”د داعشي تنظیم واک د عراقیانو له لاسه په وتلو دی“

د داعشي خوارجو له داخلي وضعیته باخبره سرچینې وايي چې د داعشیانو د ولایتونو د عمومي ادارې د مخکني مشر تر وژل کېدو وروسته دا بدنامه ډله د رهبري او ادارې په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ ده.

د بغدادي او هاشمي د بندګانو رسوا کوونکي چېنل په نوم منبع وايي، د روان میلادي کال د فبروري په  ۲۴تمه په سوریه کې د ابو سارة العراقي (کفوش) وژل کېدل داعشیانو ته لویه ضربه وه، ځکه چې نوموړی د مزعوم خلافت تر اعلان وروسته په مهمو منصبونو پاتې شوی و او د ټول تنظیم اداره او واک یې په لاس کې و.

د معلوماتو له مخې، د ابو بکر بغدادي، عبدالله قرداش او سیف بغداد (عبدالرحمن العراقي) تر وژل کېدو او د ځینو نورو داعشي مشرانو تر نیول کېدو وروسته ابو سارة العراقي یوازینی عراقی و چې د داعشیانو اداره یې په لاس کې وه او د تنظیم د نوي مشر، چې داعشیان یې ”د مسلمانانو خلیفه“ بولي، په ټاکلو کې یې رایې ډېر ارزښت درلود.

د نوي ”خلیفه“ په ټاکلو کې د زیات رول درلودو له امله، د داعش څارونکو ابو سارة العراقي د امراوو او ”خلیفه ګانو“ جوړوونکی باله.

د بغدادي او هاشمي د بندګانو رسوا کوونکي چېنل یوه مهمه پوښتنه راپورته کړې: ”آیا د ابو سارة العراقي په وژل کېدو سره عراقي داعشیانو په تنظیم کې خپل واک له لاسه ورکړی دی؟ د عراق داعشیانو ډېر عقیدوي، منهجي او تنظیمي مشکلات درلودل، داعش یې د خپلو خواهشاتو مطابق په طبقو وېشلی و او د خپل عقلي، نفسي او علمي مرض پر بنسټ یې د دین یوه داسې نسخه جوړه کړې وه چې د ډیرې معصومې وینې او د مسلمانانو مالونه یې ځان ته حلال پکې بلل او خپل هر مخالف یې کافر باله“.

هېره دې نه وي چې د داعشیانو د مجهول الهویته خلیفه ابو الحسین الحسیني القریشي د مرګ له اعلانه نږدې درې میاشتې تیریږي خو تراوسه پورې د داعشیانو رسمي ادرسونو په دې تړاو هیڅ نه دي ویلي او بشپړه چوپتیا یې غوره کړې ده. د سرچینې د خبر له مخې، دا هم د هغې خلا ښکارندويي کوي چې د ابو سارة العراقي وژل کېدو تر شا پرېښودله.

تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د ابو سارة العراقي په وژل کېدو سره د عراقیانو له لاسه د داعشیانو رهبري وتلې ده. د نوي خلیفه د نه اعلان یو لامل ممکن دا هم وي عراقیان هڅه کوي چې د واک انحصار بیا هم په خپل لاس کې واخلي خو ستونزه دا ده چې اوس په شام کې کوم داسې عراقی پاتې نه دی.

د بغدادي او هاشمي د بندګانو رسوا کوونکی چېنل د خپل تحلیل په پای کې لیکلي، ”په عراق کې د عراقي قيادت له کاره لوېدلی حالت نشي کولای چې بيرته د واک واګي ترلاسه کړي او عامه رهبري او خلافت عراق ته بيرته راوګرځوي، نو په همدې اساس داعش له يوې لويې ننګونې او نوي واقعيت سره مخ دی چې د لومړي ځل لپاره به عراقيان د قيادت له ميدانه پکې خارج وي“.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version