د داعشي وحشت یوه بله خونړۍ بیلګه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د تیرې شنبې په ورځ د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په مامند دره سیمه کې یو ډله ییز قبر وموندل شو.

د سیمې د عیني شاهدانو په حواله په یاد قبر کې هغه ۱۲ تنه محلي قومي مشران په دسته جمعې ډول شهیدان شوي چې تیر کال داعیشي ملیشو له خپلو کورونو څخه یرغمل کړي وو.

د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعشي وحشت دا دوهم ستر جنایت دی چې د سیمې د مسلمانو وګړو خلاف یې تر سره کوي.

هغوی تر دې دری کاله وړاندې د خپل لومړني ظهور په مهال هم په یاده ولسوالۍ کې ۱۲ تنه ولسي وګړي ژوندي په بمونو والوزول.

داعشی ملیشي چې تر یوه مذهبي نوم لاندې د امریکايي بلک واټر اړونده څانګه ده په بشر ضد جرائمو او وحشت کې تر بلک واټر وړاندې او معمولا د وحشت قربانیان یې تل همدغسي بیوزله ولسي وګړي وي.

هغوی له عراقه نیولې تر سوریې، مصر، لیبیا او بیا افغانستان پوري هر ځای خپل لومړنی ظهور په همدغه ډول وحشت څرګند کړی دی.

داعشي وحشت ګر که له یوې خوا د بیوزله انسانانو په وژلو او کړولو کې د خپل وحشت ځانګړي اسلوب کاروي له بلې خوا د بلک واټر د اجرتي قاتلینو په څیر امریکايي اشغال ته د نفوذ لاره هم پرانیزي.

امریکایانو د روان کال په پیل کې هغوی (داعش) ته په افغانستان کې د تشهیر او مشروعیت ورکولو لپاره د ننګرهار په اچین ولسوالۍ د بمونو د مور په نوم تر ټولو ستر بم وکاراوه او له هغه را وروسته یې په مسلسل ډول په یاد ولایت کې د داعشي ملیشو په ملاتړ د طالبانو د جګړې لومړۍ کرښې بمبار کړې.

همدا راز د هیواد په شمال کې د داعش د ځای پر ځای کولو او بیا د خپلو پوځي او اقتصادي حریفانو (روسیې او چین) په خلاف د هغوی د استخدامولو لپاره همدا اوس هم امریکايي هڅې دوام لري.

خو امریکایان او داعیشي اجرتکاران باید د افغانستان شرائط د عراق او سوریې له شرائطو سره پرتله نه کړي ، هغوي که دلته د بیوزله ولسي افغانانو په خلاف هر څومره وحشت کاروي په هغه اندازه به ورسره د افغانانو د نفرت کچه لوړه او په مقابل کې به یې د ولسي مقاومت څپه ګړندۍ کیږي …

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version