د داعش پر خلاف ګواهي

شپږمه برخه

د قاضي ابو شعیب المصري ګواهي:

ابو شعیب المصري د لوړې دورې عالم دی او په لیبیا کې د داعش د مجلس شورا رئیس پاتې شوی دی. المصري په یو صوتي بیان کې له داعش څخه د جلا کېدلو لاملونه داسې بیانوي: زه چې څه وایم د دې په صداقت باندې الله تعالی جل جلاله ګواه نیسم او هغه ټول خلک چې له ما سره پاتې شوي دي، له دې حقیقتونو څخه ښه خبر دي.

زما مقصد د الله جل جلاله او مسلمانانو په مخ کې خپل شرعي مسؤلیت ادا کول دي، تر څو مسلمانان له دې ګمراه ډلې څخه خبر شي، بل مهم مقصد مې دا دی چې د مخلصو مجاهدینو او فدایانو پاکې وینې محفوظې شي، چې مقصد یې په پاکه جذبه فدائي حمله کول دي، که د داعش دا قیادت رښتینی او مخلص وای نو دغه فدایان به یې په اصل کې دُښمن (کافرانو) باندې د حملې لپاره لیږل، خو ددې برعکس هغه مجاهدین چې له کفارو سره په جګړه بوخت وو د هغوی مرکزونه یې پرې والوزول او دا به یې هغه کسان رالېږل چې خپل کور کلی به یې شهادت لپاره پرې ایښی و او داعش د هغوی دُنیا او آخرت تباه او برباد کړل.

ابو شعیب مصري د سوډاني په څېر خلکو ته اشاره کوي؛ چې له خپل کوره د شهادت په آرزو راوتلی و، خو د مجاهدینو په یو مرکز باندې د حملې لپاره ولېږل شو، چې په پایله کې ابو سلمان سوډانې خپله هم ووژل شو، نو په دې توګه داعش د هغه دنیا او آخرت خراب کړل.

قاضي ابو شعیب مصري وایي: د نورو مسلمانانو په څېر د خلافت د اعلان په اورېدو سره خورا زیات خوښ شوم او سوچ مې وکړ چې د خلافت د بیا قیام پخوانی خوب په حقیقت اوښتی دی او د خلیفه انتخاب او شرعي خلیفه سره بیعت خو فرض دی نو راغلم او دغه ډله چې د خلافت دعوه یې کوله ورسره یو ځای شوم، همدا مې کلکه اراده وه چې له همدې ډلې سره به ملګری وم، لیبیا ته راغلم نو دلته د شرعي محکمې رئیس شوم، له لومړۍ ورځې څخه ما ته وویل شول: چې له نورو هېوادونو څخه مهاجر مجاهدین به تر سختې څارنې لاندې نیول کیږي او مهاجرینو سره د خبرو لپاره یې زه نه پرېښودلم، ما خپل ځان په دې ډاډه کاوه چې ګواکې داعش د مهاجرینو خیال ساتي، له همدې امله یې د باندې هم نه پرېږدي او چا سره د خبرو کولو اجازه هم ورته نشته، کله چې مې په شرعي محکمه کې کار پېل کړ نو ما ته وویل شول: د (درنه) خلک مرتدین شوي ځکه چې مرتدینو سره یې تعلقات دي او طاغوت ته کافر هم نه وایي، له همدې امله به دوی سره جنګ کوو، مونږ چې کله ورسره وجنکېدو او هغوی ښه اخلاق مو ولیدل نو مونږ پوه شو چې دا خلک مرتد نه دي بلکې دلته هم داعش په خپلې روایتي زولنې سره مونږ دوکه کړي یو هغه دا ( چې څوک هم د داعش سره بیعت نه کوي او وسله نه ورته تسلیموي نو هغه مرتد دي، وژل یې واجب دي ځان او مال یې حلال دی)

منبع: شیطان لښکر

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version