د داعش په اړه نا لیدل شوي حقايق

څوارلسمه برخه

طاهر احرار

دا ځل به د سوريې په حلب کې د صحت طفل روغتون حال وګورو، چې داعشي خوارجو په ﺯندان تبديل کړى وو او په سلګونه بې ګناه انسانان يې پکې اعدام کړل.

په ۲۰۱۳ کال د مارچ په میاشت کې، داعشيانو په روغتون کې لګېدلو خُفيه کېمرو ته پام ونکړ او اوس خپرې شوې ویډیوګانې، عکسونه په روغتون کې د داعش له خوا د ترسره شویو وحشتناکو جنایتونو صحنې ښايي.

د حلب د ماشومانو په روغتون کې د سي سي ټي وي، کېمرو څخه اخیستل شوې ویډیوګانې څرګندوي، چې د داعش غړي پرته له دې چې خپل مخونه پټ کړي، د دې طبي مرکز په تالارونو او برخو کې د ننه ګرځي او هغه خلک چې ناروغ ماشومان يې بستر کړي وو بندیان کوي او په هغه ښځو باندې جنسي تېرى کوي، کومې ښځې چې د خپلو ماشومانو سره د پيواﺯۍ لپاره راغلې وې. همدارنګه افشا شوي انځورونه ښایې؛ چې د داعش وسله وال د روغتون په دهلیزونو کې ګرځي، بندیانو ته شکنجه ورکوي، چې چېغو يې ټول روغتون په سر اخیستى دی.

د دې ﺯندان يو بندي فرانسوي خبریال، دیدیر فرانسوا هو وایي، چې په دې زندان کې یو شمیر سوریايي او عراقي بندیان او ځایي اتباع هم وو، چې د بېلابېلو دلایلو لکه سګرټ څکول، بې ځايه خندېدل، د سترو وېښتانو ساتلو له وجې سخت وهل شوي او شکنجه شوي وو.

هغه زیاته کړه؛ چې د داعش له خوا د دغو بندیانو د شکنجه کولو د فرياد غږونه د دروازو تر شا اورېدل کېدل. ديدير وايي: دغه ﺯندان ته چې يو ځل څوک راننوتلي، ډېر کم ترې وتلي دي.

کله چې د سوریې د اپوزیسیون غړو د 2014 په جنوري کې د روغتون ودانۍ بیرته له داعش څخه ونیوله، دوی (د لسګونو اعدام شویو کسانو جسدونه په ځمکه پراته وموندل؛ چې لاسونه یې تر شا تړل شوي وو او په ډېر سخت تعذيب ورکولو اعدام شوي وو، حال دا چې دا وژل شوي خلک نه يهودان نه عیسايان او نه نور کفار وو، بلکې د همدغه حلب شاوخوا اوسېدونکي سُني مسلمانان وو، چې تر نن پورې يې مېندې، خوېندې، ماشومان د راتللو په انتطار دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version