د داعش پر خلاف ګواهي

لومړۍ برخه

د ابو ذر العراقي ګواهي:
ابو ذر العراقي په پېل کې له شهید شیخ زرقاوي تقبله الله سره یو ځای شو، دی ډېره موده په عراق کې و، بیا شام ته لاړ او هلته د حسکه ادارې مُدیر وټاکل شو. له دې وروسته بیا د المیادین والي مُقرر شو، العراقي په یوه وېډیو کې له ډېرو هغه ناوړو جرمونو څخه پرده پورته کړې ده، چې داعش په شام کې کړي وو.
ابو ذر العراقي وایي: کله چې زه د المیادین والي وم، نو د احرارالشام یو ځایي مسؤل د ملاقات او کتنې پیغام راولېږو، ترڅو د داعش او احرارالشام ترمنځ د پېښو جنجالونو حل ولټوو، وخت مو لس بجې ټاکلی وو، لا خبرې روانې وې چې راپور راغی: داعش په المیادین کې د احرارالشام په مرکز باندې ځانمرګی برید کړی دی، چې ګن شمېر مجاهدین پکې شهیدان او ټپیان شوي دي.
زه حیران پاتې شوم، عامر الرفدان چې د دیرالزور ګورنر او د ځانمرګو بریدونو مسؤل و، له هغه سره مې وکتل او ترې ومې پوښتل: تاسې په احرارالشام پسې خپل ځانمرګی ولې ولېږو؟
آیا هغوی مسلمانان او مجاهدین نه دي؟
په ځواب کې راته عامر الرفدان يوازې دومره وویل: دا د اسلامي دولت(داعش) پالیسي ده، ته په دې خبرو نه پوهېږې او له مسؤلیت څخه یې لرې کړم.
زه ابو معصب التونسي ته راغلم، چې په دیرالزور کې شرعي مسؤل وو او هغه ته مې شکایت وکړ، هغه هم احرارالشام ته مُرتد وویل.
ابو ذر العراقي په ویډیو کې بغدادي ته خطاب کوي او ورته وایي:
(اې بغدادي! له الله تعالیٰ څخه ووېرېږه، د قیامت په ورځ به د عبدالکریم بن باز، ابو مصطفی، ابو بکر السبعوي د وینو څه ځواب وایې؟ هغه خو معاونین وو، چې ستا په حُکم باندې ووژل شول او جرم یې یوازې دا و چې تا سره یې بیعت نه کاوه) دې درې واړو په  اسلامي دولت(داعش) کې لویې څوکۍ لرلې.

ابو ذر العراقي وړاندې وایي:
( اې داعشیانو! چې کله تاسې زما دا ویډیو ووینئ نو ماته به هم مُرتد ووایئ، د الله په ذات مې قسم! چې زه موحد یم، له صلیبیانو او روافضو سره مې جهاد کړی دی، د عراق په هر محاذ کې جنګېدلی یم، زما په هکله خو دا هر څه تاسې ته هم معلوم دي) ابو ذر العراقي دا بیان د یوې ویدیو په شکل کې خپور کړی وو.

منبع: (د شیطان لښکر)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version