د داعش په اړه خلک څه وايي

څلورمه برخه

طاهر احرار

 

په جبل السراج ولسوالۍ کې مو د جمعيت له يو قوماندان(……) سره ولېدل چې د امريکا د اشغال نه وړاندې د اسلامي امارت په مقابل کې جنګېدلى وو.

د جنګ له اوږد بنډار وروسته مو ترې وپوښتل چې ايا نن د اسلامي امارت په مقابل کې له کوم مخالف يا داعش ملاتړ کوې؟

قومندان صاحب لاسونه غوږونو ته پورته کړل او درې ځله يې استغفرالله وويل بيا يې استعاﺫه يا اعوﺫ باالله وويل. قومندان وويل چې استغفرالله مو د تير مخالفت له وجې وويل او اعوﺫبالله مو له راتلونکې مخالفت!

وایي، داعش خو ماته هيڅ انسانان نه ښکاري، هغوى چې په ننګرهار کې څه کړي، پرې خبر يم هغوی له دين سره هېڅ واسطه نه لري، دا يو منفور او رټل شوى تنظيم دى.

له کاپېسا تر چارېکار، سالنګ، پنجشير آن تر اندراب چېرته چې موږ اوسيږو داعش ځاى نلري.

ممکن ځیني غله، قطاع الطريق چې ﺯموږ له وطنه به وي له همدې نوم نه پر استفادې موږ بدنام کړي خو بيا هم اجاﺯت نه ورکوو. موږ له القاعده سره ډېر وخت کار کړى د هغوى له ايمان او عقیدو سره بلد يو، اوس چې داعش په عراق او سوريه کې له القاعده سره جنګيږي نو داعشيان په رښتيا سم مسلمانان نه دي.

د افغانستان د شمال د يوې څنډې له اوسېدونکو مو داسې نتېجه واخېسته چې په هيڅ حال هغوى د داعش منلو ته تيار ندي

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version