د داعش په اړه نا ليدل شوي حقايق

طاهر احرار

څلورمه برخه:
له داعش سره د سناتور جان مک کین او (CIA) مشر جنرال برينن پټه رابطه. دا ځل داسې رابطه چې يواﺯې د فایدو لپاره وه، داسې يارانه چې په جنګ کې ګټه تر لاسه کړي.
داعش د يو څو کسانو سره تعهد وکړ، چې هر څومره کومک له بهر څخه کيږي او يا داعشي لوفران يې د سوريې له مظلومو غلا، چور او په ﺯور او جبر واخلي، د دوی ترمنځ به شريک وي. د همدغه پلان لپاره يوې نوې شبکې په فعاليت پيل وکړ.

داعش په امريکا کې د سناتور مکین او د (CIA) د مشر برينن تر څنګ له يوې بلې شبکې سره اړیکې جوړې کړې.

(Elizibith O,bagy)
( الیزبېت اوباګۍ )

په منځني ختیځ کې د مکین سلاکاره ، هغه اوباګۍ چې په دروغو یې ادعا کړې وه، چې ګواکې هغې د جورج ټاون له پوهنتون نه (PHD)، کړې ده.
بهرحال! اغلې اوباګۍ په (۲۰۱۳) کال کې له مکین سره سوریې ته په یوه غیر رسمي سفر تللې وه او هلته یې له ابوبکر البغدادي سره وکتل او عکسونه یې ورسره واخیستل.

McCain’s Middle East adviser Elizabeth O’Bagy, who falsely claimed to have had a PhD fromGeorgetown University, accompanied McCain on an unofficial trip to Syria in 2013 where the two
met and were photographedﺫwith AbuBakral-Baghdadi

ښاغلي مکين او اوباګۍ د سوریې په باب سلامه کې د داعش له مشر، او له نورو شلو قوماندانانو سره د سوريې په وضعيت د امريکا، ناټو او اسرائيلو په ګټو تفصيلي خبرې وکړې.

اوباګۍ په سوریې کې د ایمرجنسي ټاسک فورس (SETF) غير دولتي موسسې د سیاسي رئیسې په توګه دنده پيل کړه، هغې د نورو غير دولتي مؤسسو څخه د مرستې غوښتنه وکړه، دلته ډيرو مٶسساتو پانګونه وکړه، خو د البغدادي تر قيادت لاندې ، مٶسسات بايد اول د بغدادي سره تفاهم ته رسيدلي وى، هغه هم مادي تفاهم.
اوباګۍ د فریډم هاوس، او د ډیموکراسۍ د دفاع بنسټ (SETF) ترمينځ همغږي پيدا کړه او داعش ته يې د مرستې چمتو کولو لپاره د متحده ایالاتو او برتانیا له حکومتونو سره فرعي تړونونه لاسليک کړل.
له دې تړونونو چې هر څومره فائده لاس ته راتله، د اوباګۍ او بغدادي ترمينځ شريکه وه.

د اوباګۍ تر مشري لاندې (SETF) شبکه، د بشار الاسد پر خلاف خورا سخت سازمان وو، دغه ساﺯمان بشار الاسد تورن کړ، چې په ياغيانو باندې يې د کلورين ګاﺯ کارولى، خو حقيقت داسې نه وو، دا يواﺯې تبليغات وو، چې داعش ته د جلب و جذب او د بشار الاسد د منځوي کيدو لپاره وشول.

Obagy, McCain, and John Kerry made a plan to tell Congress that the were figh moderate rebels in Syria, and they got millions of dollars in Congressional funding.
There was a deal between Baghdadi, Obage, McCain, and John kerry

اوباګۍ ،مکين ،جان کيري يو پلان جوړ کړ، چې د امريکا کانګريس ته ووايي، چې په سوريه کې د جنګ واګې د معتدلو ياغيانو سره دي، په دې بهانه يې له کانګريس نه په مليونونو ډالر د کومک لپاره منظور کړل او بيا د بغدادي، اوباګۍ، مکين، جان کيري تر مينځ معامله او چور شول.
O,bagy gave ISIS modern weapons and money to encourage the war
اوباګۍ د جنګ د تشويق لپاره داعش ته موټر، ماډرن اسلحې او نقدې پيسې ورکولې، تر څو سوريايان ووژل شي، دولت کمزورى شي او دلته اسرائيل د يو ﺯبر ځواک په نوم وپېژندل شي.
خو د مکر فريب رهبر د شيطان ورور البغدادي به خپلو پلويانو ته داسې را څرګند شو، چې سترګې به يې سرې له اوښکو ډکې وې، اوږد لباس به يې اغوستى وو، د هرې قېصې سره يې د قرانکريم آيت او يا کوم حديث تلاوت کولو او خلک به یې د جهاد په نوم ستايل او جنګ ته به يې لېږل، داسې يې ځان معرفي کولو لکه په رښتيا هم چې د اسلامي اُمت خليفه وي!
دا چې حقيقت کې څه وو، تاسو پخپله ولیدل.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version