د داعشي خوارجو د مالي سرچینو څرنګوالی! دویمه برخه

حجاز تمیم

داعش د یوه وسله وال بنسټ په توګه، نه یوازې نظامي قوت کارولی، بلکې له اقتصادي اړخه یې د تمویل لپاره ځانګړې لارې چارې رامنځته کړي دي، برسېره پر دې چې داعش ډله د خپلو نظامي ځواکونو معاشات، د دوی د وژل شویو کورنیو ته مرستې او د خپلو اسیرانو کورنیو سره مالي معاونت کوي.

دوی اړ دي ترڅو یو شمېرې ټولنیزې، اقتصادي برنامې هم په لاره واچوي، په اشغال کړو سیمو کې عامه خدمتونه وړاندې کړي، ولسي محبوبیت حاصل، نوي کسان جذب، خپل ځواک پیاوړی، هغوی ته نظامي تمرینات چمتو، او د عملیاتو د ترسره کولو لپاره د پام وړ وسایلو او تجهیزاتو چمتو کړي.

نو د دې ټولو او دوی ته ورته د نورو کړنو د ترسره کولو لپاره، داعش ډله اړه ده ترڅو یو قوي مالي بنسټ او پشتوانه ولري.

په دې وروستیو کې ثابته شوې ده چې داعش ډله نه یوازې دا چې غواړي خپل آیډیالوژي او فکر بلکې غواړي ترڅو مالي پراختیا ته هم په پراخه کچه په اروپا، د شمالي افریقا با ثباته هېوادونو لکه مراکش او الجزایر، او پخواني شوروي کې کار وکړي او یو شمېر زیاتې مالي سرچینې له هماغه ځایه پیدا او ځان پرې بسیا کړي او دا کار دوی د مختلفو تګ لارو څخه په استفادې، ترسره کوي.

د بیلګې په ډول؛ کومې ټولنې یا کومو کسانو چې به د داعش ډلې فکر او طریقه ومنله نو داعش ډلې، د هغوی د کسب او کار د پراختیا لپاره، دوی ته یو مناسب مبلغ ورکولو او په خپل اقتصادي څرخه کې یې راوستل، او بیا همدا کسان اړ ول ترڅو خپله ۱۰٪ لس سلنه مالیات په جبري بڼه، دې ډلې ته ورکړي او په ورته وخت، همدا کسان په یادو سیمو کې، د داعش لپاره د بالقوه ځواک په توګه هم کارول کیدل.

داعش ډله، خپلو لوړو مصارفو دې ته اړ کړې ترڅو د خپلې بودیجې د دایمي تأمین لپاره، ډول ډول تدابیر وسنجوي او په لار یې واچوي او د دې موخې د ترلاسه کولو په غرض، هغوی اړ ول ترڅو مختلفې مالي تأمیناتي تګلارې وکاروي، همدې ته په کتو، مونږ د دې ډلې مالي تأمیناتي منابع په دوو عمومي برخو وېشو؛ داخلي مالي تأمیناتي سرچینې او بهرنۍ مالي تأمیناتي سرچینې.

یو شمېر نړیوالو کارپوهانو د دې ډلې د مالي سرچینو جدول په لاندې بڼه خپور کړی دي:

• خام تېل/نفت: ۳۸٪

• ګاز: ۱۷٪

• اخاذي او باج اخیستنه: ۱۲٪

• فسفات: ۱۰٪

• سیماب: ۱۰٪

• غنم او وربشې: ۷٪

• اختطاف او برمته کول: ۴٪

• مالي مرستې: ۲٪

د روسیې هېواد د ستراتیژیکو څېړنو انسټیټوټ د موندنو پر بنسټ، داعش ډلې په ۲۰۱۵ز کال کې خپله لومړنۍ کلنۍ بودیجه تر (۲،۲۵۰،۰۰۰،۰۰۰)$ دوه ملیارده او دوه سوه پنځوس میلیونو ډالرو پورې ترتیب، تنظیم او اعلان کړې وه.

دا بودیجې دې ډلې د خپلو ځواکونو د حقوقو او معاشاتو، د عراق او سوریې په اشغال کړیو سیمو د خدماتو د وړاندې کولو او په ورته وخت کې خپلو نظامي عملیاتو، تمریناتو او درسونو لپاره په پام کې نیولې وه.

اوس راځو د دې ډلې تأمیناتي مالي سرچینې په بشپړه توګه شرحه کوو؛

۱: بهرنۍ مالي سرچینې

۲: داخلي مالي سرچینې

Exit mobile version