د داعش په اړه نا لېدل شوي حقايق

طاهر احرار

اوله برخه:

ممکن بعضې حقايق به په اول کې تاسو ته د منلو وړ نه وي. خو د ژور فکر او سوچ نه وروسته به هغه پخپله قبول کړئ؛ ځکه حقيقت، حقيقت وي.

تاسې ته معلومات شته چې شيطان هم د څه وخت لپاره د ملائکو په مينځ کې ژوند کاوه، خو آخر هم شيطان شو.

راځی د ځینو شيطانانو قېصې، د يو امريکايي ليکوال (وين ميډسن) په دغه حيرانونکي مستنده لیکنه کې وګورو.

په داسې حال کې چې ابو مصعب (الزقاوي) د امریکا یو تر ټولو خطرناک دُښمن بلل کیده، د هغه څخه وروسته هغه سړی، چې د امريکا يو له باوري کسانو وو، په سوریه کې د داعش مشر وټاکل شو.

(ابوبکر البغدادي)

د 2013 په(مې) کې، د متحده ایالاتو سناتور جان مکین، او يو بل د اوبو د چارو ماهر په ترکيه کې، د یاغیانو تر کنټرول لاندې له سيمو څخه تير او سوریې ته داخل شول.

سناتور جان مکین په داسې حال کې چې د سوریې د (ازاد فوځ )(کوم چې د داعش تر مشرۍ لاندې فعاليت کوي ) د عالي فوځي شورا مشر جنرال سالم (ادریس) هم ورسره و، د سوریې د یاغیانو د یو شمېر قوماندانانو سره وکتل

په دغه قوماندانانو کې یو هم د داعش مشر (ابوبکر البغدادي) هم و.

د مکین دفتر دا رد کړي، چې البغدادي دې په غونډو کې موجود و، خو د مکین او د امریکا په ملاتړ د ياغيانو د قوماندانانو سره د داعش د مشر د لیدنې عکسونه په زړه پورې دي.

McCain was accompanied by General Salem Idris, the head of the Free Syrian Army’s

Supreme Military Council, as he met with the commanders of a number of Syrian rebel units.

One of these rebel commanders was none other than AbuBakral-Baghdadi, the current head of ISIL McCain’s office has denied that Al-Baghdadi was present at themeetings, but photographic evidence of the ISIL chief’s meeting with McCain and the U.S.-supported Free Syrian Army officials

is overwhelming…

د متحده ایالاتو د ځانګړو عملیاتو قوماندان، جنرال لویډ آسټین، د 2015 کال په (سپټمبر) کې د سنا د وسله والو خدماتو کمیټې ته په خپل راپور کې وويل، چې تر اوسه پورې، متحده ایالاتو د عراق او سوريې په جګړه کې (څلور یا پنځه) جنګیالي قوماندانان روزلي دي.

فکر کيږي، چې پدې کسانو کې (البغدادي) هم دی.

لويد اسټين وويل، چې په سلګونو ملیون ډالرو د سوریې لپاره د پنټاګون (د روزنې او تجهیز) پروګرام باندې مصرف شوي، مګر داسې ښکاري چې پیسې شايد په نا پوهۍ کې بل ځای ته تللي وي.

د بل ځای په تشريح کې اسټين وويل، چې فکر کوم دغه په سلګونو مليون ډالرو په عراق او سوريه کې داعش او د هغوى ملاتړو ته رسېدلي وي.

کله چې د امريکا د حکومت لوړ پوړي چارواکي ووايي، چې دغه په سلګونو مليون ډالرو په نا پوهي سره داعش ته رسېدلي، نو طبعاً تاسې پوهيږئ، چې څه شوي دي؟

د داعش جاسوسانو د اسلامي اُمت جغرافيه د خطر سره مخ کړې وه، خو لله الحمد چې اسلامي اُمت بيدار شو او دغه فتنه يې مسترد کړه، ځکه خو نن ورځ تر بلې د تناﺯُل او حذف په حالت کې ده، او يواﺯې به يې د خلکو د لعنت لپاره نوم پاتې شي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version