د داعش او احمد مسعود په بادرانو تندريز عمليات

اویس احمد

 

د اسرائيلو غاصب دولت د اُمت مُسلمه په سپين تندي تور داغ دی، د دوى خباثت، شرارت نه يواﺯې دا چې ګاونډي مُسلمان هېوادونه بلکې لرې پراته هېوادونو ته هم رسېدلي. دوى له هرې ممکنې لارې غواړي، په اسلامې نړۍ کې جنګ ته وده ورکړي او هغه کمزوری شي. د مُسلمان هېوادونو بُزدله حکمرانان هم د اسرائیلو سره د ښو تعلقاتو غوښتنه کوي، حال دا چې اسراييل هره ورځ په مظُلومو فلسطينانو بریدونه کوي، د هغوی ځمکې لاندې کوي او جوړ کورونه ورته تخريبوي.

اسرائيل په مُسلمانانو کې هم خپل نږدې انډيوالان لري، داسې انډيوالان چې د هغوی ګټې خوندي ساتي او د لوی اسرائيل د پروژې لپاره کار کوي.

په خليج هېوادونو کې يې ښه انډيوالان داعشيان دي. داعش چې په منځني ختيځ کې څومره کار اسرائيلو لپاره کړی، پخپله اسراييلو د ځان لپاره نشوای کولای.

که تاسې د عرب علماوو او يا پخپله د اسرايیلو کتابونه او لیکل په دې برخه کې مطالعه کړئ، درته معلومه به شي چې داعش د لوی اسرايیل د پروژې لپاره کوم کوم کارونه کړي؟

په افغانستان کې يې ښه انډیوالان د احمدشاه مسعود خاندان دی، له کلونو پخوا احمد شاه مسعود له هغوی سره محکم روابط لرل، چې يهودانو به د هغه سره ملاقاتونه درلودل، د دوی ګډ عکسونه او تبصرې نن هم په مطبوعاتو کې موجود دي. څو ورځې مخکې د احمدشاه مسعود زوی او د صيهونستي جبهې مشر احمد مسعود په صفا الفاظو د اسلامي امارت په مقابل کې له اسراييلو مرسته طلب کړه.

خو عجیبه دا وه چې فلسطيني استشهاديانو پر اسراييلو داسې عمليات شروع کړي چې د بل چا مرسته خو پرېږده له خپلو ځانونو دفاع نشي کولای، د دوی نه مغلوب کېدونکی فوځ، ښځې، ټانکونه او اسلحې د فلسطينيانو په لاسو کې غنیمت پاتې شول او دغه دواړه انډيوالان يې د يتیمانو په حال پاتې شول.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version