د داعش افراطي نظر؛ کوم نظام ورته د منلو وړ دی؟

احمد عابد

#image_title

داعش چې يوه ترهګره او افراطي ډله ده، په ۲۰۱۴ زېږديز کال کې په رسمي بڼه تأسيس شوه، يادې ډلې په لومړيو کې د يوه نړيوال اسلامي خلافت جوړولو ادعا کوله او د عراق او سوريې پراخې سيمې يې تر ولکې لاندې کړې؛ خو په تدريجي ډول يې هغه څه چې په لاس کې درلودل، د دين د ناسم تفسير او خپل بې‌ځايه افراط له امله له لاسه ورکړل.

داعش که څه هم ادعا لري چې د اسلامي خلافت جوړول غواړي، خو په حقيقت کې يې د اسلامي نظام حيثيت بدرنګ کړی دی.

د اسلامي خلافت او د شريعت د قوانينو په اړه د داعش نظريات که څه هم د اسلام په نامه وړاندې کېږي خو د ډېرو اسلامي علماوو او مسلمانو پوهانو له خوا پرې جدي نقد کېږي.

په اسلام کې خلافت د ټولنې مشرۍ ته چې پر عدالت، شورا او ټولو انساني حقونو ولاړه وي، ويل کيږي؛ خلفای راشدين د خلکو په بيعت او مشوره ټاکل کېده، نه د زور او خشونت له لارې؛ د واک تر لاسه کولو او خلافت تحميلولو په موخه چې داعش ډلې کومه تګلاره غوره کړې ده، د اسلامي خلافت سره هېڅ شباهت نه لري، خلافت چې په ډار او رعب رامنځ ته شي له هر ډول ديني مشروعيت څخه بې‌برخې او محروم دى.

اسلامي شريعت پر عدالت، رحمت او اصلاح ټېنګار کوي، مجازات يوازې په سختو شرايطو کې او د جرم له بشپړ اثبات وروسته اجرا کوي؛ خو داعش شريعت په داسې افراطي او ناسم ډول پلی کوي چې د مخالفينو د ځپلو لپاره يې وسيله ګرځوي.

جهاد چې د اسلامي خلافت لپاره مهم او لومړى ګام دى، د ظلم پر وړاندې مبارزه او د مظلومانو دفاع ته ويل کيږي، د اسلامي قوانينو له مخې، د ملکي وګړو، ښځو، ماشومانو او ان د دښمن زړو کسانو ساتنه په جهادي چارو کې لازمه ده؛ خو داعش پر دې تعاليمو سربېره، ملکي وګړي په نښه کوي او د جګړې داسې جنايتونه تر سره کوي چې له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

اسلامي خلافت د امت د وحدت لپاره جوړېږي، چې دا برخه يې تر ټولو مهمه موخه ده او شرعي لارښوونې تفرقه او تکفير سترې ګناوې بولي، خو داعش د مسلمانانو په تکفير سره دغه وحدت له منځه وړي او د اسلام د تقويت پر ځاى، دښمنانو ته پرې خدمت کوي.

اسلامي شريعت د عدالت، رحمت، امنیت، رفاه او داسې نورو ورته اهدافو د تحقق لپاره وضع شوی دى؛ خو د داعش ډلې اقدامات نه یوازې د اسلامي امت په خیر نه دي، بلکې د اسلام د بدنامه‌کولو او د مسلمانانو د نړیوال حیثیت د تخریب سبب شوي دي.

له پورته مواردو څخه ثابتيږي چې د داعش نظریات د اسلام له بنسټیزو اصولو او قرآني لارښوونو سره په ټکر کې دي، دا ډله د اسلامي مفاهیمو په تحریف او افراطي تفسیرونو سره نه یوازې اسلامي ټولنې ته زیان رسوي، بلکې په نړۍ کې د اسلام‌ډارونې لپاره بهانې برابروي.

داعش ډله د اسلامي نړۍ د ټولو جهادي او سیاسي ګوندونو سره پر مخالفت سربېره؛ اوس د اسلامي امارت په مقدس نظام برید کوي، د امارت نظام چې په افغانستان کې د اسلامي شريعت پر بنسټ اداره کېږي، اساسي هدف یې د اسلامي احکامو تطبیق دی. د دې حکومت ټول قوانین، پالیسيانې او پرېکړې د حنفي فقهې په رڼا کې ترتیب او عملي کېږي.

د ډیموکراتیکو نظامونو پر خلاف، د اسلامي امارت نظام عامو انتخاباتو او پارلمان ته اړتیا نه لري، بلکې خپل مشروعیت له دین څخه ترلاسه کوي، په دې نظام کې لوړپوړي چارواکي د رهبر له لورې ټاکل کېږي او باید شریعت او امارت ته ژمن کسان وي.

اسلامي امارت د افغانستان له اسلامي، کلتوري او دودیزو ارزښتونو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې ټولنه د لویدیځ کلتوري اغېزو څخه خوندي وساتي، دغه نظام د امنیت ټېنګښت ته ځانګړې پاملرنه کوي او د جرمونو د مخنیوي لپاره يې سخت شرعي مجازات وضع کړي دي، چې حدود، قصاص او تعزیرات د ټولنې د نظم ساتلو لپاره تطبیق کېږي.

د دغو ټولو شرعي ځانګړتیاوو سربېره، داعش ډله بیا هم د اسلامي امارت سره شدیده دښمني پالي او په سپیڅلي حیثیت یې بریدونه کوي، داعش ډله نه یوازې د افغانستان د اسلامي امارت له نظام سره مخالفه ده، بلکې د ډېرو نورو اسلامي او جهادي ډلو سره هم د ایډیالوژیکو او ستراتیژیکو توپیرونو له کبله په ټکر کې ده او غواړي ديني احکام یوازې د خپلو افراطي تفسیرونو پر بنسټ استخراج کړي.

Exit mobile version