د داعش په نامه وبا (طاعون) یولسمه برخه ابوهاجر الکردي

ابوهاجر الکردي

#image_title

د داعش جنایتونه په دیرالزور کې:
دیرالزور د سوریې په ختیځ کې یو ولایت دی، چې د دې هېواد د کورنۍ جګړې په جریان کې، په ځانګړې توګه د داعش د تسلط پر مهال؛ د وحشتناکو جرمونو لویه سیمه وه.

دې سیمې د خپل ستراتیژیک موقعیت او طبیعي منابعو له امله، د داعش پام ځانته اړولی و او له ۲۰۱۴ مېلادي څخه تر ۲۰۱۷ مېلادي کلونو پورې د دوی تر کنټرول لاندې وه.

۱:- عام اعدامونه، د مجاهدینو او ملکي خلکو د حقوقو نقض؛
د داعش تر واک لاندې عام اعدامونه د ویرې خپرولو او ټولنیز کنټرول وسیله وه، هغه کسان چې د کفر، جهادي ډلو سره همکاري یا مخالفت په تور نیول کېدل؛ په عام محضر کې اعدام کېدل، دا اعدامونه په ښکاره ځایونو کې ترسره کېدل تر څو نورو ته د عبرت درس وي.

وحشیانه وژل:
ډېر کسان په بې‌رحمۍ سره د مرمۍ، سر پرې کولو، یا سوځولو له لارې وژل کېدل.

د کورنیو د حقونو نقض:
د وژل شویو کسانو کورنۍ نه یوازې د غم نیولو حق نه درلود؛ بلکې د وېرې او چوپتیا په حالت کې به یې ژوند کاوه.

۲:- یرغمل او اختطاف؛
د خلګو تښتول؛ په ځانګړې توګه ځوانان او فعالان، د داعش یوه ستراتیژي وه چې په دوه اساسي موخو ترسره کېده:

۱؛ باج اخیستل: داعش به د تښتول شویو د آزادولو په بدل کې له کورنیو پیسې غوښتلې.

۲؛ بشري سپر کارول: تښتول شوي کسان به د جګړو پر مهال د بشري سپر په توګه کارول کېدل او د داعش مخالفینو پر ضد به په خطر کې پاتې کېدل.

۳:- جنسي زور زياتی او د ښځو استثمار؛
غیر مسلمې ښځې او نجونې په دیرالزور کې د سیستماتیک جنسي تاوتریخوالي ښکار شوې؛ داعش د ښځو د جنسي استثمار لپاره د جګړې د غنیمت په توګه اقدام وکړ.

د ښځو سوداګري: ایزدۍ او نورې غیرمسلمې ښځې د غلامۍ په بازارونو کې پلورل کېدې او د جنسي غلامانو په توګه کارېدې.

تاوتریخوالی او شکنجه: ډېری ښځې د جسماني او رواني شکنجې ښکار وې او که د تېښتې هڅه به یې وکړه؛ نو سختې سزاګانې به ورکول کیدې.

۴:- د افراطي قوانینو تحمیل؛
داعش د خپلو افراطي قوانینو په تحمیل کې د خلکو پر وړاندې د سختو جزاګانو ګواښونه کارول.

۵:- د اقتصاد او زېربناوو ویجاړۍ؛
داعش د دې سیمې اقتصادي منابعو، په ځانګړې توګه د نفتو له سرچینو ګټه پورته کړه؛ تر څو خپل فعالیتونه پرې تمویل کړي.

د زېربناوو ویجاړتیا:
اقتصادي زېربناوې لکه بازارونه او ښوونیز مرکزونه د جګړو او داعش حکومت له امله ویجاړ شول، ډېری فابریکې او زراعتي سیمې تباه شوې.

بیکاري او فقر:
د اقتصاد د تخریب له امله، بیکاري زیاتوالی وموند او خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شول.

۶:- د تاریخي او فرهنګي آثارو ویجاړول؛
داعش په دیرالزور کې تاریخي او فرهنګي آثارو په ویجاړولو عملي ګام پورته کړ:

د تاریخي ودانیو ویجاړي: مساجد او نورې تاریخي ودانۍ چې د سیمې خلکو لپاره یې ډېر ارزښت درلود؛ ویجاړ شول، دې نه یوازې د تاریخ د له منځه وړلو معنا لرله، بلکې فرهنګي هویت ته هم جدي زیان و.

د فرهنګي فعالیتونو بندیز: هر ډول فرهنګي او هنري فعالیتونه سخت منع شوي وو او هر ډول سرغړاوی به د سختو جزاګانو سره مخ و.

غبرګونونه او پایلې:
په ۲۰۱۷ مېلادي کې د داعش له ماتې وروسته؛ په دیرالزور کې د دې جنایتونه نښې ښکاره شوې او سلګونه ټولیز قبرونه وموندل شول، چې د داعش د تاوتریخوالي پراخوالی ښیي؛ اکثریت قربانیان یې اهل السنة او مجاهدین و.

ابو جلال
Exit mobile version