د داعش مشر او د روابطو ماهر اسامه المهاجر په سوريه کې وژل شوی

اسامه المهاجر هغه شخص دی چې په اړه یې تر اوسه ډېر کم معلومات مخته راغلي. د امريکا په وينا اسامه المهاجر د داعش زعيم يا مشر وو، د ده خپل نوم همام الخضر وو. نوموړی په 1993 کې د سوريا هيواد په قلمون سيمه کې زيږيدلی وو.

د ډېرې دقيقې پلټنې وروسته المرصاد وتوانېد چې د اسامه المهاجر انځور پيدا او تصديق کړي. دغه انځور څلورو خپلواکو سرچینو تائيد کړی چې يوه یې د اسامه ميرمن هم ده.

د ډيری داعش مشرانو په څېر اسامه المهاجر هم د خپلو دښمنانو څخه په تېښته د پناه په تکل په بزاعه سيمه کې د يوه هوټل په منزل کې چې درې اتاقه ېې لرل ميشت شوی وو. د شک او اشتباه د لرې کولو لپاره یې د سياسي جنجالونو څخه لرې يو ارامه ژوند پيل کړی وو، تل به ارامه او خاموشه اوسېده او بحث به يې نه کاوه.

همدا راز یې د جامو د ماشينونو په يوه پلورنځي کې دنده ترسره کوله او ميرمن يې د فارابي په روغتون کې د نرسې په توګه کار کاوو.

نوموړی په سيمه کې د حاکم ډلې «حمزه فرقې» لخوا د شک وروسته ونيول شو، د کمپيوټر او موبايل د پلټلو وروسته یې خوشې کړ، د ده د کمپيوټر او موبايل معلومات کاپي شوي وو.

دده ګومان وو چې لا هم دی محفوظ دی او څوک یې په اړه نه پوهيږي، خو دده خوشې کول يو چل وو.

مهاجر له خوشي کېدو څه وخت وروسته پر موټر سايکل کور ته د حرکت پر مهال د جولای میاشتې په ۲۸مه نېټه د بزاعه په سیمه کې د امريکایي ډرون لخوا په نښه او ووژل شو.

هېره دې نه وي چې د شام او عراق اکثره داعشي مشران د خپلو افرادو کونډو او يتيمانو څخه په تيښته (د دوی په اصطلاح) په دار الکفر او د دښمن په ساحو کې وژل کيږي. د دوی دين چې خپله یې جوړ کړی، د مشرانو لپاره یې جدا او د عسکرو لپاره بیا جدا احکام لري. کشرانو ته د ناموس څخه د دفاع پخاطر د ځان وژلو ترغیب ورکوي او خپله بیا د اولادونو و میرمنو سره یوځای د خپلو ساحو نه لرې ارام او هوسا ژوند انتخابوي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version