د داعش په نامه وبا (طاعون) دوهمه برخه

#image_title

ابو هاجر الکُردي

 

د مجاهدینو قوت هغه وخت اوج ته ورسېد؛ چې د ډلو ټپلو خبرې نه وې (د داعش په نوم طاعون) نه وو او د مجاهدینو شعارونه د میدان په سر کې وو چې د دوی پرمختګ په سوریه کې د بشار ماڼۍ او په عراق کې د نوري المالکي حکومت ولړزاوه.

 

ورو ورو د سوریې او عراق په کونجونو کې د اسلام بیرغ اوچت شو او دا کار د دې لامل شو چې د اروپا او امریکا د ډېرو هېوادونو ځوانان په سوریه او عراق کې د مجاهدینو په لیکو (صفونو) کې د شاملېدو لیواله شول.

 

خو د کُفري نړۍ متحدو استخباراتو د دغې ځوانانو دغه جوش او لېوالتیا د ځان لپاره یو خطر وبلل او د دوی د لمنځه وړلو لپاره یې د حل لاره پیدا کړل.

 

لومړی کې یې داسې زمینه جوړه کړه؛ چې په عراق کې یې خپلو اجیرانو ته امر وکړ چې لوی ښارونه او ولایتونه له مقاومت څخه پرته خوشي کړي همدا وو چې د موصل ښار او ډېر مهم ځایونه یې له مقاومت (جګړې) پرته داعش ته پرېښودل او دا کار د ډېرو ځوانانو د جذبولو لامل شو چې له دې غدارې فرقې سره یوځای شي.

 

له اروپا او نورو هېوادونو څخه د مسلمانو ځوانانو د راوتلو سره سم د داعش پوځ د سوریې د مجاهدینو په بدن کې د خنجر په داخلولو سره خپلې سیمې پراخې کړې او هلته یې هم څو ښارونه او د ولایتونو مرکزونه لکه؛ الرقه، شمالي حلب، طرابلس، منبج او نور ډېر ځایونه په غدر او خیانت سره ونیول.

 

د داعش تسلط څنګه وو؟

 

هغه ځایونه چې داعش د خپلې خاورې د پراخوالي له امله تر برید لاندې نیول؛ هغه ښارونه نه وو چې د نصیري بشار د رژیم تر ولکې لاندې وو، بلکې دا هغه ښارونه وو چې د ابن ملجم لارويو لپاره تیار په لاس ورغلي وو؛ چې د سوریې مجاهدینو په زرګونو شهیدانو او سترې قربانۍ سره فتح کړي وو.

 

دا هغه وخت وو چې مجاهدین د نصیري له حکومت سره په جګړه بوخت وو، خو داعشیانو د دوی په وړاندې نوې جبهه پیل کړه.

هرماس الافغاني
Exit mobile version