اسلامي نظام دېر اصول لري چې ځیني ېې په لاندي ډول دي:
۱:- له رشوت څخه مسلمانان منع کوي؛ ترڅو له یو چا څخه ناحقه مال وانه خیستل شي.
۲:- په شهادت کې د شاهدانو عدالت شرط ګڼي، تر څو ناحقه فیصله ونشي او عدالت تلف نشي.
۳:- د عدالت په پار حدودو او قصاص په اسلامي نظام کې عملي کیږي، تر څو قاتل یا جاني بې سزا پاته نشي.
دغه یو څو نمونې دي، د ټولو تذکر موضوع اوږدوي، موږ په دغو دریو بسنه کوو.
دوام لري.