د داعشي خوارجو د تمویل له امله پر یوه فرانسوي شرکت سلګونو کسانو عریضه کړې

په امریکا کې سلګونو کسانو د لافارج په نوم د هغه فرانسوي شرکت پر ضد په محکمه کې عریضه ثبت کړې چې د داعشي خوارجو په تمویل کې ښکېله وه.

د راپورونو له مخې، لافارج شرکت په سوریه کې د خوارجو تر ظهور وروسته هغوی ته د دې لپاره میلیونونه ډالر ورکړي وو چې په سوریه کې د دوی څانګه او فابریکه فعاله وساتل شي او زیان وروانه وړي.

اوس سلګونو کسانو، چې پخپله او یا هم خپلوان یې د داعشي خوارجو د وحشیانه بریدونو او جنسي غلامۍ ښکار شوي، پر دې شرکت عریضه کړې چې د عامو خلکو پر ضد د داعشیانو د عملیاتو په تمویل کې یې برخه درلودلې ده.

د یادونې وړ ده، لافارج شرکت تېر کال منلې وه چې داعشي خوارجو ته یې پیسې ورکړې دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version