د الدستور عراقي ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه هېواد په شمالي سیمه کرکوک کې د داعش ډلې په یو برید کې څلور عراقي پوځیان وژل شوي دي. راپور کې راغلي چې دا پېښه نن په کرکوک کې د عراقي پوځیانو پر یوه قرارګاه باندې د برید له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې څلور پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. عراق په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په یو لړ مراسمو د داعش ډلې ماتول ولمانځل خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا دغې ډلې سر راپورته کړی او پر عراقي پوځیانو یې بریدونه پیل کړي دي. د عراقي پارلمان یو شمېر غړي او ایران پلوه ملېشې امریکا د دغې ډلې په ملاتړ تورنوي او وایي چې د امریکایي چورلکو له لوري له یو ځای څخه بل ځای ته د دغې ډلې د وسله والو د لېږدولو په اړه کره شواهد لري.
د داعشیانو برید کې څلور عراقي پوځیان وژل شوي
- ابوحمزه مؤحد
اړونده محتوی
سخت دریځو داعشیانو پاکستان کې خپل یو ملګری وژلی
لخوا
هرماس الافغاني
مارچ 14, 2026
د کابل بانک پر نمایندګۍ د برید طراح په پېښور کې وژل شوی.
لخوا
هرماس الافغاني
مارچ 7, 2026
المرصاد ته امنیتي سرچینو ویلي چې په اورکزیو کې د دوو قومندانانو په شمول نهه داعشیان په یوه برید کې وژل شوي دي.
لخوا
هرماس الافغاني
مارچ 1, 2026
د پاکستان د جنایت او تېري قربانیان څوک دي؟
لخوا
هرماس الافغاني
فبروري 22, 2026
افغانستان؛ د ویاړمنو مسکن او د یرغلګرو هدیره!
لخوا
هرماس الافغاني
فبروري 15, 2026
پیښور ښار ته نږدې په باړه کې ١١ داعشیان وژل شوي
لخوا
هرماس الافغاني
فبروري 3, 2026