د داعشیانو د شام ولایت د امنیت عمومي مسؤل هم د دوشنبې ورځې برید کې وژل شوی

له داعشي فتنه ګرو بېلې شوې مؤثقې سرچینې وايي چې تېره دوشنبه د سوریې په جرابلس ښار کې د امریکايي ځواکونو په برید کې په وژل شویو کسانو کې یو هم د سوریې لپاره د داعش د امنیت مسؤل، ابراهیم المعن، و.

د تیرې دوشنبې په ورځ (۲۶ رمضان) د امریکايي پوځ مرکزي قومندانۍ وویل چې د سوریې د جرابلس ښار په سویده سیمه کې د دوی د چورلکو په مټ ترسره شوي برید کې په منځني ختیځ او اروپا کې د داعشیانو د عملیاتو پلانوونکی، عبد الهادي محمود الحاج علي، له خپلو دوو نورو ملګرو سره یوځای وژل شوی دی.

تازه ”د بغدادي او هاشمي د بندګانو رسواکوونکي چېنل“ په نوم یوې رسنیزې منبع ویلي، مؤثقو کسانو تائید کړې چې د دوشنبې ورځې په برید کې د شام لپاره د امنیت عمومي مسؤل، ابراهیم المعن، هم وژل شوی دی. المعن د امنیت دیوان یو له لوړپوړو کسانو و.

ابراهیم المعن ته منسوب انځور، چې "د بغدادي او هاشمي د بندګانو رسوا کوونکي چېنل" نشر کړی دی.
ابراهیم المعن ته منسوب انځور چې د بغدادي او هاشمي د بندګانو رسوا کوونکي چېنل نشر کړی دی

د ”فضح عُباد البغدادي والهاشمي“ په نوم چېنل د هغو کسانو له لوري اداره کیږي چې له داعشه رابېل شوي او د خوارجو په لیکو کې معتبرو او باخبرو کسانو ته لاسرسی لري.

د چېنل د معلوماتو له مخې، د ابراهیم المعن خپل نوم عبدالهادي و او د داعشیانو په منځ کې د دلهم په نوم هم مشهور و. نوموړي د خوارجو په لیکو کې د لوړې کچې مسؤلیتونه ترسره کړي او تر دې وړاندې د شام د امنیت د عمومي مسؤل، عمر فاروق، مرستیال پاتې شوی و. عمر فاروق هغه کس و چې د ابو بکر بغدادي او ابو ابراهیم القرشي د مزعوم خلافت پر مهال د شام د امنیت عمومي مسؤل و او په ۲۰۱۸ز کال کې یې د داعش د لوړپوړو شرعي مسؤلینو د څار او جاسوسۍ امر خپور کړی و.

د ”فضح عُباد البغدادي والهاشمي“ چېنل زیاته کړې چې ابراهیم المعن په یوه وخت په شام کې د امنیتي چارو (تحقیق)، استخباراتي چارو او د جلب و جذب چارو مسؤلیت پر غاړه درلود. د المعن او په دې وروستیو میاشتو کې د نورو لوړپوړو داعشیانو وژل کېدل ښيي چې د خوارجو د امنیت اداره د خپلو مشرانو په ساتلو کې په بشپړ ډول ناکامه شوې ده.

د خوارجو د شام ولایت د امنیت ادارې هغه مکتوب چې په هغه کې د شام د امنیت عمومي مسؤل عمر الفاروق د مشهورو داعشي مبلغینو او شرعي مسؤلینو د څار او جاسوسۍ امر کړی دی

هېره دې نه وي چې د ابراهیم المعن رتبه د خوارجو د خراسان څانګې د امنیت د مسؤل، قاري فاتح کوتري (عباس عمري، قاري موسی)، برابره وه. قاري فاتح د تیرې شعبان میاشتې په ۵مه (۷ حمل، ۲۶ فبروري) د افغانستان د اسلامي امارت ځواکونو په شپنيو عملیاتو کې ووژل شو.

قاري فاتح، چې اصلي نوم یې کوتر و، د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د ډاګو کلي اوسیدونکی و. نوموړی په ننګرهار کې له داعش ډلې سره تر يو ځای کېدو وروسته د چپرهار ولسوالۍ لپاره د خوارجو مسؤل وټاکل شو. د اشغالګرو صلیبي ځواکونو پر وړاندې د اسلامي امارت تر مشرۍ لاندې د افغان ولس د جهاد تر بریا وروسته، د خوارجو د خراسان څانګې مشرتابه د اسلامي نظام د کمزوري کولو په هدف کوتري د کونړ ولايت مسؤل وټاکه، وروسته د ختيځ زون مسوليت ورکړل شو او تر وژل کېدو څه موده وړاندې د خراسان څانګې د امنیت ادارې عمومي مسؤل ټاکل شوی و.

په دې وروستیو کې په سوریه او افغانستان کې د خوارجو د لوړپوړو مسؤلینو وژل کېدل دا تائیدوي چې داعشیان د خپلو مسؤلینو په ساتلو کې ناکام شوي او خپله وړتیا یې له لاسه ورکړې ده.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version