د داعش د ظلم داستان

اوله برخه

اویس احمد

 

د غزني له جاغوري:

مهدي چې اوس 14 کلن دی، له خپلې مور سره يوځاى يې په کابل کې سوال کولو، ﺯما له پوښتنې وروسته يې قصه داسې شروع کړه، چې ترڅنګ ناستې مور او د مهدي دواړو له سترګو اوښکې روانې وې.

وايي: ﺯه د مور اولنى او اخرنى ﺯوى يم، ترونه مو په ايران کې اوسيږي، نور څوک نږدې خپلوان نلرم، باران مو د کوټې چت راړنګ کړ او د پلار پښه مو ماته شوه، کلېوال راغلل ﺯما د پلار له پښې يې خاورې پورته کړې. موږ د ځان لپاره له کوچيانو په قرض خېمه واخېسته، مور مې پلار ته وويل: چې ايران ته لاړ شه يو څه به مزدوري وکړې او نور به د وروڼو څخه کومک وغواړې تر څو د کوچيانو د خېمې قرض ورخلاص کړو. د هغه پښې ﺯيات درد کولو، خو له مجبورۍ له کور څخه روان شو، ﺯما او د مور اوښکې مې پرمخ راغلې.

مهدي وايي: پلار مې مور ته وويل چې د خوراک لپاره له ګاونډيانو څه را اخلئ، د خداى په امان!

مور مې د غرمې لپاره په ګاونډيانو راوګرځېده خو هر چا ورته مختلفې بهانې کولې.

ناڅاپه تلیفون غږ وکړ!

مورجانې ته مې پلار وويل: موږ په ﺯابل کې داعشيانو له موتر ښکته کړو بيا مو تلیفون کار نکوي.

ډېرې ورځې تېرې شوې، کوچيانو وويل: موږ له دغه ځاى کډه کوو که پيسې نلرئ، خېمه واپس راکړئ،

خېمه يې ړنګه کړه موږ د نيم پرېوتي چت لاندې کېناستو

قصه به لنډه کړم!

په کلې کې آواﺯه شوه، چې د مهدي له پلار داعشيانو سر پرې کړى، ما نه غوښتل مور مې خبره شي او هغې نه غوښتل ﺯوى مې خبر شي، خو موږ دواړه خبر وو مور به مې د ژړا لپاره په څه بهانه له کوره وتله، د هغې سرې سترګې به مې تل ياد وي.

پلار يې راته راوړ، د نيم پرېوتي چت لاندې مو کېښود، د موټر د کرايې لپاره کلیوالو چنده وکړه، پلار يوه شپه راسره وکړه، د غسل پروخت معلومه شوه چې د هغه له پښو لاسو نوکان اېستل شوي او ټول بدن يې په وينو سور داغ داغ دی. له سر يې داسې معلومېده؛ چې اول ﺯوړند شوى بيا ترې سر قطع شوى. سبا کلیوال راغلل هغه يې دفن کړ.

موږ په همغه ساعت مهدي او مور يې موتر ته پورته کړل، هغوى ته مو يو کوچنى کور پيدا کړ، چې کرايه به يې د افغانستان اسلامي امارت ورکوي.

مهدي به مکتب ته ځي، او مور به يې د لاسي صنايعو د يوې ﺯنانه ډلې سره کار ﺯده کوي او دواړو ته به حکومت د مياشتې شل ﺯره افغانۍ ورکوي.

(د يوه مجاهد له خولې)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version