د داعش پر وړاندې د جګړې کیسه

لومړۍ برخه
معاذ بدر

په معاصر جهادي تاریخ کې مو د جهاد په ډګر کې یوه داسې ډله ولیدله چې جهادي تاریخ یې په خپلو تورو اعمالو رنګ کړ. د جهادي صفونو اتحاد يې مات کړ، د علماوو، مجاهدينو او نورو عامو مسلمانانو تکفیر يې وکړ او په انتخابي ډول يې شهيدان کړل. په داسې حال کې چې د نورو جهادي محاذونو په تېره، په عراق، سوريه، يمن او سوماليا کې د مجاهدينو اتحاد يې مات کړ او مشران یی شهيدان کړل. د اسلامي امارت مجاهدين هم په افغانستان کې له دغې تکفيري ډلې سره مخامخ شول. د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د امت له تائید او ملاتړ څخه محروم دغه ډله، په هره جبهه او هر محاذ کې له مجاهدینو سره جګړې ته دوام ورکړ او بالاخره د خپلو ناوړه اعمالو په پایله کې یې ماتې وخوړه او د افغانستان د اسلامي امارت په مبارکه خاوره کې له منځه ولاړه، الحمدلله. نړۍ دا ډله د داعش په نوم پېژني.
الحمدلله، په افغانستان کې په کوم ډول چې مهاجر مجاهدين له خپلو طالب وروڼو سره اوږه په اوږه د صليبي صهیونیسټي یرغل په مقابل کې جنګیدلي دي، هم دا رنګه د داعش په وړاندې د افغانستان د اسلامي امارت د پیاوړتیا او تقويت لپاره د خپلو افغان وروڼو سره اوږه په اوږه سنګر ته تللي دي. د داعش سره په ننګرهار کې د مهاجر مجاهدينو يوه مسؤل قاري ايوبي شهيد په مشرۍ، مهاجرو مجاهدينو د امارت له عسکرو (قطعاتو) سره يو ځای پر داعش څو بريالي بريدونه وکړل.) په دغه مجاهدينو کې قاري شاهين شهيد، حيدر شهيد، سيف الله شهيد او عبدالله شينواری د يادولو وړ دي).

د داعش سیمو ته تګ
د الفتح عملیاتو له اعلان سره سم د د اسلامي امارت قطعاتو د ننګرهار پر لور حرکت پیل کړ، ځکه چې داعش عناصر په زابل کې له ماتې خوړلو وروسته په ننګرهار کې راټول شوي وو او د اسلامي امارت لپاره یې سختې ستونزې پیدا کړې وې. د ننګرهار سيمه ييزطالبان لا له وړاندې له دې فتنې سره مخ وو. د امارت مسؤلينو هم په دې جګړه کې د مهاجرو مجاهدينو له مشرانو څخه د بارودو او د شپې د ليدو دوربينونو د کارولو متخصصينو په ګډون د مرستې غوښتنه وکړه. د تشکيل د روانيدو څو ورځې وروسته موږ د ننګرهار شیرزاد ولسوالۍ ته ورسیدو، هلته طالب مجاهدینو خپل مرکزونه جوړ کړي وو، په داسې حال کې چې د” واټ سر “غونډۍ د داعش په ولکه کې وه.
موږ په دغو جګړو کې شاوخوا درې میاشتې تېرې کړې او د ۲۰۱۹ کال د اګست، سپتمبر او اکتوبر میاشتې مو د داعش پر وړاندې د جګړې په ډګر کې تېرې کړې. دلته ذکر شوي روداد د هغو پېښو پر بنسټ دی چې په دې میاشتو کې پیښ شوی.

د داعش د خلافت نقشه:
ننګرهار ته له رسېدو وروسته زه ډېر حيران شوم چې هلته ځايي خلک له داعش نه ډاريدلي دي. هر څوک اندېښمن وو چې داعش زموږ سیمې ته را نه شي. زه ډیر حیران وم چې دا د داعش څه ډول خلافت دی چې خلک ترې تښتي؟ د هغوی د شرعي نظام ادعا څه ده چې د شاهدانو د ګواهي پر ځای د شک پر بنسټ خلک وژني؟ څومره بدبخته دي هغه خلک چې د الله پاک شریعت یې بدنام کړ.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version